ایا د ملایانو غونډه د ټولنیزو اصولو سره اړخ لګوې؟ 

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۶/۲۹

ایا د ملایانو غونډه د ټولنیزو اصولو سره اړخ لګوې؟ 

په پام کی ده چی سبا د پان شنبی په ورځ د  ۱۴۰۱ هـ ش کال د سرطان د میاشتی په  نهمه نیټه چی د ۱۴۴۳ هـ ق  کال  د ذوالقعدی د میاشتی د (۳۰) می او د ۲۰۲۲ م کال د جون د میاشت د (۳۰) می نیټی سره سمون لری، د کابل د ښار د لوی جرګی په تالار کی، د طالبانو د رهبرۍ په غوښتنه، د افغانستان د ملایانو یا د دوی په اصطلاح د دیني عالمانو او قومی مخورو یوه غونډه، چی ممکن د (۳۰۰۰) په شاوخوا کی ګډونکونکي به ولری جوړه کاندی. 

د طالبانو مقامات دې غونډې ته د لوې جرګې نوم نه اخلی او نه داخبره د رسنیو سره د ملت د پوهیدنې د پاره شریکوی چی د دی درې ورځنې غونډی په اوږدو کی به د کومو موضوعاتو په هکله خبری کیږی او کوم تصامیم به نیول کیږی؟ 

د دی غونډی په هکله د ډیرو کسانو په ذهن کی داسی پوښتنی را ولاړی شویدی: 

اول: – ایا دا دری زره تنه ملایان او مخور کسان، دی غونډه کی د ګډون د پاره چا ټاکلی، د کومو معیارونو په اساس ټاکل شوی او ایا دوی خبر دی چی د څه د پاره سره راټولیږی، اوکه خبر وی دوی ته دا خبر د کومی مرجع له لوری ورکړی شویدی؟ 

دویم: – ایا په دی غونډه کی دا دری زره ګډونکونکی کسان د هویت پاڼې یا تذکری لری چی دوی افغانان دی که د کوم بل هیواد اتباع دی؟ دا پوښتنه ځکه ډیره مهمه ده چی دوی مؤکلین نه لری چی دوی وپیژنې چی څوک دی؟ دوی د یوی خاصی مرجع څخه دی غونډې ته رابلل شوی دي نه د خلکو او ولسونو له خوا؟ د طالبانو اداره وایی چی دوی له هری ولسوالۍ نه دری کسان دی جرګي ته را غوښتي دي، زه چی څومره د خپلی ولسوالی د خلکو سره تماس لرم، هغوی یو هم نه پوهیږی چی په دی غونډه کی د دوی استازی څوک دی؟ 

دریم :– په افغانستان کی د اسلام د دین دوه لوی مذهبی ډلی (سني او شعیه) شتون لری، ایا په دی ګډونکونکو کی  د شعیه مذهب پیرو ملایان هم شتون لری؟ او ایا طالبانی نظام د شعیه مذهب فقی اصول چی جعفریه فقه ورته وایی په رسمیت پیژنی او دهغی په رڼا کی د حقوقی مسایلو حل منی؟ 

څلورم :ـ  ایا زمونږ په څوارلس سوه کلن اسلامی تاریخ کی ، زمونږ په هیواد کی ښځینه ملایانې شتون لری کنه؟ که یی لری نو ایا په دی غونډه کی د ښځو ونډه شته؟ او که  نه وی نو ایا دا نارینه ملایان د ټولنیزو اصولو له مخی دا حق لری چی د دوی په نه شتون کی دوی ته حق او حدود وټاکی؟ 

پنځم: – په ټولنیزو اصولو او قراردادونو کی دولت د ملت خدمتګار دی نه بادار، ځکه ملتونه دی چی د ټولنیز نظم د برقرارۍ د پاره دولتونه جوړوی او دولت ته حق او صلاحیت ورکوی چی د دوی سر او مال د تیری او تجاوز نه وژغوری، حقوق یی تا مین کاندی، خو کله چی دولت، د ملت او د اتباعو د حقونو د تامین، ساتنې او ژغورنې نه عاجز شی، نو بیا ملت ورنه صلاحیت اخلی او دولت له منځه ځي. اوس نو داسی یو دولت چی د خپلو اتباعو یو فیصد حقوق هم نه شی تامینولی، د مال او شتمنیو نه یی حفاظت او ساتنه نه شی کولی او بیا هم د زور له لاری د داسی بی صلاحیته او بی هویته غونډو په جوړیدو سره په اتباعو باندی حکمرانی کوی، ایا دا د ټولو ټولنیزو اصولو په خلاف او د فرعونیت د راژوندی کیدو د پاره  د یو څرګند ګام اخستنه نه ده؟ 

شپږم: – او وروستې خبره داچی ایا دا سی یو سرپټی او د ملت د اتباعو نه په خفاء او بی خبرې کی، د دولتی تصمیم نیونه په خپلو خلکو، ولسونو او اتباعو باندی د بی باورۍ یو لوی، ښکاره او د استبداد چلونې دلیل نه دی؟ او کله چی دولت په ملت او رعیت باندی بی باوره شی نو ایا ملت او رعیت  د استبداد لاندی په ژوند تیرولو مجبورول، د ټولنیزو اصولو نه لویه سر غړونه نه ده؟ 

هیله ده چی که په غونډه کی ګډونکونکی ملا صاحبان د اسلامی علومو نه د خبرتیا په څنګ کی د ټولنیز نظم د ساتلو په اصولو هم څه ناڅه خبروی، او د دی د پاره چی خپل خدای او رسول ته ملامت نه وی پاتی شوی، باید د خپلو خبرو په منځ کی په جرئت سره د طالبانو زعامت په دی نیمګړتیاو و پوهوی ، چی د ملت د حقونو تر پښو لاندی کیدل د عدلی محاکمی تقاضا کوی او د دی حقونو د پښو لاندی کیدونکی باید یوه ورځ د محاکمی میز ته را کش شي  او بس. و ما علینا الالبلاغ.