اعلیحضرت امان الله خان

۲۰۲۱/۰۸/۱۷

له سفر څخه تر ستنیدلو وروسته اصلاحات او سقوط

«څلورمه برخه»

اعلیحضرت امان الله خان بهر ته د خپل اوږده، څه باندي شپږ میاشتني، سفر په ترڅ کي د هیوادونو له مشرانو، جمهوروریسانو او پاچاهانو سره وکتل او په هر هیواد کي یې دونه تود او شانداره هرکلی وسو چي ښایی د ده او ورسره ملګرو تر انتظار به یې هم لوړ وو. اروپا ته د هغه د دې اوږده سفر په جریان کي ورځپاڼو، وخت به وخت او هره ورځ، د هغه د سفر د جریان په باب مضامین او عکسونه خپرول. د پایتختونو په لارو کوڅو کي کله کله په زرهاوو ښځو او نارینه وو د هغه هرکلی کاوه . طبیعي خبره ده چي دې هرکلیو به د هغه پر روحیاتو اغیزه کړې وي. هغه به یې مغرور او خوخواه کړی وي او داسي فکر به یې کړی وي چي د یوه ستر او ترقي غوښتونکي پاچا په حیٍث په خپل هیواد کی د هرډول تغیر را واستلو توان ورسره دی. د اروپایی هیوادونو پر مخ تللي کلتور او صنعت د هغه په زړه کي د افغانستان د پر مخ بیولو تنده نوره هم زیاته کړه او ښایی د همدغه اوږده مسافرت په جریان کي یې په خپل هیواد کي د ژورو، چټکو او آني تغیراتو راوستلو فیصله کړې وي.

اعلیحضرت امان الله خان خلکو ته، په هرات او فراه کي هم، د اصلاحاتو او ښځو د حقوقو او اجتماعي دریځ په باب ویناوي کړي وې او چي کله کابل ته ورسیدی نو هم یې د کندهار وینا ته ورته خبري وکړې. د اګسټ پر نهه ویشتمه یې زر کسیزه لویه جرګه را وبلله، څو د ملت سره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په باب د زړه خواله وکړي او هغوی ته وښيي چي د اروپا له سفر څخه یې څه تر لاسه کړي دي. د ډیلي میل  خبریال رانلډ وایلډ، چي د دغي لویی جرګې په وخت کي حاضر وو، د افغانستان د لیري پرتو سیمو او کلیو څخه راغلیو وکیلانو باندي د اروپایی لباس او خولیو د تحمیلیدلو او د هغوی د وارخطایی او خندونکي حالت په باب پرله پسې رپوټونه خپاره کړل. د جرګې په جریان کي سفیر فرانسیس همفریس ورته ویلي وه چي هغه باید ډیر ژر د کابل څخه ووزي. په کابل کي ښایی ډیر ژر حالات خراب سي او که ده ته څه ورپیښه سي نو سفارت یې مسولیت پر غاړه نه سي اخیستلای.   وایلډ ص ۱۸۴

اعلیحضرت امان الله خان د پغمان په دریمه لویه جرګه کي، چي ۱۰۰۱ تنو استازو برخه پکښی درلوده، د صنعت او تعلیم او تربیې پر موضوعاتو برسیره  یو ځل بیا د ښځو د ازادۍ مسلې ته ډیر زیات زور ورکړ. د جرګې په جریان کي یې د خپلي میرمني ثریا او خپلي کشرۍ خور نورالسراج مخونه لوڅ کړل او په دې توګه یې وښودل چي د ښځو د لوڅ مخی په مسله کي پر خپله فیصله ټینګ ولاړ دی.  هغه ښځو ته په یوې وینا کي وویل چي ستاسي میړونه تاسي په بندیخانو کي ساتي او تاسي په ژوندوني ښخوي. زه وایم د حجاب په برخه کي د خپلو میړونو پر خبرو غوږ مه نیسی. او که چیري ستاسي میړونه تاسي په زور د حجاب اغوستلو ته مجبوري او یا مو د سات تیري او تفریح ځایونو ته نه پریږدي خپل میړونه وولی او حتی دی حاضر دی چي ښځو ته وسلې ورکړي. سټیوارټ  ص ۳۷۷( البته د اعلیحضرت امان الله خان دا خبره یوازي د برهان الدین کشککي، چي نادرخان ته د خوش خدمتۍ او غوړه مالۍ له امله، له امان الله خان سره دښمني ښیی، د نادر افغان په نوم په کتاب کي راغلې ده. ص ۳۲۳او سټیوارټ هم ښایی بل مأخذ ونه لري)

د سپتامبر پر پنځمه د لویی جرګې غونډي پای ته ورسیدلي. د جرګې غړو د امان الله خان پیشنهادونه منظور کړل او د هغه تقریبا ټول پلانونه یې ورسره ومنل خو د جرګې اکثریت غړو د هغه دا پيشنهاد چي ویل یې د ښځي دپاره دي د واده کولو سن اته لس او د نارینه دپاره دي دوه ویشت وټاکل سي په کلکه رد کړ. دغه راز یې د نجونو لپاره په داخل او خارج کي عصري غربي تعلیم او تربیه رد کړه.  ګریګوریان ص  ۲۶۰    ګل اغا مجددي پوهیدی چي د جرګې غړي تقریبا ټول خوابدي او د امیر د نویو اصلاحاتو ، په تیره بیا د ښځو د لوڅ مخیو، تعلیم او تربیې او حقوقو سره مخالف دي. دی پوهیدی چي هغوی ټول به خپلو کلیو او بانډو ته داسي پیغامونه ورسره یوسي چي په ټولو سیمو کي به امان الله خان ته د مخالفت او بغاوت اورونه بل کړي. پخپله ګل آغا او معصوم مجددي د قاضي محمد عثمان او اوو تنو لویو ملایانو سره په پټه د خوست پر خوا روان سو. د څلورو سووو ملایانو له خوا لاسلیک سوې فتوا یې ورسره واخیستله چي امیر امان الله خان یې کافر بللی وو. که څه هم چي هغوی په خوست کي ونیول سول او امان الله خان له ګل اغا او معصوم مجددي پرته نور ټول نیول سوي کسان اعدام کړل، خو نورالمشایخ ګل آغا مجددي یې بیرته د شمس المشایخ شیر اغا  مجددي په غوښتنه خوشي کړ.   پولادا  ص  ۱۷۰   ګل آغا د امان الله خان د غوښتني سره سم د افغانستان څخه ووت او په دیره اسمعیل خان کي یې ځای ونیوی او هلته یې د ساده پښتنو او زرهاوو مریدانو په غولولو او لمسولو، چي دم او چوف او پیر او کرامت ته یې د اسماني کتاب او احکامو په څیر عقیده درلوده، بناء وکړه.

دا وخت د کابل په شمال کي د کوهدامن، کلکان، استالیف او نورو برخو کي، د حبیب الله کلکاني او سید حسین په مشری، یوې ډلي غلو او داړه مارانو د لویو لارو امنیت خراب کړی وو. په هغه سیمه کي حکومتي اداره دونه کمزورې وه چي د دې غلو مخه یې نه سوای نیولای.

د جرګې څخه وروسته لنډو شپو ورځو کي په شینوارو کي یو ښورښ پیل سو چي تقریبا د ټولو وروستیو بدمرغو پیښو پیلامه سوه، او کیدلای سوای چي په لومړي سر کي یی په ډیره اساني مخه ونیوله سي، د مرکزي حکومت او ولایاتو ترمنځ له یوې خوا او د ولایاتو او اولسوالیو او کلیو ترمنځ له بلي خوا مناسب ارتباط موجود نه وو. د مرکزي حکومت دښمنانو او هغو کسانو چي ښایی له حکومت سره به یی خاصه دښمني نه درلوده بلکه له اوضاع څخه به یی ګټه پورته کوله له دغي بې ارتباطی څخه پوره ګټه واخیستله او د مرکزي حکومت او د حاکم او حاکم اعلی پر ضد یی راز راز تبلیغاتو او اوازو ګډولو ته زور ورکړ. دې تبلیغاتو هغه وخت زیات زور واخیست چی د پغمان د لویی جرګې استازي، چي اعلیحضرت امان الله خان  غوښتل د هغوی په وسیله خپل پیغامونه تر خلکو ورسوي، خپلی سیمي، شینوارو، ته ورسیدل او د جرګې او د هغې د نویو فیصلو په باب یی داسي تبلیغات او پروپاګنډونه وکړل چی د شینوارو د ښورښ اور یی تر پخوا لا تازه کړ. بحران ونجات ص ۳۶  اعلیحضرت امان الله خان په دغه راز یوه چاپیریال کي، چي نه یی پیغام او نه یی ږغ د خپلو خلکو تر غوږونو رسولای سوای اقتصادي، سیاسی، اجتماعي، اداري، نظامي او فرهنګي اصلاحات پیل کړل او غوښتل یی چي په لنډ وخت کی خپل هیواد د سیالانو سیال کړي.

اعلیحضرت امان الله خان په داسی  یوه  وروسته پاته عنعنوی  او په دننه کی  پر متخاصمو فرقو او قومونو وېشل سوې ټولنه کی اصلاحاتو ته ملا وتړله چی  په هغې کی  هر اصلاحی پروگرام  د یوه انقلاب را وستلو معنی درلوده. د دې اصلاحاتو  په پیل کېدلو، تعقیبېدلو او ناکامېدلو کی  د اعلیحضرت امان الله خان شخصیت  او اغېزه تر بل هر څه زیات مطرح دي. دا ځکه چی  افغانستان شاهی نظام درلود ، او شاهی نظامونه که  هرڅونه ډیموکراټیک هم وای بیا هم پاچا تر ټولو قواو برتر او تر ټولو یې برخه او مسولیت زیات و. په عمومی صورت  ویلای سو چی  اعلیحضرت امان الله خان پر وطن او ترقۍ مین شهزاده و، خو په یوه وروسته پاته ټولنه کی د دونه ژورو او حتی آنی اصلاحاتو  د راوستلو دپاره یوازی  وطن پالنه او مینه کافی نه وه. امیرامان الله خان بیا هم یو شهزاده وو. هغه د ژوند ترخې او خوږې نه وې لیدلي. هغه ته قدرت په میراث پاته سوی ، او د اصلاحاتو د پروگرام له جدیت څخه یې ښکاري چی  د خپل وطن په حالاتو سم خبر نه وو.

د افغانستان په تاریخ کی ښایی  ډېرو لږو مشرانو د اعلیحضرت امان الله خان په څېر  د ټولني په ټولو طبقاتو کی محبوبیت درلودلی وي. یوازي د غازی نوم کافی وو، چی د هغه په مقابل کی هر ډول ښورښ  شرعا ناروا کړي  او ټول  مخالفین یې باغیان وبلل سي. ښايی دغه محبوبیت ، او د ده په نزد د اصلاحاتو  حقانیت، هغه دونه مغرور کړی و چی د محمود طرزی په څېر هوښیار او وطن پالونکي او د نادرشاه په څېر تکړه او محتاط ملگري یې خوابدي کړل او د محمد ولی خان، محمود سامي او علی احمد خان په شان  احساساتی، غوړه مالو او پر خپلو شخصی گټو مین کسان یې پر ځان را وگرځول. هغوی اعلیحضرت امان الله خان د ټولني  له ټولو واقعیتونو څخه بې خبره وساتی او هم یې د هغه د قدرت او ژوند  په  حساسه مرحله کی  ځانونه ورڅخه گوښه کړل او حتی د دښمن سره یې  همکاري وکړه.‏ پولادا ص ١٢٣-١٢١‏‎

محمود طرزي، چی د امیر امان الله خان  له ناکارو او غوړه مالو درباریانو سره یې چندانی گوزاره نه سوای کولای، له کابل څخه  دعلاج دپاره سویس ته ولاړ. هغه که څه هم چی د اوږدې مودې دپاره په اروپا کی پاته سو، خو له اروپا څخه یې  په افغانستان کی هغه څه لیدلای سوای چی  امان الله خان  د کابل له ارگ څخه نه سوای لیدلای، او یا یې چا د لیدلو مجال نه ورکاوه. محمود طرزي   د کال ١٩٢٧ د ډسامبر  د میاشتی څخه مخکی، چی امیر امان الله خان د اروپا او اسیا د اوږدې دورې د پیل کولو دپاره تیاری کاوه، ځان  له سویس څخه کابل ته ورساوه او اعلیحضرت امان الله خان ته یې  وویل چی  د افغانستان څخه په هیڅ توگه او د هیڅ مقصد دپاره د خارج په دونه اوږده سفر روان نه سی، ځکه چی د افغانستان وضع د هغه د دونه اوږده غیابت دپاره مساعده نه ده.‏ ‎ دوپرې ص ۴۵۰     خو امیر امان الله خان د هغه مشوره ونه منله او د هغه کال د ډسامبر په میاشت کی  د اروپا او آسیا په اوه میاشتنۍ  دوره روان سو. اعلیحضرت امان الله خان پر خپله خبره ټینگ ولاړ وو. نه یوازی یې  د اروپا د دونه اوږده سفر عزم فسخ نه کړ، بلکه محمد ولی خان یې، چی مخکی یې  اروپایی هیوادونو او امریکا ته  د سیار سفیر په حيث  استولی و، د سلطنت د مقام د کفیل په حيث وټاکی، او سفر یې پیل کړ. ‏‎ پولادا ص ٢٠١‏

سړی نه پوهېږي چی  امان الله خان  به د خپلو اصلاحاتو  دعملی کېدلو دپاره د چا پر زور حساب کړی وو. ځکه چی د هغه اداري، پوځی، اقتصادی او اجتماعی اصلاحاتو  له هغه څخه د لوړو او کښتو رتبو مامورین ، پوځی افسران، خانان او ملکان او د ټولنی پر عنعناتو مین خلک ټول خوابدي کړي وه. پولادا  ص ١٢٠  . د هغه پر ضد په جوماتونو کی تبلیغات  روان وه او لویو ملایانو او پیرانو پر هغه باندی د کفر فتوا لگوله او ده بیا هم خپل اصلاحات په داسی توگه عملی کول لکه چی اصلا څه پېښه  سوې نه وي.

په دې کی شک نسته چی ملایان، په تېره بیا پیران، چی هر وخت یې د انگلیسانو، سیکهانو او نورو غیر اسلامی  قوتونو او ملکونو په مقابل  جگړه کی  تر هر چا او منظمو پوځونو او قواو زیاته او فعاله ونډه اخیستې وه، د افغانستان  د استقلال د جنگ په وخت کی د اعلیحضرت امان الله خان تر ټولو ټینگ ملگري وه. مگر امان الله خان  ته باید  دا خبره څرگنده وای چی پر ملایانو او پیرانو باندی یوازی د جهاد په وخت کی حساب کېدلای سی. او کله چی د افغانستان په څېر وروسته پاته، بېسواده او پر خپلو عنعناتو باندی میني ټولنی کی  د اجتماعی اصلاحاتو، او هغه هم د امان الله خان  په څېر انقلابی  اصلاحاتو، حرکت پیل کېږی، نو ملایان او پیران تر ټولو  د قوي او خطرناک دښمن په  حيث د بې سوادو او بې خبرو خلکو د رهبرۍ بیرغ اخلی. او په هغه صورت کی یوازی منظم او قوي پوځی قوتونه  او مرکزی غښتلی حکومت  د هغوی په مقابل کی مقاومت کولای سی.

په داسی حال کی  چی اعليحضرت امان الله خان خپل پوځ پخپله کمزوری کړی، او د مرکزی  حکومت ډېرو سترو مقاماتو یې د ناراضی او فعالو سیاسی پیرانو ، د شور بازار له حضرتانو، گل آغا او شیرآغا سره اړېکی درلودل، او د امان الله خان پر ضد دسیسو کی یې برخه ورسره اخیستله.   ستیوارټ ص ٣٣٠

بر سېره پر دې  چی د امان الله خان د اجتماعی اصلاحاتو په مقابل کی پراخ مذهبی عکس العمل موجود، او تقریبا په هر جومات کی پنځه وخته  په میلیونو مسلمانانو د هغه په مقابل کی  د ملایانو تبلیغات اورېدل. برسېره پر دې چی په اروپا کی د هغه  د ملکې ثریا په لوڅ مخ  او لوڅو مړوندونو کی  اخیستل سوي عکسونه د افغانستان په عنعنوی او بې سواده ټولنه کی لاس پر لاس کېدل، او ټولو خلکو خپل پاچا تکفیراوه، یا یې لږ ترلږه د تکفیر فتوا منله. او برسېره پر دې چی گل آغا مجددی د څلورو سوو  مذهبی عالمانو او مشهورو ملایانو څخه  د امیر د کفر فتوا تر لاسه کړې او  دافغانستان په اطرافو کی یې خپروله  سټیوارټ  ص ٣٩٠    امیر امان الله خان  د خپلو بې وختو اصلاحاتو د راوستلو په برخه کی  له خپل جدیت څخه لاس وانه خیست او په دغه وخت کی یې هم پېغلی نجونی د تحصیل دپاره ترکیې ته واستولې، او په دې توگه یې لگېدلی اور نور هم  تازه کړ.

د کال١٩٢٨  د سپټامبر د میاشتی د وروستیو شپو ورځو څخه  د کابل په جنوب ، شمال او ختیځ کی د ښورښونو اورونه  ولگېدل. په ختیځ کی د شینوارو او کوچیانو ترمنځ او څو تنو شینوارو د وژل کیدلو په قضیه کي محلي حکومت سمه فیصله ونه کړ؛ه  د وژل سویو شینوارو قاتلان کوچیان یې بندیان کړل او څو ورځی وروسته یې بیرته خوشي کړل. حاکم اعلی، چي مخکي هم د رشوتونو په اخیستلو مشهور وو، د شینوارو په ګومان، په دې قضیه کي رشوت اخیستی او د دوی د عزیزانو قاتلان یې خوشي کړي وه. او د بلي خوا په همدغو شپو ورځو کي امان الله خان یو شمیر نجوني په ترکیه کي د تحصیل لپاره  انتخاب کړي او د مشرقي له لاري یې د شینوارو په سیمه کي په لاریو موټرونو کي د پیښور خواته بوتلې. شینواري، چی مخکي لا حاکم اعلی ته په قار وه، دې مسلې نور هم وپارول او د ملایانو په هغو فتواوو یې باور راغی چي ویل یې اعلیحضرت امان الله خان کافر سوی دی. پر ملکي او نظامي تاسیساتو یې حملې وکړې او یوه چوڼۍ یې په بلي پسي تسلیم کړه. په لږ وخت کي واړه ښورښ ، چي پخپله شینوارو هم د یوه لوی او عام ښورښ کولو په نیت نه وو پیل کړی، زور واخیست او مرکز ته هغه وخت اطلاع ورسیده چي خبره له خبري تیره وه. مرکزي حکومت د دې ښورښ د کرارولو لپاره شیراحمد خان، د مشرقي د رییس تنظیمه په حیث ورواستاوه. شیراحمد خان د قوې په زور د ښورښ د کرارولو پر ځای د سرخرود، چپریهار، خوگیانیو  او لغمانیو له قومونو څخه مرسته وغوښته او هغوی ته یې د شینوارو په مقابل کي وسلې ورکړي . محلي خلک یې، چي پخوا لا ملایانو او حضرتانو د حکومت پر ضد تبلیغات او پروپاګندونه ورته کړي وه، په لوی لاس وسله وال کړل او په لږ وخت کي ښورښ ډیر پراخ سیمه ایز شکل واخیست. یاغیانو بالاخره د جلال اباد ښار محاصره کړ او ایله دغه وخت امان الله خان متوجه سو چي د مشرقي ښورښ تر هغه چي مخکي یې فکر کیدی ډیر جدی دی. اعلیحضرت امان الله خان د محمد خان یاور تر قوماندانی لاندي، چي پروفیسر محمد علي یې د دربار یو نازولی بولي او وايي چي په ژوند کي یې عسکري تجربه نه درلوده، د جلال اباد د محاصرې د ماتولو لپاره یو پوځ ور واستاوه. هغه جلال اباد ته د ور تللو او د محاصرې د ماتولو پر ځاي د ښار څخه شل میله لیري په نیمله کي تم سو. د جلال اباد قوې چي هر څومره د مرستي غوښتني وکړې محمد خان یاور له ځایه ونه خوځید؛ تر څو چي په خپل پوځ کي دننه د کوهستانیانو یوې ټولۍ محاصره او بندي کړ او یاغیانو ته یې واستاوه. عسکري قوه ټوله چور سوه. یاغیان نور هم وسله وال او غښتلي سول او څو ورځي وروسته جلال اباد هم د یاغیانو لاسته ورغی. یاغیانوحکومتی پوستې او قشلې چور کړې ، د برټانیې  قونسلگري یې چور او وسوځوله. لږي ورځی وروسته قبایلي خلکو چي خپلو په اسانه لاسته راغلو بریاوو مغرور سوي وه  اتفاق وکړ. شینواري، خوګیاني او په وروسته کي مهمند او نور اقوام ورسره یو ځای سول او د ښورښ د کرارولو کار د حکومت له واکه ووت. محمد علي ص ص ۱۸-۱۷  اعلیحضرت امان الله خان د کا بل څخه ډیره لویه قوه د شینوارو او مشرقي د دې ښورښ د ځپلو لپاره واستوله. الوتکو پر اولسونو باندي بمباری هم وکړې. خو بمباري نه یوازي چنداني ګټوره نه وه بلکه خلک یې نور هم په قار کړل. موږ مخکي اشاره وکړه چي دا قوه او څو نوري وړې او لویی قشلې د حکومتي مقاماتو د بې کفایتیو، نامردیو او حتی خیانتونو له امله یاغیانو ته تسلیم سوې. په نتیجه کي یاغیان ډیر زړه ور سول او کابل تقریبا بې دفاع پاته سو.

د دفاع وزارت په ډیرتلوار اطرافي خلک عسکری ته جلبول او وسله وال کول خو هغوی که به د جنګ میدان ته ولاړل نو جنګ یې ځکه نه سو کولای چي عسکري روزنه یې نه درلوده او تر ګټي یې تاوان زیات وو ، او کنه نو زیاتره به یا له ښورښیانو سره یو ځای کیدل او یا به له وسلې سره وتښتیدل. محی الدین انیس خو وایی چي د کابل جنګي طاقت صفر ته نیژدې سوی وو او د اطرافو څخه داسي اوازې را رسیدلي چي د خلکو پر عمومی روحیاتو یې ډیر منفي تاثیر کاوه. پر عسکري قواوو باندي د خوګیانیو د حملې په نتیجه کي منظمو قواوو ډیره سخته ماته خوړلې وه او د دفاع وزارت مجبور سو چي هر څه عسکر چي یې درلودل هغه جلال اباد ته واستوي او د یوې لویی حملې مخه ونیسی. بحران و نجات ۵۴-۵۲

حضرتانو او ملایانو په کابل او نورو ښارونو کي خپلو پروپاګنډو او د دروغو تبلیغاتو ته زور ورکړی وو. اعلیحضرت امان الله خان له دې پروپاګنډونو سره د مقابلې لپاره تقریبا هیڅ وسیله په لاس کی نه درلوده. یو ځل اوازه ګډه سوه چي حکومت آذانونه بندوي او د جوماتونو دراوزې تړي. یا مثلا پاچا کوم پیر او ملنګ ته سپکاوی کړی دی. بحران و نجات    ص ۵۵

یوه اوازه په ښارونو کي خپره سوه چي امان الله خان له اروپا څخه د مړو د سوځولو ماشین راوړی دی. تردې مخکي یې یوه بله اوازه ګډه کړې وه او ویل یې چي امان الله خان د مړو څخه صابون جوړوي. عوامو به ویل چي ماړه او خانان په دیرش روپۍ سوځوي، نیستمن خلک وړیا سوځول کیږي او ملایان د ناروغیو د خپریدلو د مخنیوي لپاره سوځوي. سټیوارټ  ۳۹۳

دا اوازې په داسي منظمه توګه خپریدلې چي د هغه وخت لیکوالان او ژورنالیسټان په دې باور وه چي رهبري ورته کیږي او له یوه خاص مرکز څخه خپریږي ځکه چي په عین وخت کي به  په کابل، لوګر او په ټولو شمالي سیمو کي په یوه وخت کي یو شان آوازه خپره سوه او دغو اوازو د اغتشاش لمبو ته نور هم زور ورکاوه.    بحران و نجات   ص ۵۵

د مشرقي د سیمو ښورښونه روان وه چي د سقاو زوی حبیب الله کلکلني، چي دا وخت یې په پاراچینار کی سماوار کاوه، خپل ځان کوهدامن ته ورساوه او د خپل پخواني بادار ملک محسن په کور کي دیره سو. د لارو په وهلو او امنیت خرابولو یې پیل وکړ. هغه د حکومتي مامورینو له ناپوهی او اداري فساد څخه ګټه واخیستله. کاروانونه یې لوټل او لوی سوداګران به یې غرونو ته ورسره پورته کول او بیا به یې د ډیرو پیسو په بدل کي خوشي کول. حکومتي مقاماتو یا تشه تماشه کوله، یا له کلکاني سره شریکان وه او یا دونه بې تجربې وه چي څه یې کولای نه سوای او د وضعیت خطر یې نه احساساوه. د باچا غوړه مالو سلاکارانو هغه غولاوه او د خیریت رپوټونه به یې ورکول. ځینو درباریانو د سقاو له زوی سره اړیکي درلودلې او هغه ته یې پیسې او وسلې لیږلې. محمد علي   ص  ۲۱  د سقاو زوی بالاخره  پر حکومتي پوستو او عسکرو باندي حملې پیل کړې او یوه ورځ یې پر هغه  حکومتي خزانه باندي چي د مزار څخه کابل ته وړله کیدله حمله وکړه  او غونډه خزانه یې غرونو ته يورته کړه. حکومتي پوځیان د هغه په نیولو کي ناکام سول .بالاخره خبره دې ځای ته ورسیدله چي مرکزي حکومت له هغه سره د مذاکرو کولو ته مجبور سو. حبیب الله کلکاني د مرکزي حکومت له خوا د تنظیمیه هیات د ریس احمد علي خان سره خبري وکړې او له هغه سره یې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه. په دې موافقتنامه کي راغلي وه چی حبیب الله کلکاني به د خپلو شریرو اعمالو څخه لاس اخلي او توبه به کاږي. حکومت به د هغه او د هغه ملګري سید حسین  او نورو انډیوالانو ټول ګناهونه بخښي. کلکاني او سید حسین ته به د جنرالی رتبه ورکوي. هغوی ته به ۸۲ میله توپکونه او مرمۍ ورکوي. هغوی هر یوه ته به د کاله دیرش زره افغانۍ او د هغوی ورسره ملګرو ته به د میاشتي دیرش افغانۍ تنخوا ورکوي.   بحران و نجات ص ص ۷۵-۷۴

د سقاو له زوی سره تر دې موافقتنامې وروسته د کابل خلک یو څه بیغمه سول او اعلیحضرت امان الله خان هغه ته پیغام واستاوه چی، د یوه جنرال په حیث، د مشرقي د ښورښ په ځپلو کي برخه واخلي او خپلي قواوي د والي علي احمد خان سره یو ځای کړي. پاچا غوښتل چي په دې توګه یو دښمن په بل ووهي خو د سقاو زوی پوره هوښیار وو او له دې فرصت څخه یې بشپړه ګټه واخیستله. هغه پوه سو چي مرکزي حکومت دونه کمزوری دی چي د ښورښ په ځپلو کي له ده څخه مرسته غواړي نو د امان الله خان د لیکلي پیغام په اساس یې په قانوني توګه د عسکرو په غونډولو او د حکومتي وسلو په ویشلو پیل وکړ. کله چي ښې قواوي جمع کړې نو خپلي پالیسی ته یې تغیر ورکړ او پر کابل باندي یې د حملې لپاره حرکت پیل کړ.  محمد علي    ص ص ۲۴-۲۳

په دغه وخت کي د تګاب امنیتي وضع هم سخته خرابه سوه او د هغي سیمي خلکو د حکومت سره مخالفت پیل کړ. حتی د تګاب اخندزاده صاحب، چي تر ډیره وخته یې د اعلیحضرت امان الله خان طرفداري کوله، له مخالفینو سره خپل ږغ یو کړ. د ژمي په یوه سړه شپه کي څو تنه خانان او د سقاو د زوی ملګري د ملا ویس الدین په قلعه کي را ټول سول. دوه تنه ملایان یې ورسره بوتلل. د سقاو د زوی ملا یې ور وتړله او هغه یې د پاچا په حیث اعلان کړ. بحران و نجات ص ۷۸

د سقاو زوی په سبا د کلکان او کوهدامن خلکو ته خپله پاچهي اعلان کړه . خپل مرستیال سید حسین یې د جبل السراج د نیولو لپاره واستاوه او پخپله یې د کابل پر لور حرکت پیل کړ. د هغه په مقابل کي هري قوې ماته خوړله او د کال ۱۹۲۸ د ډسامبر پر دیارلسمه یې د ډزو ږغونه د کابل په شاوخوا کي واوریدل سول. د کابل جنګي او پوځي وضع دونه خرابه وه چي که د حربي ښونځي اته لسو تنو شاګردانو د سقاو د زوی پر قواوو ډزي نه وای کړي ښایی په هغه ورځ یې ارګ نیولی وای. د دفاع په وزارت کي نور دفاعي قوت پاته نه وو او د دفاع وزیر عبدالعزیز خان لاس و پښه وو. پروفیسر محمد علي وایی چي حتی په دغه وخت کي هم خاینو او غوړه مالو درباریانو پاچاته غلط اطلاعات ورکول او هغه ته یې ویل چي د اندیښنې خبره نسته. دا یو څو غله دي او د کابل پر ښار باندي د حملې کولو له جاهلانه عمل څخه پخپله پښیمانه سي. خو امان الله خان پخپلو غلطیو پوه سوی وو او له دې امله ډیر پښیمانه وو چي خپل هغه مامورین او افسران یې چي ده د تنګسې او ضرورت په وخت کي حساب ورباندي کولای سوای له لاسه ورکړي دي. محمد علي ص  ۳۲

اعلیحضرت امان الله خان ته نه پوځ او نه ملګري پاته وه. د هیواد پر تولو خلکو یې ږغ وکړ چي د خپل حکومت ملاتړ وکړي او کابل له سقوط څخه وساتي. د هیواد له هري برخي څخه خلک پر پایتخت باندي رامات سول. څوک په دې تمه چي د بري په صورت کي به ګوندي غټ انعامونه ترلاسه کړي او څوک په دې تمه چي د حکومت د سقوط په صورت کي به په چورکي ښه برخه واخلي. د وسلو شاهي ګودامونه  پرانیستل سول او ټولو هغو کسانو ته وسلې او مهمات ورکول کیدل چي د خدمت کولو لپاره یې تیاری ښود. له دې وضع څخه د سقاو طرفدارانو هم ګټه واخیستله او د عسکري خدمت په پلمه یې وړیا وسلې ترلاسه کړې. محمد علي ص ص ۳۴ـ۳۳

یوه میاشت وروسته د سقاو د زوی قواوو د کابل د ښار نیژدې شاوخوا سیمي ونیولې. اعلیحضرت امان الله خان د جنوري پر څوارلسمه استعفی وکړه او د کندهار پر لور وخوځیدی. خپله پاچهي یې خپل مشر ورو عنایت الله خان ته پریښودله. عنایت الله خان د سقاو سره د سولي لاره غوره کړه او د هغه مجددي په رهبري یې سقاو ته د سولي هیات واستاوه چي کلونه یې د امان الله خان د اصلاحاتو پر ضد دسیسې او تبلیغات کړي وه. کله چي مجددي د حکومتي عسکرو مورچو ته ورسیدی نو هغو ته یې وویل چي خبره ختمه ده. امان الله خان استعفی کړې او له کابل څخه وتلی دی. هر څه به په سوله فیصله کیږي. څه عسکرو چي لا یې ښایی د سقاو په مقابل کي د مقاومت خیال درلود خپلي مورچې پریښودلې او خپلو کورونو ته ستانه سول.عنایت الله خان، چي نور په ارګ کي د پاته کیدلو لپاره هیڅ ورته پاته نه وه، استعفی وکړه او د انګریزانو په الوتکه کي، چي سفیر همفریس ورته برابره کړې وه، پیښور ته پرواز وکړ. د سقاو د زوی لښکرو ارګ ونیوی او حبیب الله کلکاني د خادم دین رسول الله امیر حبیب الله په نوم پاچا سو. په مشرقي کي والي علي احمد خان، چي هغي سیمي ته د ریس تنظیمه په حیث لیږل سوی وو، ځان پاچا اعلان کړ. البته ډیر ژر د خوګیانیو او نورو قبایلو له مخالفت سر مخامخ سو او ایله ځان یې ژوندی پیښور ته ورساوه. اعلیحضرت امان الله خان بیرته  خپل ځان پاچا اعلان کړ او له کندهار څخه یې د کابل د نیولو لپاره عملیات پیل کړل. په دغو شپو ورځو کي سپه سالار محمد نادرخان له فرانسې څخه ځان د برټانوي هند خاوري ته ورساوه او لږي ورځي وروسته د خپلو وروڼو شاه ولي خان او محمد هاشم خان سره د افغانستان خاوري ته ننووت.

«د څلورمې برخې پای»

«نور بیا»