اعليحضرت امان الله خان

د اعليحضرت امان الله خان اصلاحات  او سقوط

«دوهمه برخه»

کندهار ته د سفر په ترڅ کي د خلکو په منځ کي د هغه له یوې وینا څخه ښکاري چي حکومتي ادارې ټولي په فساد کي ډوبي دي. هغه ته اداري فساد له ډیرو  پخوانیو وختونو څخه په میراث پاته سوی وو او د ده لپاره ګرانه وه چي په یوازي سره یې د دې مهلک اجتماعي دښمن ریښې ایستلي وای. هغه خلکو ته په وینا کي وویل چی ما د خپل مظلوم او نیستمن رعیت د سر او مال څخه د ظالمانو او تیري کونکو د لاس لنډولو لپاره نظامنامې جوړي کړې. خو څوک په هغه عمل نه کوي او یا سم نه دي ورباندي پوهیدلي. حاکم د خلکو هستي د ځان بولي او وایی چي خلک باید رشوتونه ورکړي او میلمستیاوي ورته وکړي. ملا وایی خلک باید هغه ته خیراتونه ورکړي او څوک یې باید له حلواخوریو څخه را ونه ګرځوي. کاتب وایی له خلکو څخه پیسې اخیستل د هغه حق دی. قاضي فتوا ورکوي چي د خلکو د دعوو د فیصله کولو په وخت کي چي له هغوی څخه هر څه وغواړم هغه ماته حلال دي. حاکمیت قانون ص ۸۴

اعلیحضرت امان الله خان له یوې خوا د هیواد د عصري کولو او پر مختګ لپاره په هره برخه کي ژور اصلاحات پیل کړل او له بلي خوا، په یوازي سر، د خپلو ټولو مخالفو ملایانو، روحانیونو، خانانو، فاسدو او رشوت خورو مامورینو او داړه مارانو او قاتلانو په غیږ ورغی. هغه فکر کاوه چي که یو زړه ور او وطن پالونکی مشر له جدیت څخه کار واخلي نو غلا، فساد او بې امنیتۍ ته خاتمه ورکولای سي. په داسي حال کي چي تر څو پوري د غلا او بې امنیتي علتونه له منځ ولاړ نه سي یوازي د داړه مارانو په نیولو او په سزا رسولو کار نه کیږي. اعلیحضرت امان الله خان د کندهار د سفر په خاطراتو کي لیکي چی د کندهار امنیت په دې اندازه خراب سوی وو چي که ما ګناه کارانو ته سزا ورکړې نه وای نو امنیت به نه وای راغلی. بالاخره مي د مفسدینو په سزا رسولو او وژلو بنا وکړه او څو ورځي مي د قصابانو په څیر قصابي وکړه. په زړه کي مي وویل چی زه کندهار ته د کار لپاره نه بلکه د قصابۍ لپاره راغلی یم. تر څو چي په څو ورځو کي مي کندهار له اشرارو څخه پاک کړ او ښار آرام سو او په ټول ښار کي نه لوی او نه کوچنی غل لیده کیدی. اعلیحضرت امان الله خان ټول هغه ظالم خانان، چي دی یحیی خان د مثال په توګه یادوي، په سزا ورسول او ځیني یې  اعدام او قتل کړل چي د خپلو ځانونو د ساتلو او دښمنانو د ځپلو لپاره یی غله او داړه ماران ساتلي وه.  حاکمیت قانون ص ۲۲۴

د افغانستان په تاریخ کي به هیڅ مشر د خپلو خلکو سره دومره له نیژدې نه وي کښینستلی او دومره د زړه له کومي مینه به یې نه وي ورسره کړې. اعلیحضرت امان الله خان خپل سلطنت د هیواد د اکثریت مظلومانو او غریبانو باله اود کندهار خلکو ته د خپلي هغي وینا په ترڅ کي چي د پچي په اساس یې د عسکري خدمت د ښیګڼو په باره کي ورته کوله وویل” ټول په دې پوه سی چي زما سلطنت د خان او ملا، ملک او مخورینو سلطنت نه دی. بلکه زما حکومت د عاجزانو، غریبانو، کروندګرو او کسب کارانو د ژوند د ښیګڼو دپاره دی. او په هره وسیله چي کیږي د افغانستان د عام ملت د سمسورتیا او خوښیو لپاره به خدمت کوي. څرګنده خبره ده چي کله ټول ملت آرام او خوشاله وي نو خانان او د نفوذ خاوندان به هم ورسره خوښ وي. نن غرمه که څه هم چي څوک به نه وي پوهیدلي چي ما ولي ډوډۍ ونه خوړه خو علت یې دا دی چي ما ولیدل چي تاسي ټول په چمن او د باغ پر سړکونو باندي د جرګې په انتظار ناست واست. او ستاسی خانانو او مشرانو د سلامخانې په برنډه کي ستاسي په مخ کي پر چوکیو او میزونو باندی ډودۍ خوړله. ما چي دا حال ولیدی نو په زړه کي مي وویل چي زما دي زهر سي! چي ستاسي په مخ کي ډوډۍ خورم” حاکمیت قانون ص ۹۳

اعلیحضرت امان الله خان په کندهار کي د خپلو ویناوو په ترڅ کي څو ځله د خرقې شریفي بست ته، چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله، اشاره وکړه او وې ویل چي د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت دپاره دی. هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دی، د پټیدلو ځای نه سي کیدلای. دغه راز یې په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پف را غورځوي، د خاینانو توپونه په چف بندوي او د ماشین ګنو ګولۍ په تف بندوي. ده وویل چی زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه تول کاینات پیدا سوي دي له دښمن سره د توري په زور جنګیدی او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو. نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ. دا خبري که څه هم چي د شریعت له مخي سمي وي خو په دې برخه کي د بیسوادو عوامو لپاره د ملا او پیر خبري، چي دوی له وړوکوالي عادت ورسره نیولی وو، ډیري مهمي او پرحق ښکاریدلې او د ده پر منطق یې غوږ نه سو نیولای.  هغه کتاب ص ۸۹

ستونزي او عکس العمل

اعلیحضرت امان الله خان په داسي یوه وروسته پاته ټولنه کي اصلاحات پیل کړل چي په هره برخه کي یی کار ته ضرورت درلود. په افغانستان کي امیردوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، د امیرامان الله خان نیکه امیر عبدالرحمن خان او د ده پلار امیرحبیب الله خان هر یوه په خپلو وختونو کي پوځي، اداري، مالي، صنعتي او کلتوري اصلاحات راوستلي وه. نه یوازي د جدی عکس العمل سره مخامخ سوي نه وه بلکه لا یی هرکلی هم سوی وو. خو د امان الله خان اصلاحاتو له هغوی سره توپیر درلود. د هغه اصلاحاتو انقلابي بڼه درلوده او د ټولني هره برخه یی په نظرکي نیولې وه. د افغانستان په څير یوې وروسته پاته ټولنه کي دغه راز اصلاحاتو قوي مرکزي حکومت، غښتلي او وفادار پوځ، قوي مالي بنسټ او منابعو او د اصلاحاتو طرفدارو یوه یا څو ګوندونو، تبلیغاتي او تنظیمي قوت، ته ضرورت درلود. د اعلیحضرت امان الله خان سره په دې ټولو لازمو وسایلو کي تقریبا یوه هم نه وه. د ښووني او روزني په شمول، د هغه  تقریبا ټول اصلاحات انقلابي وه. که یی د ځینو تود هرکلی وسو نو د ځینو سره یی له لومړۍ ورځي مخالفت څرګند سو. که امان الله خان خپله ټوله، او یا زیاتره، توجه د ښووني او روزني او مطبوعاتو خواته اړولې وای او د دې ترڅنګ یی، د هیواد د مالي امکاناتو سره سم، د صنعتي او تجارتي اصلاحاتو ته مخه اړولې وای نو ښایی هم یی د افغانستان د پر مخ بیولو ارمان پوره سوی او هم ښایی د چنداني لوی عکس العمل سره مخامخ سوی نه وای. د ده نیکه امیرعبدالرحمن خان هم په هیواد کی د پیرانو او ملایانو له مخالفتونو سره مخامخ سو. هغه هم د ملایانو او پیرانو امتیازات یا لږ کړل او یا یی له منځه یوړل. حتی د کندهار په خرقه شریفه کي یی د کندهار تر ټولو لوی دیني عالم، ملا عبدالرحیم، په خپل لاس وواژه مګر چا ځکه عکس العمل ښکاره نه کړ چی یو خو یی قوي مرکزي حکومت درلود او بل یی ملایانو ته داسي پلمه په لاس نه وه ورکړې چي هغوی په جوماتونو او کلیو کی د هغه پر ضد کار ورڅخه واخلي.

له اعلیحضرت امان الله خان سره، د خپل پلار او نیکه په څير، غښتلی مرکزي حکومت او پوځي قوت نه وو. هغه په دغه حال کي هم له ملایانو سره، چي هر ګړی یی له ټولو عامو او بې خبرو خلکو سره تماس درلود او ټولو یې هري خبري ته غوږ ایښود، او حضرتانو سره، چي په سل هاوو زره مریدان یی درلودل، مخامخ سو. که اعلیحضرت امان الله خان، چي په ټول هیواد کي یی د غازي په نوم شهرت او محبوبیت درلود، ملایانو ته په لوی لاس د خپل ځان پرضد د تبلیغ لپاره پلمې نه وای ورکړي ښایی دونه ژر یی د ده قدرت ته صدمه نه وای رسولې. خو هغه  د خپل هیواد د دیني عالمانو او ملایانو د خپه کولو ترڅنګ، چي د هر ډول مترقي اصلاحاتو سره یې مخالفت ښودی، خپل پوځ، چي پلار او نیکه یې په ډیرو خواریو روزلی او تنظیم کړی وو، او ده هم د اصلاحاتو په عملي کیدلو کي، ډیر زیات ضرورت ورته درلود، په لوی لاس داسي کمزوری کړی وو، چي بالاخره یی د یوه عادي داړه مار سره د مقاومت کولو او پر شا تمبولو توان نه درلود.

د پوځي جبری خدمت موده یی له دوو کالو څخه دریو کالو ته اوږده کړه. زاړه پوځي قطعات یې، چي ښه روزنه او تجربه یې درلوده، رخصت کړل او ځای یي ځوانانو ته ورکړ. د زړو پوځي قطعاتو عسکرو په میاشت کي شل روپۍ تنخوا درلوده خو ځوانو قطعاتو ته یې په لومړي سر کي د میاشتي دوولس رپۍ وټاکلې او بالاخره یی هغه تنخوا هم په میاشت کي پنځو روپيو ته را کمه کړه. پولادا ص ۷۶ طبیعی خبره ده چي له عسکري خدمت سره د عسکرو او صاحب منصبانو علاقه کمه سوه او پوځ ورځ په ورځ کمزوری سو. میرغلام محمد غبار، چي په هغه وخت کي ځلمی وو او هر څه یې په سترګو لیدلي دي، هم د پوځ، په لوی لاس، کمزوره کیدلو ته اشاره کوي او وايي چي له پوځ څخه هغه  تجربه کار او تکړه کسان چي د استقلال په جنګ کي یی توره کړې وه یا له کاره ګوښه سوه او یا حتی بندیان سول او پر ځای باندي یې نایب سالار محمود سامي او هغه ته ورته کسان وټاکل سول. غبار ص۸۱۱ حتی لودویک آدمک خو لا په دې عقیده دی چی امان الله خان د خارجي یرغل خطر نه احساساوه او فکر یې کاوه چي د داخلي مخالفتونو او احتمالي ښورښونود ځپلو لپاره وړې پوځي قوې ته، چي د هوایی قوې ملاتړ وسره وي، اړتیا لري. ځکه یې نو د الوتکو د اخیستلو په نامه د عسکرو څخه یوه میاشت تنخواوي وګرځولې او هغه تجربه کار صاحب منصبان یې چي لا هم په پوځ کی وه یو په یو له پوځه وایستل. آدمک ص ۸۶

سپه سالار محمد نادر خان د اعلیحضرت امان الله خان له دغو پوځي اصلاحاتو او له پوځ څخه د تجربه کارو صاحب منصبانو د ایستلو او ګوښه کیدلو له پروګرام سره ډیر سخت مخالفت وکړ. خو محمود طرزي، چي د ترکیې ډیر ټینګ طرفداروو او د هغه هیواد د ټولو پوځي اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، د اعلیحضرت امان الله خان د نویو پوځي اصلاحاتو ملاتړ وکړ. زاړه او تجربه کار صاحب منصبان د نادر خان په طرفداري ودریدل او ملکي مامورینو زیاتره د محمود طرزي ملاتړ وکړ. په دې توګه په کابینه کي لومړنی جدي درز را پیدا سو. پولادا ۱۱۶

د اعلیحضرت امان الله خان له پاچهی څخه ایله یو کال تیر سوی وو اعتمادالدوله سردار عبدالقدوس خان له کندهار څخه کابل ته د مجددی د کورنۍ دوو مشرانو شمس المشایخ فضل محمد مجددي او نورالمشایخ فضل عمر مجددي ته یو مفصل لیک واستاوه او په هغه کی یې د اعلیحضرت امان الله خان د چټکو اصلاحاتو، مشروطه شاهي نظام او خارجه وزیر محمود طرزي څخه ژوره کرکه څرګنده کړې او د کندهار له علماوو څخه یې غوښتي وه چي د مشروطه نظام د ردولو او د ټولو مشروطه غوښتونکو د ریښو ایستلو او د قتلولو فتوا تر لاسه کړې. د کندهار څلیرویشتو دیني عالمانو، اوو تنو قاضیانو او دریو سیدانو د سردار عبدالقدوس خان په غوښتنه  یوه فتوا صادره کړه او په هغې کي یی مشروطه شاهي یو مردود نظام اعلان کړ خو د مشروطه غوښتونکو د قتلیدلو فتوا یې ورنه کړه. د کندهار عالمانو په هغه فتوا کي دغه راز ویلي وه چی قزلباش د قبلې خواته سجده کوي، د قرآن مجید تلاوت کوي او د شهادت کلمه وایی. ځکه نو هغوی ټول مسلمانان ګڼل کیږي، له هغوی سره نکاح روا ده او د سر او مال ساتنه یې باید وسي. حقیقت التورایخ ص ص ۳۸۷-۳۸۹

موږ ګورو چي ملایانو، روحانیونو او د زاړه فکر څښتنو عالي رتبه مامورینو د اعلیحضرت امان الله خان د قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه د هغه د نظام او اصلاحاتو د مفکورې سره مخالفت پیل کړی وو. اعلیحضرت امان الله خان د تبلیغاتو لپاره تقریبا هیڅ وسایل په لاس کي نه لرل خو مخالفینو یې هره ورځ، د جوماتونو د ملایانو، امامانو، شیخانو او مریدانو له لاري، خپل د مخالفت آواز تر خلکو پوري، چي تقریبا ټول بیسواده وه، رسولای سوای. د هیواد د عصري کولو په نیت اعلان کړو او روانو کړو اصلاحاتو سره یې وړو او لویو مخالفتونو کرار کرار زور واخیست او، د وطن او ترقۍ د دښمنانو په لمسون، بالاخره د خوست هغه وسله وال پاڅون پیل سو چي څه کم یو کال یې دوام وکړ. په زرګونو سرونه پکښی ورغړیدل، په زرګونو کورونه تباه سول، ښارونه او کلي لوټ سول او هغه په سل هاووزره روپۍ چی باید د اصلاحاتو د پروګرام په عملي کیدلو لګیدلي وای د خوست او شاوخوا سیمو د ښورښونو په کرارولو ولګیدلې.

په خوست کي د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په مشرۍ ښورښ پیل سو. منګلو او زازیو سمدستي د ښورښیانو ملاتړ پیل کړ. د ښورښ او ناکراریو لمن ډیر ژرتر لوګر او غزني پوري ورسیده. په لوګر کي د برکي برک، برک راجان، پل علم ښارونه او کلي چور سول. حکومتي خزانې او جبه خانې د یاغیانو لاسته ورغلې. ښورښ هغه وخت سیاسی رنګ واخیست چي د امیر محمد یعقوب خان زوی   عبدالکریم له هند څخه په پټه ځان خوست ته ورساوه ، له ښورښیانو سره یو ځای سو او ځان یې پاچا اعلان کړ.اعلیحضرت امان الله خان له سپه سالار محمد نادرخان څخه وغوښتل چي د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي ل خپل نفوذ څخه کار واخلي. مګر څرنګه چي سپه سالار محمد نادرخان د جنوبي له خلکو سره ښه اړیکي درلودل او هغوی د استقلال په جنګ کي ښه همکاري ورسره کړې وه نو د جنوبي د ښورښ له ځپلو څخه یې معذرت وغوښت او اعلیحضرت امان الله خان هم هغه د دفاع له وزارت څخه برطرف او  پاریس ته یې د سفیر په حیث ولیږی. حقیقت التواریخ ص ۳۹۹

د اعلیحضرت امان الله خان تقریبا ټولو لایقو جنرالانو او لویو افسرانو د دې ښورښ په ځپلو کي برخه واخیستله. د غزني په جبهه کي د دفاع د وزیر مرستیال جنرال عبدالعزیر خان، داخله وزیر غلام محمد خان او جنرال محمد عمر خان جنګیدل. د لوګر په جبهه کي شاه ولي خان او پخوانی صدارعظم څلوراتیا کلن سردار عبدالقدوس خان او سپه سالار غلام نبي خان چرخي جنګیدل. په ګردیز کي د جنګ وزیر محمد ولي خان قومانده ورکوله او محمد صدیق خان د علی خیلو پلټني اداره کولې. د کابل والي علی احمد خان په جلال اباد کي د خوګیاڼیو ملاتړ ترلاسه کاوه. آدمک ص ۸۸

د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي د دونه لویو مقاماتو او جنرالانو د برخی اخیستلو څخه ښکاري چي د هغه لمن دونه پراخه سوې وه چي د اعلیحضرت امان الله خان سلطنت یې د نسکوریدلو له خطر سره مخامخ کړی وو. دې ښورښ څه باندي نهه میاشتي دوام وکړ. ایله د کال ۱۹۲۵ د جنوري په میاشت کي، په بشپړه توګه، وځپل سو. د دې ښورښ د ځپلو په وخت کي د اعلیحضرت امان الله خان د حکومت او پوځ کمزوري ځکه څرګنده سوه چي هغه د خپل منظم پوځي قوت په زور د یاغیانو سره د مقابلې توان نه درلود او د مهمندو، شینوارو، وزیرو، اپریدیو او هزاره قومي ملیشو څخه یې کارواخیست او د یاغیانو په مقابل کي یې جهاد اعلان کړ. په دې جنګ کي اولس او حکومت ته ډیر درانه ځاني او مالي تلفات ورسیدل. تقریبا ۳۵۰۰ کورونه بمباري او وسوځول سول. ۱۵۷۵ تنه یاغیان مړه او ټپیان سول او څلور سوه ښځي او ماشومان د یخنی او لوږي څخه مړه سول. داسي ښکاري چی د حکومتي قواوو تلفات به هم تر دې کم نه وه. د دې ښورښ په ځپلو پنځه میلیونه پونډه ، چي د حکومت دوه کلن عایدات وه، ولګیدل. امیر مجبور سو چي د  هیواد د عصري کولو ځیني پروګرامونه پریږدي او د خلکو په نزد یې اعتبار ته هم ډیره صدمه ورسیدله. ګریګوریان ۲۵۵

د کال ۱۹۲۵ د جنوري پر دیرشمه ملا عبدالله، چي  په حکومتي تبلیغاتو کي یې ګوډ ملا باله، او د هغه ملګری ملا عبدالرشید ونیول سول. عبدالکریم بیرته هند ته وتښتیدی. انګلیسی مقاماتو هغه برما ته تبعید کړ او لږ وخت وروسته یې په رنګون کي ځان وواژه. اعلیحضرت امان الله خان د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په شمول ۵۳ تنه یاغیان اعدام کړل. په سل هاوو نور نیول سوي کسان یې بندیان او تبعید کړل. په کابل کي د دې لوي بري په ویاړ څو ورځي خوښیو اړ جشنونو دوام درلود.اعلیحضرت امان الله خان ښایی دې خبري ته نه وي متوجه سوی چي ویني به وینو نه پریولل کیږي او قبایل ښایی خپل وژل سوي خپلوان تر ډیره وخته پوري له یاده ونه باسي او هر وخت د کسات اخیستلو فکر ورسره وي. بله خبره لا دا چي امان الله خان د خوست د ښورښ په ځپلو کي د جرمني او برټانیې له هوایی قواوو څخه کار واخیست. دې کار هم د هغه په مقابل کي د اولس کرکه زیاته کړه او هم یې د ملایانو دا خبره ریشتیا کوله چي امیر په زړه کي له کفارو سره جوړ دی او هغوی یې د ملاتړ لپاره جنګي الوتکي ورکړي دي. دا چي هغه د خپل داخلي ښورښ د ځبلو لپاره د خارجي الوتکو او پیلوټانو څخه کار واخیست او د ښورښیانو سره د مقابلې لپاره یی کافي منظمه قوه نه درلوده او د منګلو او زازیو سره د جګړې لپاره یې د مهمندو، اپریدیو او نورو قومونو د اولسي ملیشو څخه استفاده وکړه خلکو ته د هغه کمزوري څرګنده کړه او سړی ویلای سي چي مخالفین به یې د بل ځل لپاره نور هم زړه ورکړي وي.

د اعلیحضرت امان الله خان لپاره په کار وه چي د نیول سویو ښورښیانو د وژلو، تبعیدلو او بندي کولو پرځای، یا لږ ترلږه ترڅنګ، یې د زیانمن سوي اولس پر سر لاس ور تیر کړی او خلک یې خوشاله کړي وای. حتی زیانمن سویو خلکو ته یې رسیدلي تاوانونه جبران کړي وای. په خپلو هغو اصلاحاتو کي یې چي د ده په مقابل کي د خوست د ښورښ علت، یا لږ ترلږه پلمه، بلل کیدلای سوای ژور تغیرات او تعدیلات رواستلي وای. د خپلو پوځي قواوو کمزوری او بې نظمۍ ته باید متوجه سوی وای او د خوست د ښورښ څخه وروسته یې خپله ټوله توجه د پوځ تقویه کولو او عصري کولو ته اړلې وای. خو له بده مرغه چي یا یې ښه سلاکاران نه درلودل او یا ښایی خپلو مخالفینو او ښورښیانو ته دونه په غوسه وو چي له نرمۍ څخه یې کار اخیستلای نه سو.

اعلیحضرت امان الله خان، د دې پر ځای چي خپله توجه د پوځ تقویه کولو ته واړوي او هغه کسان ونازوي چي د ده د حکومت بنسټ او اساس ګڼل کیدلای سو ډیر مهم پوځي کسان یې، چي هم یې د خوست د ښورښ په ځپلو کي لیاقت ښودلی او هم یې د استقلال په جنګ کي کفایت ښودلی وو یا له مرکز او یا وظیفې څخه لیری کړل. د سپه سلار محمدنادرخان او سپه سلار غلام نبي خان چرخي په څیر جنرالان یې په خارج کي سفیران کړل او د سور جرنیل محمدعمرخان ناصري په څیر لایق جنرال یې په بندیخانه دننه کړ. طبیعي  خبره ده چي پر قوم، وطن او تر قۍ مین امان الله خان به دا ټول کارونه، یا اشتباهات، د هغوغلطو مشاورینو په سلا کړي وي چي له غوړه مالۍ پرته به یې بل هیڅ کمال نه درلود او له هري سلا څخه به یې مطلب د خپلو شخصي ګټو ساتل وه. له بده مرغه چي د قدرت څښتنان او زمامداران معمولا تر ترخو حقایقو او واقعیتونو د خوږو خبرو له اوریدلو سره زیاته علاقه لري. د نړۍ په تاریخ کي د هغو مشرانو او حکمرانانو شمیر زرګونو ته رسیږي چي د حقایقو پر اوریدلو یې غوږونه کاڼه کړي او د نااهلو سلاکارانو د غلطو مشورو له لاسه د نیستۍ کندي ته لویدلي دي.

ژورنالیسټ او لیکوال محی الدین انیس، چي د هغه وخت ټولي پیښي یې د سر په سترګو له نیژدې لیدلي دي وايی چي هر کله به د یوې مهمي پیښي په باره کي خبر او رپوټ د دربار دیوالونو ته نیژدې سو نو پټ لاسونه به را وغځیول او غوږونه به یې پټ کړل. مثلا د مشرقي ښورښ چي زور واخیست ایله رسمي مقامات خبر سول. او چي کله د سقاو زوی د کابل دروازې ته را ورسیدی نو د هغه د حملې د مخنیوي لپاره ترتیبات ونیول سول. د دې بیخبریو تر ټولو لوی عامل د دربار په دننه کي ناست کسان وه. او د ښورښ د دوام او د سلطنت لپاره د معکوسي نتیجې ښندلو علت هم په دربار کي دننه دغه اشخاص وه، چي نه یې غوښتل پاچا، لکه څرنګه چی دی هغسي، په پيښو خبر سي.            بحران ونجات ص ۲۳