اې جهانه!

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۰۲
سیدال هومان

محترم انجنیر  صاحب کلیوال!

د تاسو د ښکلي شعر په خپرولو بوخت وم څې د ما په وخت د شپی ۹ بجی سوې. دا د امریکی په ختیځ کې د کال د تحویل شیبه وه. د لوستونکو د معلوماتو لپاره باید جوته سی څې امریکه د وخت څلور زونونه لري، لکه ختیځ، منځنئ، غرنئ او لویدیځ. نو کله څې په نیویارک کی د شپی ۱۲ بجې سوې او کال بدل سو، ما ته لا هم ۹:۰۰  بجې وې.  مگر بیا هم د نوي کال د راتگ زیرئ را باندی وسو. .. خو کوم زیرئ؟ زه څنګه کولای سم  څې

ســږ کال هم مُبـارکی درته و وایـم  هیواد والو
خو په دی خـتمیدلی نشي، د ناورین لیسیزې نوې
دا تیرڅلویښت کلونه، ما ولیدل  څې څه شول
په  هیواد کې هدیروته سوې ډالی، افغان ککرې
(س.ه.)

زه هم په خپل وار  په داسی حال کې څې نه سم کولای د نوي عیسوی کال مبارکی وطنوالو ته ډالۍ کړم،  د انجنیر وکیل متین د یو شعر په بیا خپرولو سره غواړم ، خپل او د غمځپلوهیواد والو د زړه بړاس په دی توگه و باسم  او ډالۍ یې کړم:

سیدال هومان
د آریانا-افغانستان مسئول

اې جهانه!

هره خوا په غم اخته ده ، ای جهانه! ولی نه مرې؟
بلبلان در ځینی تښتي، ګلستانه! ولې نه مرې؟
خپل منزل درنه هیر شوئ، پای دې چا ته معلوم نه دئ
چیرته ځې د چا په خوښه، اې طوفانه! ولی نه مرې؟
خپل بچیان په غیږ کې وژنې د پردی شاباس لپاره
دومره ټیټ شوې د بل پښو ته، اې انسانه! ولی نه مرې؟
پرون تیر د نن په هیله، نن په هیله د  سبا شو
ته گوگل کې لا ترپیږې، اې ارمانه! ولی نه مرې؟
جنازې د سرو ګلانو درنه ځي ته خبر نه ئی
زه متین درته حیران یم، اې بوستانه! ولی نه مرې؟

رژیدلي ګلان
انجنیر عبدالوکیل متین