هیواد

هیواد

جوړ د تورو په بنياد ئې، تل اباد اوسې هېواده!
د سرلوړي ملت کور ئې، تل آزاد اوسې هېواده!
ته وطن د مېړنو ئې، ته ټاټوبى د غښتلو
ته وطن د پرگنو ېې، ته مسکن ئې د ښاغلو
ته مدفن د شهيدانو، مدام ښاد اوسې هېواده!
کاشکې نه واى رالوى شوي، لوټماران ستا په لمن کې
دا چې تا په پردو پلوري، تجاران ستا په لمن کې
چا خرڅ کړى په لويديځ ئې، د يو څو ټنگو لپاره
چا خرڅ کړى په ختيځ ئې، د يو څو ټنگو لپاره
په امان له هر قاتل او هر جلاد اوسې هېواده!
د متين د ژوند زانگو ئې، په بد حال مې پېرزو نه ئې
په بمونو او مرمو، د خپل پردو د ويشتو نه ئې
هېوادونو د جهان کې، لوړ هېواد اوسې هېواده!
­­­­­­­­­­­­­­­­­­­مصئون اوسې له طوفانه، کلک بنياد اوسې هېواده!

جون ­ ٢٧ ­ ٢٠٠٣

کليفورنيا