د ابوالحسن میمندی دیوانی – اداری چارو ته لنډه کتنه(۲)

۲۰۲۳/۰۷/۰۶

د ابوالحسن میمندی دیوانی – اداری چارو ته لنډه کتنه

(دوهمه برخه)

لکه چې مخکی وویل شول، میمندی چې په شمس الُکفاة  مشهورو، دوه دورې د غزنویانو د امپراطوری په دوره کې د وزارت په منصب کې کار کړی و . هغه د خپل وخت ددیواني او دفتري  چارو ماهر او مُدبر مدیر و، چې  د وزارت چارې یې پوره سمبال کړی وې. هغه د مالیاتو راټولولو  ته نوی نظم ورکړ او  د سلطان محمود له مړینې  وروسته چی د سلطنت د چارو د ترلاسه کولو لپاره  د مسعود او  د هغه د  ورور  ترمنځ شخړه  پېښه شوه، د میمندی په تدبیر حل شوه.  میمندی یو مصلح  او د روغې – جوړی طرفدار وزیرو. هغه د پوره واک او زیات صلاحیت سره سره، د  دربار د شخصی خصومتونو او سیالیو پیچلی چاپیریال کې د چا بیځایه پلوی نده کړی.   ویل کیږی کله چی سلطان محمود  په فردوسی په غوسه شو، میمندی  د فردوسی په پلوی مداخله وکړه.  هغه د دفتری مکاتیبو، فرامینو، رسمی اسنادو   او د احکامو  دلیکوالی چارو کې  ډیر ماهر و. دعتبی په وینا؛ د میوندی توقیعات ډیر نامتو وو او د غزنوی امپراطوری والیانو، ددفترونو منشیانو او اداری کار کوونکو د ده له کاری طرز څخه پیروی کوله.  فرخی لیکلی: میمندی په لیک او ادب کی  له نامتو ادیب، فصیح ویناوال او لیکوال “صاحب بن عباد” سره برابر و. ده له دفتری اسنادو برعلاوه  اشعار هم  لیکلي دي اودپند او عبرت ویناوی او حکایات لیکلی  او د دربار مامورینو ته یی نصایح او مشورې په لیکلی  بڼه لیږلی.

نامتو لیکوال “ثعالبی” د میمندی د اشعارو بیلګی  ذکر کړی او عنصری او ابوالفضل مسرور بن محمد طالقانی  د ده په وصف کې اشعار لیکلي دي. هغه د کلام په فصاحت کې دومره ماهر و چې د سلطان په استازیتوب یې د عباسی خلیفه استازی سره  خبری کړی او د وخت سیاسی او نظامی مسایل یې ورسره  حل کړي دي.  په دې ډول سره څرګندیږی چې د هیواد داخلی او خارجی  سیاست او چارو کی یې پوره درایت درلود.

څرنګه چې میمندی اداری چارو او د حکومت د سیاست په تطبیق کی لوی لاس درلود، نو هغه وخت به چی سلطان د څو میاشتو په ترڅ کې په هندوستان او نورو سیموکې د جګړې په ډګر کی و، دغه وزیر به د دولت ټول کارونه مدیریت کول.

نه یواځې د سلطان محمود غزنوی پر مهال؛ بلکې وروسته دهغه له مړینې، کله چی د سلطان مسعود له خوا په پرله پسې  ډول بیا د وزارت او دیوانی چارو د پرمخ بیولو لپاره غوښتنه ورڅخه وشوه،  میمندی یی غوښتنه ونه منله، خو د هغه د دربار او په تیره د مسعود د څو ځلی تقاضا له مخی یی د دیوانی چارو د بیا سمون مسئولیت ومانه، دا وخت یی هم نه یواځې دا چی کارونه د سلطان محمود د دورې په شان بېرته سمبال کړل، بلکې سلطان مسعود یې د یو شمیر کسانو له مجازات کولو را وګرځاو چی سلطان مسعود غزنوی  د بیلابیلو دلایلو له مخې غوښتل هغوی ته سختی سزاګانې ورکړي.

له بده مرغه د غزنویانو دربار کې منفی رقابتونه او سیالۍ په اوج کې وې، دهغه وخت یوشمیر لیکوالو یو دبل غندنه هم کړی ده، خو میمندی د چا بېځایه  پلوی  نده کړی، بلکې د یو مصلح رول یې درلود. دغه تضادونه او کشمکشونه د سلطان محمود له دوری څخه د مسعود دوری  ته هم په میراث پاتې او لا زیات شول. میمندی د خپل وزارت په دوهمه دوره کې هم د دغو شخړو او ناندریو د حل لپاره هلې – ځلې وکړی.  په دې ډول سره د افغانستان د اداری او حکومتولی او د شخړو د حل بحثونو کې د میمندی کارونه یوه غوره بیلګه ګرځیدای شي.

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 269

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.