په افغانستان کی د تل پاتی سولې دتامین د پاره یوه نوی لار

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 356

۲۰۲۲/۱۰/۱۵

په افغانستان کی

د تل پاتی سولې دتامین د پاره یوه نوی لار

 څو ورځې د مخه می د پژواک په خبری پاڼه ( کاناډا څانګه) کی د سید  محمد اعظم په نوم د یوه وطنوال یوه لیکنه و لوستله، چی ماته د پوره غور او پاملرنې وړ ښکاره شوه. مقاله اوږده ده او مینه وال کولی شی چی د پژواک په پانه کی یی ولولی. زه دلته د دی مقالی ځنی مهم ټکی د خپل نظر سره یو ځای په ګډوله توګه له تاسو درنو لوستونکو سره شریکول غواړم او هیله لرم چی تاسو هم وربانی فکر وکړی او په دی هکله خپل نظریات د نورو سره شریک کړی. 

ښاغلی سید محمد اعظم صاحب په خپله لیکنه کی د  سردار محمد داود د کودتا له زمانی رانیولی چی د محمدظاهرشاه شاهی نظام یی رانسکور کړ او د لومړی وار د پاره یی د جمهوریت نظام رامنځ ته کړ ، بیا تر ننه پوری د بیلو بیلو نظامونو په هکله داسی خپل نظر څرګندوی: 

« پس از سقوط نظام شاهی در افغانستان، در پنجاه سال اخیر ګروهای متعددی کوشیدند، تا نظام دلخواه شان را در افغانستان مستحکم نمایند…. و توانستند که قدرت دولتی را برای مدتی بدست ګیرند. اما، از آنجایی که اتحاد نظر بالای راس نظام ها وجود نداشته، زمام داران بیشترین وقت و توان خودرا برای حذف رقبای سیاسی خویش…. به مصرف رساند. … باو جود ادعا های بزرګ، هیچا از ګروه ها و افرادیکه قدرت دولتی را پس از سقوط نظام شاهی به دست ګرفته اند، نتوانسته اند تا حد اقل مشروعیت ملی و بین امللی و یا ثباتی راکه در چهل سال سلطنت محمد ظاهر شاه مستقر بود، تامین نمایند.» 

تردی خبرو وروسته  لیکوال د خلق او پرچم د زمامدارې،  وروسته د جهادی ډلو زمامدارې، د طالبان د لومړۍ دورې زمامداری، د امریکای دیموکراسۍ او د جمهوریت د دورې په زمامدارۍ او بلاخره د دویم ځل د پاره د طالیبانو د موجودې زمامدارې په هکله د حقیقت له مخی اوږدی خبری کوی او د خبرو نتیجه داسی ده چی : له بده مرغه دغه ټولی زمامدارۍ د لویو هیوادو مخصوصاُ (شوروی اتحاد یا اوسنۍ روسیه او امریکا)، د ګاونډیو هیوادو لکه ایران، پاکستان، چین، تاجکستان او نورو د استخباراتی کړیو سره د اړیکو د لرلو له کبله په داخلی او کورنیو جګړو سره اخته شول او د خپل هیواد او خپلو خلکو د مطلقی بربادۍ او تباهی سبب وګرځیدل. 

دا هغه څه دی چی تر ډیره حده د افغان ملت هر وګړی ورباندی پوهیدلی دی او پوهیږی چی د شاهی نظام د سقوط نه وروسته چی  هره ډله قدرت ته رسیدلې ده نه یواځی داچی د نورو ډلو سره د سیاسی حریف په توګه د ډغرو سره مامخ شویده، بلکه په همدی  دولتی واک کی ورګډو لوړ پوړو چارواکو په خپل منځ کی هم د ژبی، قوم، سمت، مذهب او نورو په نوم د شخصی ګټو او موقف د ساتنې او یا لاس ته راوړنې په منظور د یو بل د نابودۍ تر سره حده  پوری تلاش کړی او په عملی توګه یی خپل قوم، خپله ژبه او خپلو هم فکره کسانو باندی معامله کړی او ځان یی د هغوی د نماینده په توګه په ملی او بین المللی سویه مطرح کړی او هغو استخباراتی سازمانونو ته یی ځان وفادار ور ښوولی چی دوی ورپوری تړلی او د هغوی د مادی او معنوی ملاتړ نه د هغوی په ګټه برخه من شویدي. 

د طرحی او مقالی لیکوال دلته یوه نوی لاره داسی پیشنهاد کوی : ( البته کلمات او جملی چی تاسو یی دلته لولې سره  یو ډول به نه وی خو مفهوم کی تغیر نشته) 

د افغانستان د ټولو سیاسي، مذهبي،قومي، لساني، چپي، راستي، ملی د طالیبانواونورو ډلو ته، که په ریښتیا سره د خپل وطن د آزادۍ، آبادۍ، سولی، ثبات او د ملی او نړیوال حیثیت د اعادی غوښتونکی وی، وړاندیز کیږی چی د خپل مشرتابه د ډلې نه دری یا څلور با صلاحیته نماینده ګان د بی طرفو قومی مشرانو او دینی عالمانو په ګډون سره راټول شی، سره جرګه دی شی او د اسلام د مقدس دین د اساساتو مطابق دی یوه داسی فیصله وکړی چی نور له دی زیات دا مجبور او رنځور ملت ونه زوریږی او د ارام نفس د اخستلو موقع ورته ورکړله شی: 

وړاندیز دادی: دا افغانستان شموله د سیاسی ډلو، قومی مشرانو او دینې عالمانو جرګه دی د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د کورنۍ کوم داسی غړی چی دوی ته د زعامت وړ ښکاره شو د افغانستان د پاچا په توګه د دولت ( د اجرایه قوی، مقننه قوی، قضایه قوی) مشر و ټاکی. (ځکه تجربو ښوولی چی د ظاهر شاه د کورنی هیڅ غړی په تیرو ټولو جنګی دورو کی برخه نه ده اخستی او نه یی د کومی سیاسی ډلی په پلوی سیاسی مبارزه کړیده. دا کورنی افغانه کورنۍ پاتې شوی ، که څه هم په نسبی لحاظ به پښتانه وی خو په عملی توګه یی په هیڅ افغانی قوم پوری تړاو نه دی لرلی او د ټولو افغانی قومونو د پاره  سوچه افغانان پاتی شویدي.) 

دا جرګه دی د اساسی قانون د جوړیدو د پاره لاره پرانزی، دری ګونی قانونی قواوی (اجرایته، قضایه، مقننه) دی جوړی شی، حکومت دی د معینې دورې د پارپارلمانی شی او قضایه قوه دی د وضعی او الهی قوانینو په سم تطبیق باندی مګلفه شی. 

حکومت او پارلمان دی د مشخصی دوری له تکمیل وروسته د ټاکنو له لاری په مسالمت امیزه توګه نوی  شی، خو د دولت په راس کی دی لکه د پخوا په څیر د ملی وحدت د تامین د پاره د سلطنت مقام ته درناوی وشی. 

زه د یوه افغان په صفت چی د پخوانی شاهی کورنۍ سره هیڅ ډول تړاو او پيژندنه نه لرم، د محترم سید محمد اعظم صاحب د دی وړاندیز سره له دی کبله چی ماته د سولی او ثبات او د افغانستان د نیمی پیړۍ د اوږدې غمیزې د پای ته رسیدو د پاره یوه نوی او موثره لاره بریښی موافق یم. 

له ټولو دوستانو نه هم هیله کوم چی بی له دی چی په چا ټاپه و لګوی او یا د ادب له چوکاټه نه بیرون کومه تبصره وکړی کولی شی په دی برخه کی خپل جوړونکی نظر د نورو شریک کاندی، مننه. پای

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.