نوڅه وکړمه؟

۲۰۲۲/۰۵/۰۴
نوڅه وکړمه؟
ســترګې به پټـې کـړم غــوږونه به کاڼـه و نیســم
درد چی په زړه کی دی، زړګي سره نو څه وکړه؟
لکه ما شـوم خـپله خــبره کړی، د بـل نـه اوري
دی د میــا عـلی صیب لیوني سره نو څه وکـړمه؟
د زلـفـو ټال کی زنګــیدل به درنه ، نـه غـواړمه
په تنـدي پروت له تـور پیکي سـره نو څه وکړمه؟
د ګلـو باغ تـه به دی نـه درځــم تـوبـه ، تـوبـه ده
ستا د وجود خوږ پســرلی سـره نو څه وکړمـه؟
ورته خوشحال خود روژې د ماښامي غوندی شوم
له قـهـره ډک بـل پیـشــمني سـره نو څه وکـړمه؟
سـړی په دوه پښـو روان وی په څـلـورو نه ځـي
د خـپـل کاله څـلـور پښـي سـره نو څه وکـړمـه؟
پـردي، پـردي دي کلیواله کور که ګورسیزی
خپل پردی شوی، دي پردي سره نو څه وکړمه؟
اپریل / ۲۰۲۲
تورنتو – کاناډا