تکنوکراتان او تخصصواکي

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 997

۲۰۲۲/۱۲/۱۹

تکنوکراتان او تخصصواکي:

( دملت – دولت پر نه تحقق یوه کتنه)

زموږ یو شمېر  لیکوال د تېرو شلو کلونو په ارزونه کې یو انتقاد په تکنوکراتانو کوي. ۱۳۸۰ل.کال هغه وخت و چې د بُن له نیمګړتیاوو ډک کنفرانس کې د حکومت په ترکیب کې د جهادی ډلو، لیډرانو اوټوپکیانوترڅنګ؛ یوشمیر پخواني تکنوکراتان له اروپا، استرلیا او متحده ایالاتو را وغوښتل شول او مسئولیتونه ورته وسپارل شول. دامسئولیتونه یواځې تخصصی برخو کې نه، بلکې سیاسی برخو کې هم ورکړل شول. په دې ترتیب جنګسالار او ټوپکوال له تکنوکراتانو څخه وترهېدل او دوی یې په قدرت کی خپل رقیبان وبلل. هیڅ شک نشته چې تکنوکرات او متخصص ته زښته ډیره اړتیا وه.

دا د یوویشتمی پیړۍ پیل و، دنیاوالو (MDGs ) باندې توافق کړی و چې له حکومتونو یې د ولسونو د هوساینی  لپاره لوړ توقعات لرل، خو موږ افغانان ډیر ناوړه وضعیت کې وو. داوخت باید موږ ملی دولت ته ثبات بښلی وای، ملت- دولت مو مُحقَق کړی وای، یوه معاصره خدمتګاره اداره مو جوړه کړی وای او بیا رغاونه په واقعي معنا ترسره شوی وای، خو دې ټولو کې نیمګړتیاوې وې.

ملی دولت(ملت- دولت) څنګه تحقق موندلای شو؟ دغې پوښتنې ته په ځواب کې ډېر لنډ وایو چې؛  زموږ دګران او تاریخی هیواد جغرافیه کې د دولت جوړښت ښه او رڼه سابقه لری، خوکورنیو جګړو اوشروفساد د هغه ماهیت برباد کړ. د بُن له کنفرانس وروسته په دغه جغرافیه (افغانستان) کې یوځل بیا د قومونو او بیلابیلو ژبو ویونکو راګډول په کارو، ترڅو نوی سیاسی او اقتصادی جوړښت کې یو بل سره په لاس ورکولو د ملت – دولت داعیې تحقق موندلای وای او وطن اباد شوی وای. دلته څو ټکی ډیر مهم و:

اقتصاد او سیاست؛ چې ملت ته یی یو ځل بیا سا وربښلای شوای، خو کارونه له نیمګړتیاوو ډک وو.توقع او تمه  دا وه چې تکنوکراتان او روڼاندی به دا کار کوي، خو عملاً ولیدل شول چې آن تر۱۳۸۶ل. کال پورې چې د اسلامی جمهوریت پنځه کاله پوره کیدل، لاهم هیلې پوره نشوې. تر دې وخته  یو بریالی پولی ریفوم ترسره او د پیسو ارزش کی درې ټکی کم او پخوانی ځغستونکی انفلاسیون رفع شو، اساسی قانون جوړ، ( DDR) جاری، ( ANDs) تدوین او د ادارې د ښه جوړښت لپاره د اداری اصلاحاتو کمیسیون، دبشری حقونو کمیسیون او عاموخلکوته دناآشنا  اونیم بنده دیموکراسی د جوړولو لپاره د انتخاباتو یو کمیسیون هم جوړ شو، اکثرو ښارونو بریښنا ومونده او د دفترونو اثاثیه او تکنالوژی ډیره ښه شوه. دا وخت تر یوې اندازې پورې  د جنګسالارانو له واک څخه زونونه، ګمرکات او وسلې کابو شولې، خو ورسره یوځای فساد پراخ، تعصبات رواج او بی کفایتی ثابته شوه. د تکنوکراتانونفوذ  د جنګسالارانو په پرتله ناچیزه او متخصص د قوماندان په وړاندې بی جراته وو، تکنوکراتانو سره ټوپک نه و، دوی چې لیدل چی غصب، غلا او رشوت په درز کی روان دی، دوی هم غفلت اوناوړه استفادې شروع کړې، په دې ترتیب له یوه تصادفی او فردی فساد څخه، خبره تنظیم شوی او پراخ فساد ته ووته. د دې معنا دا نده چی تکنوکرات او تکنوکراسی او حتا بروکراسی رد او محکومه شی، بلکې شفافی تکنوکراسی، بروکراسی او تخصصواکی ته کلکه اړتیا وه. بروکراسی یعنی دیوان او دفتر او دمراتبو دسلسی په رعایت د چارو سمون او له مرکز ترولایاتو د واحدی اداری جوړول، تخصصواکی ( adhocracy) یعنی په تخصصی چارو کی د متخصصینوګومارل ، خو تکنوکراسی یعنی څه؟ لږ به ورباندی تم شو:

تکنو کراسی د یوناني ژبې له (téchne) یعنې فن،تخنیک اومهارت او (kratos) چلولو،حکومت کولواو حاکمیت څخه اخیستل شوی ده. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ (په ۱۹۲۰م.) کې په امريکا کې رامنځته شوه. تکنو/تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې او اداري کړنې یې د علمي پرمختګونو او تخنیکي فنونو پر بنسټ ولاړې وي. په تخصصی څانګو او دندو کی تحصیل کړی انجینران، د طبیعي علومو فارغان، تخنیکي ماهرین او داقتصادي علومو پوهان کار کوي. د موخو د لاسته راوړو له پاره په انساني عقل جوړشوي پلانونه او تدبیرونه تر سیاسي قدرت غوښتلو لوړبلل کیږي. په تکنوکراتیک نظام کې اساسي پام هدف ته د رسیدو وسایلو ته ور اوړي. تکنوکراتان په دې نظر دی چې ایدیولوژیکي طرحې د حکومت د ټینګښت تضمین نشي کولای او په پایله کې د خلکو د هوساینې غم نه شي خوړلای، بلکې دا تخنیک،تخصص او مهارت دی چی دټولنی دپرمختګ او داقتصاد دښه کیدو لامل ګرځي اوټولې انساني اړتیاوې د مسلکي پوهې په واسطه په تخنیکي میتودونو حل کیږي. یعنی له ۱۳۸۰ل.کال ورسته؛ تخصصی پوهه او تکنالوژیکی پرمختګ د ټولنې اساسي غوښتنه او د ستونزو د حل مناسب روش و. تکنوکراتانوباید په عمومي توګه د ټولنې کلتوري، سیاسي اوټولنیزې پروسې ته، له علمي اوعقلاني لیدلوري څخه کتلی وای. باید د تنظیمی غړو په پرتله، بنسټونو ته پام شوی وای اود پروژو اوسازمانو رهبري متخصص ته سپارل شوی وای، ځکه چې متخصص تر نورو ښه د عامه هوساینې له پاره کار کولای شو، دوی باید له تعصب پاک وای، خوواقعیت داو چی جنګسالاران د کودتاګانو په فکر کی و، له پروژو یې د ناوړه ګټې توقع لرله، سیاسي دلایل یی ویل، لازیات قدرت یې غوښت….

له بده مرغه د شرایطو څه ناڅه برابریدو سره سره فردی ازادی، مطبوعاتو او دنړیوالو مرستو باوجود لازم مادی او معنوی پرمختګ ونشو،نیمو واکمنو- سیاستوالو دملت مفهوم ته ځان مسئول نه باله او د ملت –دولت احساس، ژمنه  او صداقت ورسره نه و،  په نتیجه کې دادی اوس هم ټولنه مطلقه دیکتاتوری کې شپې تیروي. اوس هم ملت له حاکمیت (چې د ملی دولت ځای یې نیولی) جلا دی او حاکمیت په زور حکم چلوي، ګورو چې دواړه یو بل څخه په عذاب دي.

 د تخنوکراسۍ  ماهیت دا دی چې د پرمختیا او عامه هوساینی لپاره موخې اووسایل  ټاکي، خو ټوپکوالو دا موقع نه ورکوله.

دغه دوره کې له ستونزو سره سره؛ یوڅه پرمحتګونه وشول، له تخنیکي او ټولنیزپرمختګ سره نوې غوښتنې او ستونزې را پیدا شوې،  د هغو د حل لپاره نويو تدابیرو ته ضرورت و. دا هغه مهال و چې په انسانانو (ملت) باندې د انسان (تنظیمی ټوپکوال) د سلطې او حاکميت وخت باید تیر او پوهې اوتخنیک باید دبیارغاونې پر چارو واک او حاکمیت چلولای، خو قومی ټیکه دارانو، قوماندانانو او ټوپکوالو دا موقع نه ورکوله. تخنيکي پرمختګ ونشو او د موډرنې ادارې څرک ونه لګید. داځکه : په ټولنه او ټولنیز سیاسي سیستم کې د تکنوکرات رول تثبیت نشو، په ټولنیزو سیاسي چارو کې د تخنیک رول اوافزاری دریځ تحکیم نشو. په همدې علت  د ثبات، ټولنیزو کړو- وړو، پرمختیا، تخنیک او تکنوکراتانو اعتبار خام شو، تخصص او مسلکیتوب ته څوک اهمیت نه ور کوي او اداره او نظام کې ادراکي او اجتماعي اوصاف هم نه ښکاري. دا میراث له تیرو شلو کلونو را پاتې شو، تکنوکراتان هم ناکام شول هم یې نوم بد شو.

 بله بدمرغي دا وه چې د بهرنیو تحرکاتو په اثر جګړې او ناامنی زور واخیست، له ښارونو بهردبیارغونی پروژې له کاره ولویدې او په آخر کې بیاهم واک د ټوپک او وسلې شو. دا حالت د دې لامل شو چې هم ټولنه او هم دونران ناراض شي.

 عوام خلک په اصلي دلیل فکر  اوبحث نه کوي، خو د افغانی متخصص، روڼاند او تکنوکرات ځای تش پاتې شو، اوس دوی هم لالهاند او ځوریږی او ټولنه هم ورځ تر بلې تورې تیارې ته ټیل وهل کیږي. په دې توګه د بُن د کنفرانس نیمګړتیا ترنن ورځې را وغځیده. که هغه وخت طالبان، چې د شر او فساد او پاټکیانو مخنیوی کوونکی وو، له صحنی بشپړ نه وای حذف شوي او په لوی لاس د تاریخی دښمن لمن ته نه وای وراچول شوي، نن به دا حال نه و. کیدای شوه چې امنیت، قضا او داسلامی شئونوچارې(حج اوقاف او مدرسی) مطلق طالبانو سره وای، په دې توګه د هغه وخت حکومت کې د طالبانو یا دهغوی د سالمې برخې موجودیت کولای شوای چی تکنوکرات او متخصص له جنګسالار حمایه او د ټوپک له ګواښ یی ژغورلای وای، او جنګ به هم نه شروع کېد. یعنې هغه وخت طالب له متخصص سره ستونزه نلرله، بلکې ستونزه یې له تنظیمی ډلو، قومی ټیکه دارانو او شروفساد سره وه. له تېرو تجربو چی  هر وخت ګټه پورته شي، ښه ده ( ماهی را هروقت از آب بګیری تازه است)، اوس په کار ده چی شفافې تکنوکراسی ته یوځل بیا موقع ورکړو، ملی چارو کې ټول قومونه او ملی فکرونه راګډ کړو، دمساواتو پربنا یو ملی دولت پیاوړی کړو، چې تخصصواکی یې مهم صفت وي؛ اړتیا یی ده !

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.