زه

تر دې دمه د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۱۳

زه

د ژونــدانـه په ټـولـو چارو کی ناکام زه یـم 

غلا همسایه کوی، د غلا په تور بدنام زه یم

لمرچی را وخیژی سهارشی راخوره شی رڼا 

رڼا خوره وی، خو بندي د تورمـا ښـام زه یم

جومات دبل، محراب د بل، مُبلِغْ هم د بل دی 

سـتا په نـظر کی څنګه مشر جوړ، امام زه یم؟

ناراضه نه یـم که دی و زغـمم وړه او غـټه 

له وړکــتوب درتـه ولاړ، په احــترام زه یـم

ستا سخاوت باند هم پوه یم چی څه حد نه لری

خوتل محروم دی له بخشـش اوله انـعام زه یم

که لاس ورنکړی کلیوال ته ځي ډوبیږی درنه 

‎د بد مرغـیو سین کی لاهـو یمه  انجام  زه یـم 

فبروری/ ۲۰۲۲/۰۱

تورنتو – کاناډا