ښاغلی امرالله صالح او ښاغلی احمد مسعود!

۲۰۲۱/۰۸/۲۳

ښاغلی امرالله صالح او ښاغلی احمد مسعود!

هیله ده په دی و پوهیږی چی د تیرو نژدی پنځو لسیزو په اوږد کی مو هیواد او هیواد وال دومره زخمي شوی او درديدلي دي چی نور ورته د درد د زغملو توان او حوصله نه ده پاتی. دا چی دا دردونه دي د دنیا تر ټولو غریبو، نادارو او د هرڅه نه محرومو افغانانو ته د چا له لوری او ولی ور ورسیدل ډیره اوږده کیسه ده چی څیړنه او تحقیق یی کلونو وخت او د لویو او ضخیمو کتابونو لیکلو ته ضرورت لری.

که په لنډه توګه روان حالات له نظره تیر کړو نو داسی وئیلی شو چی په دی بدمرغیو کی زمونږ دهغو وطنوالو برخه ډیره درنه ده، چی د پردیو د تاثیر لاندی د چپې او ښې لوری د افراطی او رادیکالو ایډیالوژیو پلوی کوله او د خپل تاریخی هیواد افغانی کودونه یی ډیر بی وخته او بی موقع له پامه وغورزول. د همدی ډلو ټپلو د ناسم درک او سنجش ، دی ته زمینه برابره کړه چی د دنیا تر ټولو ستر زبرځواکونه، لومړی د وخت شوری اتحاد او د هغه تر ماتی وروسته د امریکا متحده ایالات د خپلو نورو نظامی تړون (ناټو) د ملګرو سره د غریبو افغانانو حریم ته د تیری لاسونه په ډیر قهر او ظالمانه توګه را و غزول. بی ګناه انسانان یی د زړو، وړو او ښځو په شمول و وژل، باغونه او کروندی ور وسځولې، غرونه او رغونه یی اول بمبارد او بیا یی پکی د پرسونل ضد په سوونومیلیونو ماینونه و کرل چی تر اوسه پوری هره ورځ د لسګونو وطنوالو ژوند اخلی.

د دی تر څنګ زمونږ د دی افراطی عناصرو د بی فکرۍ او پوچو احساساتو نه زمونږ هغو ګاونډیو هیوادونو چی زمونږ د هیواد او خلکو سره یی د خپلو منافعو د پاره  اوږده دښمنې لروده هم د خپلو دښمنانه پالیسیو د تعقیب د پاره په لوړه پیمانه ګټه پورته کړه او زمونږ د واحد ملت واحد وجود یی د بیلوالی تر سرحده ورساوه. او لا هم لګیا دي  همدې شوم هدف ته د رسیدو د پاره هلې ځلې کوي.

تاسودواړه ښاغلی هم د همدی دسیسی د تداوم د پاره ځکه د خپلو خلکو د ساختګی مشرانو په توګه استعمالیږۍ، چی همدا اوس ستاسو د ډلی ( جمعیت اسلامی او د نظار  شورا) ټول لوړ رتبه غړی نیم په پاکستان کی د کومی بلې معاملې د پاره د پاکستانی چارواکو سره، یو شمیر د ازبکستان او تاجکستان د چارواکو سره، یو شمیر د ایران د روحانی مشرانو سره او یوه قوی ډله مو په کابل کی د طالبانو د مشرانو سره ( چی په تیر را پرزول شوی دولت کی یی ۵۰٪  برخه لروده) په راتلونکی دولت کی د برخی لرلو په تمه په خبرو لګیا ده او ټول په دی هلو ځلو کی دی چی د تیرو شلو کالو په اوږدو کی د خپلې غلا، چور، فساد او غصب په ناوړو اعمالو پرده را خوره کاندی او د ولس له محاسبی و ژغورل شی. که دوی خپلو هدفونو ته ورسیږی نو په دی و پوهیږې چی دوی به د خپلو ګناهونو د کفارې د پاره تاسو دواړه (ښاغلی صالح او ښاغلی کشرمسعود) قربانې کاندی او د دویم بی ګټې مقاومت او یاغیتوب ټوله پړه به ستاسو غاړی ته در واچوی.

تاسو باید و پوهیږئ ، کله چی د تیر را پرزیدلی دولت د څلور لکه نه زیات شمیر مجهز وسله وال پوځ د لسو ورځو د پاره مقاومت ونه شو کړلی او تسلیم شو( که د هری معاملی په نتیجه کی تسلیم شوی وی) ستاسو مقاومت به د پنجشیر په دره کی چی له هری خوانه د طالبانو د قوتونو له لوری محاصره یاستی، څو ورځی مقاومت و کړلی شی؟ په دی کی شک مه ګڼې چی ستاسو خپل محافظین به په معامله کی راشی اولکه د نادر افشار صفوی له خوا به له منځه یوړل شی. زه نه د طالبانو مبلغ یم او نه ستاسوپه تسلیمې او مقاومت  کی کومه مدعا لرم. داچی ډیره موده می د پنجشیر د دری په اوږدوکی د زمردو د معدن خیزو زونونو په کشف او میندلو کی کار کړی اود پنجشیر د ډیرو باهمته خلکو سره می ډیری د خوند او خوښې شپی سبا کړی دی، په دی می نه پیرزو کی کیږی چی بیا ساسو د غوښتنو او د قدرت د هوسونو نه قربانی شي، نو ځکه می د ورورۍ د مشوری په توګه درته دا یو څو تکي و لیکل که مو غوږو ته در ورسیږی او غور ورباندی وکړئ. همدارنګه د طالبانو له وسله والو نه می هم دا هیله ده چی د حوصلی نه کار واخلی او بیا دی ته زمینه برابره نه کاندی \چی د پردیو د هدفونو د سرته رسیدو د پاره د خپلو وطنوالو نوری وینی هم توی شی. هره ستونزه په خبرو حل کیدلی شی، خو لږ عقل ته پکی ضرورت دی. نوره مو خوښه چی څه کوی او څنګه یی کوی. پای