زوی او مور

۲۰۲۳/۰۵/۲۵
زوی او مور:
زوی :
مورې، خوږې مورې! ژړا بس کړه
نور به ونه وایم چی وږی یمـه
شـکر اوبه خو په پیسـو نه دي څه
د اوبو جام راکـړه ډیر تـږی یمـه
مور :
زویـه! خو وایی زور ور ګاونـدی
چی سـتا د کور اوبه زما اوبه دې
وی به روانې ستا د کور انګـړکی
خو ماچی تل څښلې، همدا اوبه دی
زوی :
مورې ! زه وږی یم که تـږی یمـه
خو له خپل حـق دفاع کولی شـمه
خورمه قسـم سـتا د سینې په شیدو
چی په دی حـق سـر ورکولی شمه
مور :
زویه قـربان دی شـم بیـدار اوسـه
بیا د هوتک بابا تاریخ ژوندی کړه
موردی ملګرې ده په هـرقـدم کی
هغه که خوږ و اوکه تریخ ژوندی کړه
زوی :
د وطن مورې سـتا افغـان بـچی یم
دنیـا پو هــیږی د انســان بـچی یم
د ګاونـدی سـره به وکـړم حسـاب
د حق حسـاب، د مسلمان بـچی یم
می / ۲۳ / ۲۰۲۳
تورنتو – ایجکس – کاناډا

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې
د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.