آیا د «اسلامي اِمارت» جوړولو ته ضرورت شته؟

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۰۵
ډاکتر زمان ستانیزی
د امریکا د متحده ایالاتو د پاسِفیکا د لوړو تحصیلاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد

آیا د «اسلامي اِمارت» جوړولو ته ضرورت شته؟

د افغانستان مسلمان ولس له دیارلس پېړیو راهیسې په خدای او قران ایمان لری، د اسلام پر اصولو او ارکانو پابند دی، خپل دیني هویت یې ساتلی، او خپل عبادات یې د حاکمانو او پادشاهانو له مداخلې، حکم، او امر نه پرته پرځای کړی. دیني عالمانو، فقیهانو، مفتیانو، ملایانو او حتی د دین سوداګرانو دی ولس ته د دیني موضوعاتو تبلیغ کړی، خو هیڅ کله دی ته ضرورت نه دی پیدا شوی چې واکمنان دیني احکام د سیاسي احکامو په واسطه پر خلکو تحمیل کړی. احتمالاً په دی دلیل چې د دولت مشران او د دین پوهان پوهېدل چې  په قران کې د سیاسي حاکمیت هیڅ جواز نشته. برسېره پر دې رسول اکرم (ص) هم په خپلو کړو ورړو کې د دیني حکومت د تشکیل عرف یا سنت تجویز ندی کړی.

دیارلسو پېړیو په اوږد کې ددی ټاټوبی په سیاسي قلمرو کې هیڅ دیني حکومت ندی جوړشوی چې اقلاً د تاریخي سابقې د استناد له مخی د «اسلامي امارت» جوړول مورد او مفهوم پیدا کړی. د صفوي شاه عباس له خوا د هزاره ګانو مسلمانول او د امیر عبدالرحمن خان له خوا د کافرستان د خلکو مسلمانول له یوه دین نه بل دین ته د خلکو اړول و. کله چې دغو ولسونو اسلام ومانه، بیا هیڅ حکومت د دوی پر عاداتو، عباداتو، او اعتقادتو کار نه درلود.

په نړیواله کچه هم حتی د مصر فاطمیونو، د اسپانیا مرابطونو، د مغلي هند اورنګزیب، او د صفوي پارس افراطي دیانتګرو خپل حکومتونه په «اسلامي» صفت مسمی نکړل. د طالبانو حامي معاصر هیوادونه لکه سعودي عربستان، هاشمي اردن، عربي متحده امارات، او قطر هم خپل دولتونه د اسلام د کلمی نه پرته د سلطنتي کورنیو یا جغرافیایي منطقو په نامه نومولی دی.

یوازی درې معاصر حکومتونه د درې بیلابیلو او متفاوتو دلایلو له مخی خپل سیاسي نظامونه رسماً «اسلامي» اعلان کړی. پاکستان له هند سره په تضاد، تقابل، او تفاوت کې لزوماً خپل جمهوریت اسلامي نومولی ځکه د زرګونو کلونو له ګډ تاریخ او دود او دستور له مخی پاکستان له اسلامي هویت نه پرته له هند نه متمایز کیدلای نشی. نننی ایران د خپلو شیعي اعتقاداتو له مخی د اسلامي جمهوریت نومولو په ذریعه د امام آخرزمان د را ستنېدلو او هرکلی لپاره لار آواره کړی. د داعش یا «د عراق او شام د اسلامي دولت» پلویان چې نیکونو یې سل کاله پخوا د انګریزانو په لمسون د عثمانیانو د وروستني اسلامي خلافت پر ضد بلوا وکړه د خپل وجدان د عذاب د رفعی او دفعی په خاطر سل کاله وروسته پخپله د اسلامي خلافت د بیا احیا کولو په فکر کې شوی.

ددی په پرتله د افغانستان ټولنه هیڅ تاریخي، سیاسي، مذهبي، قراني، یا د محمدي سننو له مخی دلیل نلری چې له دیارلسو پېړیو وروسته د کوم دلیل یا خاص ضرورت نه پرته «اسلامي امارت» جوړ کړی. مهمه دا ده چې د تېرو دیارلسو پېړیو په اږدو کې نه د حنفی، جعفری، حنبلی/وهابی فقهی شرعو توپیر لزوما د دی مستلزم دی چې د سیاسي اسلام د  افراط لپاره  د قدرت د انحصار وسیله وګرځی، نه د افغانستان خلک کافران شوی او نه د خلکو په دیانت او ایمانداری کې کوم تغیر راغلی چې له سره مسلمانېدلو ته یې ضرورت پیدا شوی وی، نه هیڅ داسی مرجع پېژنو چې د داسی کار د اجراکولو صلاحیت یې طالبانو ته سپارلی وی.

د دغو دلایلو له مخې، هغه اِمارت چې اسلامي نومول شوی په واقعیت کې طالباني اِمارت دی او د افغانستان څه د پاسه اته دېرش میلیونه مسلمان ولس مُسَلَم حق لری چې د طالباني اِمارت له مسئولینو نه دغه مشروع، منطقي او کاملاً پرځای  پوښتنه وکړی چې له کله راهیسی، په څه سبب، او د کومې معضلې یا مشکل د حل لپاره باید افغانستان یو«اسلامي اِمارت» وګڼل شی؟ که چېری د یو نظام ټاکنه د ذوق خبره وای، پروایی نکوله، خو د دې اِمارت د جوړولو په لار کې طالبانو د افغانستان پر خلکو ډېر مشقات  تحمیل کړل او په واقعیت کې یې هغوی مجبور کړل څو د خپل منتخب حکومت پر ځای جبراً د طالبانو سلطه ومنی. نو ځکه د افغانستان خلک حق لري وپوهېږی چې ولې د داسی دیانتګرۍ تر استبداد لاندی کښېوتلی دی.

د یو معقول دلیل د ارایې په غیاب کې د طالبانو دریځ یوازی د دغې ټوکې په ترڅ کې توجیه کېدلی شی:

وایی یو ملا/طالب د مهاجرو په ډله کې سویدن ته ورسېده و او سویدنیانو په یو ځانګړی ټولنه کې دوی ته ښه راغلاست ووایه. ملا په خپله وینا کې د سویدن خلک اسلام ته را وبلل: «ای خلکو تاسی د اسلام دین ته را بولم ځکه اسلام ستاسو د ستونزو د حل لپاره یوازینۍ لار ده.»

سویدنیان: «اسلام د کومو ستونزو د حل لار ده؟»

ملا: «اسلام ستاسو د ټولو ستونزو د حل لار ده.»

سویدنیان: «مونږ هیڅ ستونزی نلرو چې حل ته یې ضرورت پیدا شی.»

ملا: «تاسی یوځل مسلمانان شی، ستونزې پخپله درته پیدا کېږی.»

د افغانستان د غمځپلی ولس حال حتی د ټوکې په طنز کې هم دردناک برېښی، ځکه د اسلامي امارت د جوړولو د ضرورت پوښتنه هسی بی ځوابه پاته ده. اسلام حق ته د تسلیمېدلو معنی ورکوی، نه ظلم ته، په تېره بیا داسی ستم چې د اسلام په نامه پر خلکو تحمیل شی. له هغه پرته د اِمارت او حِمارت تفکیک له مینځه ځی. قران په اصرار او تکرار په تعقل حکم کوی. د قرانی تعقل همدغه وجیبه پوښتنه کوی: آیا د «اسلامي امارت» په نامه د یو نظام د جوړولو په خاطر ضرور و چې د افغانستان غمځپلی ولس دی دومره قربانی ورکړی؟

د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۹ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په رسمي اعلامیه کې ادعا شوې چې د افغانستان څه د پاسه شپېته سلنه یا ۲۲۸۰۰۰۰۰ وګړي له قحطۍ سره مخ دي، نږدې ۷۰۰ زره د شیدو تغذیه کونکي ماشومان او شیدی ورکونکې میندې له سؤتغذی سره مخ دي، یوازې د طالبانو د ظلمت په لومړیو درېو میاشتو کې د هیواد د نژدی درې میلیونه داخلي بې ځایه شویو په شمېر له ۶۶۵۰۰۰ څخه زیات کسان زیات شوی، او له شاه تر ګدا پوری په زرګونو مسلمانانو له هیواد نه تېښتې ته مخه کړی…

آیا د هیواد په تاریخ کې دغه تر ټولو ستره غمیزه د دی لپاره را مینځ ته شوه څو د اسلام په نامه «طالباني امارت» حاکمیت پیدا کړی؟ آيا دا ټولی وژنې، ورانۍ، بربادۍ او تباهۍ د دی لپاره وی څو هغه خلک چې په خپله خوښه يې د خداى عبادت کاوه، له دې وروسته د طالبانو له بېرې د خدای لمانځنه وکړی؟ آيا د «وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر» قرانی خدای لمانځنه یوازی د سختۍ او عذاب له لاری میسره ده؟ آیا هغه اسلام چې په ورځ کې پنځه ځله خلک «فلاح» او سوکالۍ ته را بولي، باید لار یې له سوکالۍ نه د بیوزلۍ او بیکورۍ خوا ته واوړی؟ آیا هغه خالق چې انسان ته يې د اختیار له مخی د عبادت حق ورکړى، باید اختیار یې د تورې او ټوپک او د دیانتګرۍ د شعار په جبر تحمیل شى؟ آیا کوم دلیل او برهان یا کوم ضرورت شته چې د هغه له مخی د افغانستان ولس د سیاسي قدرت انحصار ته د اسلام تر شعار لاندی سر ټیټ کړی او د خدای حاکمیت د بند ه له استخلاف نه پرته ومنی؟

له دین او دولت سره لوبی د خلکو او خدای حقوقو ته سپکاوی دی.