شاهی او مشروطه شاهی

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 461

۲۰۲۲/۱۲/۱۷

شاهی او مشروطه شاهی:

څو ورځې مخکې د دې قلم یوه لیکنه د فدرالیزم، ریاستی نظام او پارلماني نظام په هکله نشر شوه، ورور(هـ.صدیقی) پوښتنه کړی وه چې شاهی نظام څه دی؟

موږ (مالیمان) وروسته تر لوست، طبعاً  د پوښتنې توقع لرو،عادت مو دی چی د درسي ساعت آخر کې پوښتنو ته وخت او ځواب ورکړو، نو  د ورور په پوښتنه خوشحاله شوم.  دا دی  دلته به  لنډ ځواب عرض کړم:

لومړی به دپاچا، شاه، سلطان او امیر انځور عامه اذهانو او زموږ فوکلور او دولس تفکر کې روښانه کړم؛

زموږ ولسی- شفاهی ادب کې پاچا هغه مقتدر او ټولواک زعیم دی چی لوی دربار او دپاچاهی تخت لری، په رعیت حکم چلوي او د هیواد چارې سمبالوي، قدرت لري، لښکر لري، زور لري، خلک ورڅخه ویریږي، خو یو هوښیار وزیر هم لري. وزیر معمولاً د رعیت غمخور او د پاچا ښه مشاور وي. له نوم سره یې د شا، سلطان او امیر مختاړی یا روستاړی وي لکه سلطان محمود، شاه محمود، تیمورشا او نور. شاهی دپاچهی معادل اومترادف ده. (دا چې ولسی خلک مو “سید” ته باچا/پاچا صاحب وایی دا جدا خبره ده). دوخت په تیریدو سلطنت او پاچاهۍ کې بدلون راغلی او اوس هغه تیر مستبد شاهی نظامونه نشته، خصوصاً له هغه وخته چی داصلاح طلبانو په هلو- ځلو او سرښندنو اساسی قوانین نافذ شول او مشروطه وغوړیده، استبداد پای ته ورسېد. زیاتره سیاسی بحثونو کې تر مشروطه شاهی جمهوریت غوره بلل شوی دی.

مشروطه شاهي ته پارلماني او دیموکراتیکه شاهی هم وایي. په دې کې زیاتره پاچا سمبولیک حیثیت لري، لکه انګلستان کې؛ ټولې چارې حکومت د صدراعظم تر مشری لاندی پرمخ وړي، اساسی قانون،قضا او پارلمان هم شته. نو له مطلقه سره یې توپیر همدې کې دی. څرنګه چې شاهی یوه عنعنه ده، نو ځینی وخت عُرف لاهم خپل اعتبار ساتلی وي(ندرتاً). په مشروطه کې شاه یا پاچا قانون ته مقید دی. مشروطه کې بعضی وخت تثبیت شوی حقوقی عُرفی ارزښتونه هم اعتبار  لري، مګر پاچا  په خپل سر پریکړې نشي کولای  او د استبداد د دورې په شان  د مطلق  فرمانونه نشی صادرولای. د استبداد او مطلقه سلطنتونو او پاچاهیو دوره اکثرو هیوادو تیره کړې ده، چې اوس هیڅ ځای کې نشته. د زرګونو مبارزینو او آزادی غوښتونکو د ویاړلو مبارزو په پایله کې دنن ورځې له متمدن او عادلانه ژوند سره اساسی قوانین نافذ شوی، استبداد پای ته رسیدلی او ولس ته خدمت، ترقی راوستل او هوساینه د نظامونو اساسی دندې دي. شاهی نظامونه تر ډیره میراثی و. یعنی شهزاده به ولیعهد شو، بیا به د سلطان تر مړینی وروسته هرومرو همدی پاچاو، خو اوس داسې څه نشته. زموږ هیواد کې مشروطه د سیدجمال الدین افغانی د افکارو زیږنده او بیا د مولاناسرور،محمود طرزی او نورو ملی منورینو په هڅو او سرښندونوبریالی شوه، لومړنی مُدرن- وګړنیز اساسی قانون( نظامنامه) د اعلیحضرت امان الله خان پرمهال جوړ شو. د سید افکارو په ایران او ډیرو نورو آسیایی هیوادو کې هم تاثیر درلود. په مشروطه شاهی کې پاچا له سیاسی ګوندونو څخه مستقل وي اودصدرات مقام هم شاهی کورنی پورې اړه نه لري. په دې حالت کې د پاچا سمبولیک رول د ځمکنی بشپړتیا، اساسی قانون، ملی یووالی او ددولت د دوام اوثبات تضمین کوونکی وی او شاه عنعنوی مشروعیت لری. عجیبه ده چې له دې پلوه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې  زموږ سپین ږیري د افغانستان د مشروطه شاهی دورې ارمان کوي، خو ځوانانو نوره  له پاچهی سره خدای پاماني کړې ده. نه هیروو چې همدا اوس هم یو شمیر هیوادو کې شاهی نظامونه شته؛ له اروپا نیولی (ډنمارک، انګلستان، تر استرلیااو آن تر اُردن ، کویټ، مراکش …، جاپان کی خو پاچا امپراتوردی!)خو دا یو هم  مستبد نظامونه ندي. دغه پاچایان شخصاً د حکومت په پالیسیو، د وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په تقرر او لرې کولوکې مداخله نه کوي. ځینی سیاستپوهان وایي: “د نن ورځې پاچایان سلطنت کوی، خو فرمانونه نه صادروی! “.

البته په مشروطه کې هم، په نهایت کې، پاچا یو شمیر اوچت صلاحیتونه لري لکه، د تصویب شوی اساسی قانون توشیح، د انتخاباتود پایلو تائیدول، او دجګړې او سولی اعلانول، د شورا انحلال او داسې نور چې دا ټول صلاحیتونه او حالات یې اساسی قانون کې درج دي (و.ګ: دافغانستان دشاهی دولت اساسی قانون).

نن ورځ نړۍ کې  سیاسی ګوندونو او د هغو فعالیت ته  ډیر اهمیت ورکول کیږي، خودشاهی نظام لرونکو هیوادو پاچا په هیواد کې د سیاسی ګوندونو په اړه کاملاً بیطرفه وي، داځکه چې هغه د ټول ملت سمبولیک استازی دی. ځینو هیوادو  په خپلو اساسی قوانینو کې ځانګړو شرایطو کې پاچا ته د اړتیا پرمهال فوق العاده واکونه هم منلي دي. په نیمه مشروطه شاهی کې بیا د پاچا صلاحیتونه زیات وي، چې اوسني وخت کې دا ډول نیمه مشروطه نظامونه نشته، بلکې زیاتره پارلمانی پاچاهي/شاهي نظامونه دي. کومو هیوادو کې چې همدا اوس هم شاهی نظامونه دی، ولسونه یې له دوی څخه راضی دي، دا شاهی نظامونه دومره وګړنیز او خدمتګاره دی چې هیڅوک د جمهوریت په فکر کې ندی، بلکي شاهی تائیدوی لکه دجاپان خلک. اما مستبدانه ټولواکي د تاریخ په اوږدو کې د لویو سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې د سمونپالو روښانفکره غورځنکونو په تلاش ړنګ او جمهوری روښانه، ولسی او دیموکراتیک نظامونه پلی شوي دی، چی د هر هیواد تاریخ یوبل سره څه ناڅه توپیرونه لري.

خدای وکړی پوښتنه لنډه ځواب شوي وي.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.