افغانستان کې نسلی بهیر۱/۳

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 256

۲۰۲۲/۱۲/۲۲

افغانستان کې نسلی بهیر:

(لومړۍ برخه)

د نسلونو تداوم، نه یواځې انسانانو، بلکې  ټولو ژوندیو موجوداتو کې طبیعی خبره ده. دا هم طبیعی خبره ده چې له یو نسل څخه تر بل پوری ډیر بدلونونه راځي. دلته زموږ بحث دانسانانو په نسل کی بیولوژیکی تغییرات نه، بلکې د وخت له مستقل متحول سره سم؛ د دوی عادات، خوراک، کاری وړتیا، چلندونه، مطرح ارزښتونه ، اخلاقی سجایا، کلتوری بدلونونه، کسبی مهارتونه او روحیات دی. له نورو ژوندیو موجوداتو سره د انسان  توپیر دادی چی د کار او ژبې(خبرو) د دوه عالی اوصافو په لرلو سره یی ژوند ډیر تکامل وکړ او آن داچی په طبیعی پېښو قادر دی. سره له دی چی اوس هم توپانونه، زلزلی، سیلاوونه او ناروغۍ انسان ته ګواښ دی، خو د نورو ژوندیو موجوداتو په پرتله انسان د دی آفتونو په وړاندی د مدافعی او ماقبلی وقایی ډیری لارې موندلې دي.

 موږ عادتاً تېر نسل، اوسنی او راتلونکی په پام کې نیسو. مشهوره ده موجود نسل( present generation) د راتلونکي نسل ( next generation) په وړاندې مسئول بولو. “موجود نسل” تل او په هره زمانه کې وي اما دا کافی نده !  د دیموګرافی له مخې یو نسل ته ۳۰- ۳۵ کلونه په پام کې نیسی چی دیوې مور دفعال حیاتی دوران څخه نماینده ګی کوي. یعنی نسلونه بهرنۍ غټې پېښې یو بل څخه نه جلا کوي، بلکې د بیلاییلو طبیعی او اجتماعی حوادثو سره سره، دنسلونو تداوم شته. شاید لویې پېښې دیوه نسل پرعلایقو،تحرک او پوهې اغیز ولري، مګر په دی معنا نده چی ددغه نسل دپیل یا پای ټکی(کال) یې وبولو. دنسلونو د تواتر په اثر ملی ارزښتونه او هویت نه بدلیږی، خو د وخت غوښتنو سره سم به د یو ځوان نسل لباس، دورځینو وسایلو نوعیت، خوراک اودخبروخواصو، دژوندشرایطو او شخصیت کې به بدلون ولیدل شی. ټولنپوهانو اوسنی وخت کې دیوې ټولنی وګړی له څلورو نسلونه څخه رغېدلی بللي، د بیلګې په توګه په امریکا کې د ټولنیزو علومو څیړونکی (جان پینسی ) په خپل یو اثر کی له ۲۰۰۰م. کال مخکی نسلونه داسی  جلا کړي دي:

A:  پوخ  او دودیز نسل(traditional/mature)؛ چې په 1922 – 1945ز.  کالونو کې زیږیدلي

B: (Baby boomers)؛ چې په 1946 1964. کلونو کی زیږیدلي دي.

C: د (Xers) نسل؛ چې د 1965 او 1980ز کلونو متولد دي.

D: (generation Yیا  millennials)؛ چې د 1980 او 2000 ز. تر منځ زیږیدلي وي.

معمولاً، دغه وروستی د baby boomers په شمول، نظر نوروته دشمیر له پلوه زیات وي ، له هغه وروسته Xers، millennial ، او traditional،  دویمه تر څلورمه درجه لري.د پرمختللو ټولنود نفوسو هرم( population  pyramid ) کې دهرم پورتنۍ برخه تر ډیره تر کوزي پلنه وي! حال دا چې یوه پرمختیایی هیواد کی، مثلاً افغانستان کی د دغه هرم لاندی برخه ډیره پلنه او پورته خواته ډیره وړوکی وی( مقایسوی شکلونه راتلونکی برخه کی وګورئ).

هغه موارد چې له نسلي اړخه دژوند پرمختلفو چارو، جامو، خوراک او پر متنوع کاري ځواک اعیز کوي په لاندې ډول دي:

– د نوې ټکنالوژۍ ډیریدونکې استعمال او رول؛

– د یو هوسا ژوند د لرلو هیلی او د اوږد عمر یا دژوند ډیرو کلونو توقع ؛

– د دوامداره پرمختګ لپاره ډیریدونکې توقع؛

– د کار اوبوختیا د نویو او په زړه پورې ساحاتو پېژندل او د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د نویو طریقو جدي اړتیا؛

– له بیکاری او بی سرنوشتی د خلاصون اړتیا؛

– د نوښت پر راوستلو ډېر ټینګار.

په عادی ټولنوکې له پورته یادو شویو نسلونو د هر یو ځانګړتیاوې له دې پېژندل کیږي، چې ټولنی او خپل چاپیریال سره یې چلند څه ډول دی. د (traditional) او (baby boomers) نسلونو ځانګړنه دا ده چې ډیری وخت دوی د عمر تر وروستیو پورې په خپل محیط کې کار کوي او هلته پاتې کیږي. دوی ټول ټولېزمیعارونه، مدون او غیر مدون تړونونه (دود-دستور) پر ځان منلي او د دې په کیسه کې نه دي چې د کاري او شخصي ژوند تر منځ یې انډول شته، او کنه.

د هغوی د تیر ژوند تجربو پیژندنه، له نورو سره همکاري او هغوی ته له نورو کم تجربه کارکوونکو سره د تجربې شریکولو لپاره فرصتونه برابرول؛ هغه څه دي چې دا دوه ډلې تل متحرکې او خوځنده ساتي.

(gen Xers) بیا هغه نسل دی چې پایله تر لاسه کول غواړي، دوی پخوانی دود-دستور ته ډیر مقید نه وي، آن داچې هغه موثر او د اوسنۍ ټولنی په ګټه نه بولي. پر دې سربېره . دخپل خصوصی ژوند کې د فردی  آزادی غوښتونکی وی. دوی دنویو زده کړو لیوال اوځکه متحرک وي چې د زده کړو له فرصتونو استفاده وکړی ترڅو ښه دنده ولري.

Millennials نسل دې ته مایله دي چې د نوې ټکنالوژۍ له کارونې سره هوسا و اوسې، ځکه دوی له دغې ټکنالوژۍ سره سم لوی شوي دي. په دودیزو مسایلو کې یې پاملرنه کمه، خو؛ بالمقابل پر عیني او اطلاعاتی واقعیتونو یې تمرکز ډېر وي. له دوی سره یو ټولنیز ذهن موجود دی او ټول فوکس یې پر خپل هدف باندې وي، نورو اجتماعی ارزښتونو ته کم پام کوی. هغوی له خپلې دندې سره یوه رابطه جوړل غواړي، غواړي له دې لارې ټولنه کی لازم دریځ ترلاسه کړی. نورمالو ټولنو کې دتحصیل له دوری فارغ او په کاربوخت خلک  B او Cدی، یعنی اقتصاداً فعال نفوس همدا دی. دغه کاري نسل ته د همدې رابطې له امله په درنه سترګه کتل کیږي. دوی ستونزمنو حالاتوکې د همکارۍ روحیه لري او له نورو هم دا توقع لري، کله کله دبوختیا سره سره  د نورې زده کړې او پراختیا لپاره فرصت هم لټوي.

په پرمختللو هیوادو کی (Traditional) او (baby boomers) ته سهولتونه برابر شوی،د تقاعد لپاره هم پروګرامونه لري ، د دوی تجربو ته ډیر ارزښت ورکول کیږی، له نورو سره د تجربې او پوهې د شریکولو لپاره هم پر ځینو پروګرامونو دغور لپاره بلنه ورکول کیږي او مهمی ستراتیژۍ دوی جوړوي، یو شمیر دریځونو لکه ولسمشری، د مشرانو(سنا) او ولسی جرګې، مشاورینو، دتفتیش کمیټو او دناظرډولو لپاره دوی په پام کې وي. له څولویښت کلن ټیټ عمر  دغو حساسو دریځو ته لار نه لری. پوخ نسل د تجربو، وطنی ژور احساس، دراتلونکی نسل په وړاندی دمسئولیت د درک له امله مدبرانه دمدیریت پلویان اومناسبی تګلارې جوړولاې شي. دوی خوښیږی چی نوروسره تجربې شریکې،  او له یو بل سره ګډ کار وکړي. د پوخ عمر نسل صنعتی پرمختللو هیوادو کی دتقاعد ښه امتیاز لری، هغوی چی رسمی دندی نه لری هم دلازم پس انداز او سپما لرونکی دی، نو ځکه دی عمر کی غواړی تفریح او سیاحت وکړی، ویلا ولري، موسیقی واوری، یوشمیر هنری کارونو سره بوخت اوسی. له همدې امله زیاتره توریستان له شپیتو بورته عمر لرونکی کسان دي. یو شمیر متفاعد کارکوونکي دې ته چمتو دي چې کار ته دوام ورکړي او د یو نوي ظرفیت په مټ نوی کار پیل کړي. پرمختللو هیوادو کی  له پوهنتونو او علمی –تحقیقاتی مراکزو تقاعد شوي کسان هڅول کیږی چی د دوی دښه احساس له مخې بیا هم کار ته دوام ورکړی او ځوان نسل ته لارښودونکی اوسی. له بده مرغه افغانستان کې د غیر طبیعی، ناڅاپی، تحمیلی او جنګی شرایطو له مخی هرڅه غیرنارمل دی، آن داچی زموږ نسلی ځانګړتیاوی تر ډیره غیر طبیعی او ګډې وډې شوی دی. که موږ دخپلی  افغانی ټولنی نسلی بهیر په لنډوډول وګورو او د نورې نړی د معیارونو او څیړنو سره سم؛ اوس (۴۱۰۱ل.) کې څلور نسلونه بېل کړو داسی به وي :

(دوام  لری)

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.