ایا د بن پریکړې بیا نه تکراریږی؟

۲۰۲۱/۰۸/۲۱

ایا د ۲۰۰۱ کال د بن پریکړې بیا نه تکراریږی؟

وایی چی د پاکستان د خارجه چارو وزیر شامحمود قریشی کابل ته را روان دی اویا به هم راغلی وی. ممکن د نواز شریف د پاکستان د وخت د صدراعظم په څیربه د شکرانې د لمانځه د ادا کیدو په منظور چی په ۱۹۹۲ کال کی د مجاهیدینو د بری په وخت کی کابل ته راغلی و راځی، او که د ښاغلی زلمی خلیلزاد په څیر به چی د طالبانو د ماتیدو نه وروسته یی د نوی حکومت د جوړیدو وظیفه په غاړه وه او د المان د بن په ښار کی یی د خپلی خوښې حکومت جوړ او په افغان ولس یی تحمیل کړ. دا کرت به دا وظیفه ښاغلی قریشی ته ور په غاړه شوی وی چی په افغانستان کی د نوی راتلونکی حکومت  تهداب ګزاری وکاندی؟ او یا هم ممکن چی دواړه هدفه په دی سفر کی نغښتی وی. دا چی هرڅه وی وی به، خو د نړیوالو ، ملګرو ملتونو او په وطن کی د دننه او له وطن نه بهر د افغانانو د غوښتنو نه داسی ښکاری چی فاتح طالبان باید ډیر ژر د سیاسی قدرت خلا له منځه یوسی او لکه څنګه چی په نظامی لحاظ د پنجشیر له ولایت پرته په ټول افغانستان دوی حاکم دی، په هماغه توګه باید سیاسی تسلط هم ټینګ کاندی. د طالبانو مشران شاید په دی هم پوهیدلی وی چی د ۲۰۰۱م کال د بن د موافقو او د هغه وخت د نوی حکومت اکثر جوړونکی اشخاص له څو ورځو را په دی خوا یو شمیر د پاکستانی چارواکو سره لګیا دی خبری کوی او په راتلونکی حکومت کی غوړه برخه غواړی او یو شمیر یی په کابل او نورو هیوادو کی په همدی تمه لاس و پښې وهی او یوه محدوده کړۍ یی د غټې برخی د لاس ته راوړلو د پاره د وسله وال تهدید او مقاومت د پاره تیاری نیسی.

ما دوه دری ورځی د مخه هم د طالبانو د زعامت نه هیله کړی وه او بیا هم هماغه هیله او غوښتنه د څو نورو ټکو سره دلته تکراروم:

+ د طالبانو ښاغلو مشرانو! کوشش وکړی چی راتلونکی حکومت د هيڅ بل دولت د مشورو او غوښتنو او فرمایشونو په اساس جوړ نکړی. د خپل وطن له ټولو پوهانو، عالمانو، مدبرو او د وطن په درد له درد منو ملی او دموکراتو اشخاصو سره که د هیواد په دننه کی وی او که د هیواد نه بهر وی ( په دی شرط چی په فساد نه وی ککړ لکه اکثره د پخوانی دولت چارواکی) مشوری وکړی او د افغانی دودونو او ملی کودونو په رڼا کی یو داسی حکومت جوړ کړی چی هم ملی مشروعیت تر د لاسه کړی او هم د نړیوالو د پاره د منلو وړ وی.

+ محترمو! ښاغلی قریشی ته ښه راغلاست و وایی خو که تاسو د آزاد او مستقل او په خپلو خلکو او ملت متکی یاست او غواړی چی دا تکیه یوه فولادی تکیه جوړه شی نو، د قریشی، د بایدن، د سرګی لاروف، د خامنیی او بل او بل په خوښه او غوښتنه حکومت مه جوړوی، بلکی د افغان ماهرانو او مسلکی کسانو نه چی د کار اهل وی حکومت جوړ کړی او دا ملی رسالت چی غاړی ته مو اچولی په سمه توګه تر سره کړی.

+ ښاغلو! تاسو باید و پوهیږی او دا خبره ومنئ چی د افغانستان تقریباً ټول خلک ستاسو په څیرحتی تر تاسو ښه مسلمانان دی او د اسلامی لوړو اصولو د منلو سره هيڅ ستونزه نه لری، نو پام وکړی چی هیڅ افغان ته د کافر، مرتد او دهری په سترګه و نه ګوری او کوښښ وکړی چی خپل او هم د نور عیبونه د تشنج په ځای په خبرو او منطقی استدلال سره حل کړی.که داسی ونه کړی بری نشی میندلی. نوره موخوښه. پای