فټالېزم (Fatalism)

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۳/۰۱/۰۸

فټالېزم (Fatalism):

په پرمختیایی او وروسته پاتې ټولنو کې د اقتصادی پرمختیا او ټولنیزې ترقۍ په  وړاندې  یو خنډ فتالیزم دی. فتالیزم د خرافاتو یوه برخه  ده. پښتنی  ټولنه کې فتالیزم د مذهب او عنعناتو زیږنده نده، بلکې د وخت په اوږدو کې د یوشمیر استفاده جو او آسانچارو دوکه مارو له خوا دود او پر خلکو منل شوی دی. اوسنی وخت کې زموږ تاریخی دښمنان همدا تیاره او جاهلانه خرافه په ولسونو کی خپروي. په دې توګه فتالیزم په کليوالي وروسته پاتې سيمو کې له سواد او پوهې څخه د پاتې خلکو هغه خرافي ذهنيت دی، چې د ژوندانه لپاره تدابير نشي نيولاى اوهرڅه اوهامو ته حواله کوي. دوى په خپل برخليک باندې پيريان، شيشکې يا بل څه مسلط بولي. د حرکت کولو اوبيا د الله (ج) له لوري د برکت کولو په فلسفه نه پوهېږي. دغه ډله خلک فقط په توکل اميد تړي خو تدبير ورڅخه هيروي. فتالېزم په دغه ډول سيمو کې ژوند له تحرک څخه غورځولى، فعاليتونه مبهم او بې نظمه او سرچينې ټولې له لاسه وتونکى دي. فټالېستان د ټولنې د اوږو بار وګړي وي. حال دا چې ولس ذاتاً له اوهامو بیزاره او پر حقایقو باورمند دی. زموږ ولسي ادب او فولکور کې  زیار او زحمت، تدبیر او اراده ډیره ښه تمثیل او ستایل شوي دي، دبیلګې په توګه:

  • څه چې کرې، هغه به ریبې،
  • له ناست زمری څخه ګرځنده ګیدړ ښه دی،
  • هرې تیارې پسې رڼا راځي ،
  • وریان د مني په پای کې شمیرئ (یعنی د ټول کال د زحمتونو پایله مو دکال آخر کې ګورئ)
  • په ځوانۍ یې وګټه چې په بوډاتوب کې اړ نه شې
  • د موړ څټ وګوري ښه ده، نه چې د وږي مخ ( داسلام مبارک دین تر ټیټ لاس اوچت لاس او د ذلت  پرځای عزت خوښوي)،
  • سپين زر د تورې ورځې لپاره دي (آینده نګری)،
  • چې لاس ونه ښوروي خوله نه ښوري،
  • له وزګاره سړی خدای هم بېزاره دی،
  • لاس خوار که ځان هوسا،
  • کار د نارینه جوهر دی،
  • دلاس تڼاکه مرغلره ده،
  • بې زحمته راحت نشته ،
  • زحمت کې نعمت دی( بی زحمته راحت نشته زما وروره – که راحت غواړې زحمت درلره بویه)،
  • چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته ،
  • چې خوب کوي مېښ يې نرکټی زېږوي،
  • لټ غوایی په قصاب باندې خر څاوه شي،
  • هرکار  په وستاکار،
  • کار له تیږې ډوډۍ راباسي،
  • کار سړی پخوي ،
  • کار ورځ لنډوي، خو عمر اوږدوي،
  • کار دسړي دروندوالی دی،
  • د بېکاره سړي مغزو کې شیطان ځاله جوړوي،
  • کار کول او مزد اخېستل شرم نه دی،
  • کار د شتمني مور ده،
  • کار د ژوند مالګه ده،
  • خپل عمل د لاری مل،
  • عاقل نه غافل کیږی….

که چیری د ولسی نکلونو اولنډیو مثالونه راواخلو، ډیرداسې نکلونه او لنډۍ لرو چې په هغو کې تدبیر، همت، کار، اراده او د پرمختګ او ترقی هڅې، ستایل شوي، د زحمت او تلاش انګیزې او لیوالتیا پکې وینو. په دري ژبه کې هم داسې ډیر متلونه او وجیزې شته چی کار، زیار، اراده، تدبیر او هوډ یې ستایلی دی. مهمه داچې؛ موږ ډیر قرآنی آیات، احادیث، دفقهاوو روایات او نور سپېڅلی ارشادات هم لرو چې خلکو ته یې وښیو. د اسلام مبارک دین د لاس تڼاکې او د تندي خولې ستایلي، خو ارتجاع د ملتونو فقر او وروسته پاتېوالی غواړي  او دترقی مخه ډب کوي.

ځوان کول، مترقی لیکوالو او د ټولنې روڼاندو ته په کار ده چی د ولس تجربې، دخلکو منلي ارزښتونه او د مشرانو پخې خبرې  ترویج او دود کړي، خو بالمقابل اوهام او خرافات زایل کړي.

زموږ دود- دستور د ترقی او پرمختک خنډ نه دی، بلکې دا  اوهام، پوچ فُضلیات، خرافات او فتالیزم دی چې ټولنه یې ورووسته پاتیوالې، فساد، لټي او بدمرغۍ باندې اخته کړې ده. دا ټول د جهل یوه مجموعه جوړوي. په همدې خاطر ارتجاعي خرافیان اول د ټولنې مشران، دود-دستور، روڼاندي او عنعنات تکفیر او تر برید لاندې راولي.

ځینی وخت یو شمېر لیکوال په سهوې سره  د خرافاتو او فتالیزم پر ځای، ولسي او تاریخی ارزښتونه او مثبت تجارب ترنیوکې  لاندې راولي، حال دا چې دهغو له مثبتو اړخو باید کار واخلو . د پاکستان پر بانکنوټ یې لیکلي دي: ( دحلال رزق ګټل عبادت دی)  دا پخه خبره او هوښیار کار دی، خلکو ته د کار انګیزه ورکوي، ایران د (جهادسازندګی) په انګیزې خلک ترقی او کار ته وهڅول،  خو موږ له بده مرغه دا مشهوره کړی: ( چې خوله یې درکړې، ډوډۍ هم درکوی)،(په دنیا زړه مه تړئ)،(چې ټوله ورځ ویده هم وې، روزی دې له دریڅې درته راځي) !!.  زموږ او د ایران او پاکستان او نورو اسلامی او غیراسلامی هیوادو ترمنځ ډیر توپیر دی . فتالییزم ولسونه له کار، معیشت، تحرک اوخوځښت څخه را اړوي، په خوب یې ویده کوي. راځئ ولسونه له فتالیزم، اوهامواوغفلته راوباسو !

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.