زموږ بانکنوټ او د بازار ستونزه

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 5048

۲۰۲۲/۱۱/۲۶

زموږ بانکنوټ او د بازار ستونزه:

تېره اونۍ د نړۍ په کچه څو پرله پسې اقتصادی تحلیلونه او راپورونه راغلل؛ د اوپک پلس پریکړه، دپخوا په شان د انرژی دبحران مسئله، د اکتوبر دشپاړسمی په مناسبت د غذایی مصئونیت موضوع او په زړه پورې راپور د( Is it a good time to buy physical gold?) تر عنوان لاندی او یو څو نور.

 ( Money Week)هم  په زړه پوری تحلیل نشر کړی دی. دغو ټولو موږ ته زموږ د خلکو د خوراکی توکو د عدم مصئونیت او زموږ د فزیکی پېسو(بانکنوټ) اندېښنه راواچوله.  هسې هم د اقتصادي راپورونو په لوستلو چې دا دی وروسته د کرونا له بحران څخه ډیر اقتصادونه بیرته مخ په ښه کیدو دی، هیلې زیاتې شوي، خو له بلې خوا د اوکراین جګړی په ځینو هیوادو کی د انرژی بحران او داقتصادی ودی دګراف د بیرته ټیټیدو تشویشونه رامنځه کړي دي.

په افغانستان کی په دغو میاشتو(میزان- قوس) کې زموږ یو شمیر محصولات لکه تازه میوی، انګور، انار، مڼې، پیاز، رومی او کچالو بازارته عرضه کیږی، نو دبزګرانو او بڼوالو د یوکال خوارۍ ثمر ته رسییږی، خو افسوس چی د زیرمه کولو او پروسس هیڅ وسایل یی نلرو، بندورنه او ګمرک مو هم د وخت له مخی تنظیم شوی لازم رهنمود نلری، نو په نیمه بیه راڅخه له لاسه وځي. دی سره یو ځای په بازار او اقتصادی سایکل کې د بانکنوټ ستونزه هم لرو. موږ فعلاً صرف پنځه ګیز سِکه لرو، نور ټول بانکنوټ دي، خو له نیکه مرغه پیسې مو لاندني خصوصیات په بشپړ ډول لری:

۱. د ټولو لپاره د منلو وړ دی؛

۲. بادوامه دي؛

۳.استفاده ورڅخه آسانه ده،(خوپه کوچنیو اجزاوو؛ لکه دوه افغانیګی، یو افغانیګی او پنځوس پولیز نشی ویشل کیدای)؛

۴.ارزښت یې هم د ډیرو بحرانونو سره سره لله الحمد تر اوسه نسبتاًثابت دی؛

۵.تولید، چاپ او نشر یی د جعل کارانو له واک بهر دی.

۶.ملی سمبول او افغانشموله ارزش دی. له دې ټولو اوصافو سره مو پیسې(افغانۍ) خپلی دندې هم ترسره کوی، مثلاً ؛ د مبادلی وسیله ده، ارزش ټاکی( دارزش معیار دی)، د پور او سپما وسیله ده، د شمیرلو واحد دی او دې  ته ورته دندې.

پیسې په اقتصادی راکړه- ورکړه کې لکه د شریان کې دوینې حیثیت لري. د دغه اهمیت او مشابهت سره سره، د چلند له امله بانکنوټ استهلاک کیږی. افغانان بالعموم د پیسو فزیکی ساتنه کی احتیاط نشی کولای. همدا اوس زموږ یو صفرلرونکی بانکونوټونه کاملاً استهلا ک شوي دي، اړتیا ده چی نوی چاپ شی ( شی  یا نشی؟). موږ هره ورځ ګورو چی پیرودنکی او پلورنکی یو بل سره په لانجه وی چی دا نوټ اخلم او دا نه اخلم…

نو بانکنوټ باید څه وخت چاپ شی؟

باید هیره نکړو چې؛ د پیسو نشر فقط د اړتیا له مخې وي، نه د وخت له مخی. د پیسو/بانکنوټ دنشرتصمیم فقط مرکزی بانک پوری اړه لری، چې عالی شورا وروسته تر ژور تحلیل څخه سفارش وکړی. په دې برخه کی هم نظریات له پخوا یوبل سره  توپیر لری.

اقتصادی بحثونو کې ځینی مسایل هغسی نه وی، لکه څرنګه چی په سترګو ښکاري.  یوه مشهوره خبره ده چې وایی:  په اقتصاد کی  یو پټ لاس عمل کوی .  یا : کله چی دوه اقتصاد پوهان یوه موضوع په دوه ډوله وایی ، درېیم یې هرومرو په درېیم ډول بیانوی (!) .

له دی څخه مقصد داو چی اقتصادی مسایل نظر وخت، هیواد، شرایطو او ډیرو نورو  عواملو له مخې ډیر توپیر مومی . له پخوا څخه د فزیوکراتانو، مرکانیلستانو، کینزیانو  بیا تر نیوکینزیانو پورې نظرییاتو توپیر کړی .

پېسې څه دي؟ پېسې هغه وسیله یا جنس دی چې خلک یې دخپلو اړتیا د پوره کولو لپاره د  اجناسو او خدماتو د تبادلی لپاره کاروي. پېسې دجنس په جنس تبادلی یا طبیعی اقتصاد څخه وروسته رواج شوی، چې بیلابیل شیان لکه پوستکی، بیا فلز او بیا طلا د پېسو دنده پر مخ بیوله. نن ورځ پیسی د سکې، بانکنوټ، پلاستیکی پیسی، پیسوته ورته پیسې( near money) او نورو بڼو او مفاهیموباندی لیدل کیږي. البته په لویه اندازه معاملو کی نن ورځ د ارزښت لرونکو پاڼو ذکر هم ضرور دی. زموږ هیواد کی لا اقتصادی مسایل دومره پرمخ ندی تللی، موږ لاهم د پیسو ساده بحث کی یاستو. لا هم موږ ساده مسایل باید حل کړو چې یو پدی کی فعلاً د استهلاک شویو بانکنوټونو د معضلی حل کول دي. پخوا به زاړه او استهلاک شوی بانکنوټونه د بانک په واسطه را ټول  او د هیئت په وړاندی به سوځول کیدل، اوس د ځانګړی ماشین په واسطه ټوټه ټوټه کیږی او له چلند وځی، پرځای یې نوی نشر شوی  بانکنوټ بازار ته وځي، دا هرڅه د یوې محاسبی له مخې وي. بانک کولای شی له منځه وړل شوی او بیا د اړتیا وړ نوی بانکنوټونه وسنجوی.

د دغې ستونزی حل ته عام خلک هم اړ دي او د افغانستان بانک هم دا ستونزه درک کوي. د نوي بانکنوټ د چاپ مسئله د جمهوریت وروستیو ورځو کی هم مطرح وه، آن داچی کارونه یی ترډیره پرمخ تللی وو، خو دجمهوریت ناڅاپی سقوط، د امارت په رسمیت نه پیژندنی او د مرکزی بانک د استقلالیت شک دا اقدام وځنډاو. تېر کال دا مهال امریکی د دوحی دتوافق له مخې وغوښتل د نویو پیسو د نشر په هکله طالبانو سره مرسته وکړی، خو د نجونو د ښونځیو د تړل کیدو اعلان دا اقدام تر نن ورځې پورې بیخی منتفی کړ.

که دا ستونزه حل نشی، د امارت اعتبار، د خلکو د ورځینو معاملو جریان، د پېسو د فزیکی حجم کمښت او په نهایت کی به د افغانیو د کارولو په برخو کی لا زیات مشکلات پیدا شی. که بیا د ګاونډویو هیوادو پېسې د هیواد دننه معاملاتو لار ومومي، دا به زموږ ټول اقتصاد ته یوبل لوی ګوزار وي.

د حل لاره  دا ده چې د افغانستان بانک دی مستقل حقوقی شخصیت په توګه تبارزوکړی، مسلکی عالی شورا دی واک واخلی، اسلامی امارت دی د ملت او نړیوالو غوښتنو ته پام وکړی. ډیره ضرور ده چې مرکزی بانک د بازل کمیټې مرسته او مشوره جلب کړی او دنیاوالو ته د دغه وضعیت د دوام عواقب وښیی چی اصلی متضرر به یې عام ولس اوخلک  وي. دوی کولای شی د دوحی د توافق د یوه لوري په توګه امریکا دی ته متوجه کړی چی د نورو مرستو ترڅنګ دی د یوصفرلرونکو نویو بانکونوټونو نشر کې ورسره همکاره شی او هغه کمپنۍ چی د نویو بانکنوټونو د نشر قراداد لري، دی ته اړه کړی چی د پخوانی قرارداد په دوام فعلاً د ضرورت وړ اندازه نوی بانکنوټ چی سریل نمبر یی هم مرتب شوی، چاپ او افغانستان بانک ته یې وسپاري ( البته څومره او څرنګه چی هغه  وخت پریکړه شوی وه، هغه اعتبار لری). روڼاندی او مسلکی پوهان دی هم دا غږ اوچت کړی چې؛ که نړیوال له دې طریقه غواړي په امارت فشار راوړی، دا به پرامارت فشار نه، بلکې د ټول هیواد پر اقتصاد او د ټول ملت پرژوند به فشار وي.

یادونه:  دا فقط د همدې نن ورځې یوه مقطعی او موقوته لیکنه ده، د اوضاع او شرایطو په بدلون سره به تحلیل او حل لاره هم بد لیږی. څومره چی لیدل کیږی، اوس دا دی  د سلګیز بیا نشر ته چی دوه صفره لری هم اړتیا پېښه شوی  ده. اما د افغانیو پنځه سویز او زرګیز بانکنوټونه ډیر ندی مندرس.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.