نه پوهېږم

[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=” تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره :” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي:” global_cnt_label=”د سایت د لوستونکو شمېره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۵/۰۷

نه پوهېږم

چي ګلان څوک خرڅوي ، اخلې به څه؟ 
چی ایمان څوک خرڅوي، اخلې به څه؟
دې بازار کې هرڅه لاندې باندې کیږي 
خو چي ځان څوک خرڅوي، اخلې به څه؟
نه پـوهـيـږم چی دا څه ســودا ګــري ده 
چی جانان څوک خرڅوي، اخلې به څه؟
په غلـطو لارو ځـي خـو وایی ســم یـم 
چی وجدان څوک خرڅوي، اخلې به څه؟
لیلام ګډ دی شات او زهر ګډ خرڅيـږی 
 خو چی ګران څوک خرڅوي، اخلې به څه؟
دا ژوندون خو په انسان باندې ښایسته دی
چي انســان څوک خرڅوي، اخلې به څه
کوم نیمـګړی چی پردی خپـلوی نه شـي
او خپـلوان څوک خرڅوي، اخلې به څه؟

مارچ ۲۰۲۲/۱۷
تورنتو، کاناډا