دا مو د وطن حال دی
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
۲۰۲۳/۰۱/۰۷
دا مو د وطن حال دی
غوږ شه د دې ټپي ټپي وطن کیسو ته
د نا امیدو نجونو چیغو او اسویلو ته
وطن باندې مین ځوانان زړه توري ګرځي
مسافری یې کړه قبوله او بی کوره ګرځي
حیران به شې د جهالت دغو تورو تیارو ته
وچو دښتو،پرانیستو مدرسو او تړلیو مکتبوته
د نجونو په برخه بس حجاب او چادري ده
آزادی او لوړ مقام د پټاو او انتحاري ته
په یخو شپو په وطن خواره تور کارغان شول
عدالت نه پېژنی خو نومونه یې عادلان شول
حلم،علم،محبت او شفقت چې د اسلام ارکان دي
په دې وطن یی یتیم، مظلوم اوعوام په ارمان دي
هوسۍ حسین خیل
۱۴۰۲/۱۰/۲۲
د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۰۹) راهیسې
د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.