اوسني وخت کې د اوبو ارزښت

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 4128

۲۰۲۲/۱۰/۱۵

اوسني وخت کې د اوبو ارزښت

( دطبیعی منابعو د بحث اتمه مقاله)

د اوبو د اهمیت دا بحث دتیرو مقالو په ادامه دی. طبیعی منابع هره یوه یې خپل اهمیت لري. دا به مشکله وي، چې له ځینو برخو څخه یې سترګې پټې شي، خو بیا هم ځینی یې لومړیتوب لری، لکه اوبه. دا ځکه چی دا دژوند اصلی ماده ده. د اوبو اهمیت له هیچا پټ ندی، بشریت اوبو ته په لاندی مواردو کی اړتیا لری:

  • د څښاک لپاره،
  • دڅارویو روزنی لپاره،
  • د کښت  او بوټو د روزنی لپاره،
  • د بیړۍ چلولو لپاره،
  • د کبانو او نورو اوبیزو ژویو او بوټو او سرچینو د ترلاسه کولو لپاره (لکه سفنج، مرجانونه  اونور)،
  • د بریښنا  د تولید لپاره،
  • د صنعت دپروسې لپاره،
  • د هغو د څپو یا مدوجزر(tidal ) لپاره
  • د فرحت او تفریحی سیمو د جوړول, لپاره ,
  • دپاکی او پریمنځلو لپاره  او داسې ډیرو اړتیاوو لپاره ، نو قران عظیم الشان په حقه سره فرمایی چې: ژوند له اوبو څخه دی.

د زمکې پرمخ، دځمکې لاندې طبقاتو(اکویفرونو) کې،  دزمکې  پرمخ(روانې اوبه)، دزمکې له مخ پورته په هوا کې دبړاس په بڼه، د غرونو  اودوقطبونوکنګل بڼه ټول هایدروسفیر جوړوي. د هایدروسفیر ډیره برخه  په لویو سمندرونوکې ده، آن  دا چې ویلای شو چې د زمکی د مخ په سلو کې اویا برخه اوبه  او پاتې په سلو کې دیرش وچه ده.

ستونزه  دا ده چې تازه او خوږې( د استفادې  او څښلو وړ) په ټول هادیرو سفیر کی ډیره لږ ( په سلو کې یواځې دوه) برخه جوړوی.  په  تیره بیا  سیندونه تر ټولو لږ برخه اوبه جوړوی. د سیندونو اهمیت ته په کتو سره پخوا کلونو کې یوه جلا علمی څانګه د ( Potamology)  په نوم رامنځته شوی وه، چې د وخت په تیریدو سره دغه علمی دسپلین اوس د نړۍ په پوهنتونو کې د (Rivers Studies ) په نوم مطالعه کیږی، اوس  Hydrology د  Potamographyځای نیولی دی .

اوبو ته اړتیا ورځ تربلې زیاته،  خو متاسفانه د استفادی وړ او تازه اوبو( fresh water) اندازه او کیفیت مخ په کمېدو او خرابېدوی دی. له همدې امله نن ورځ اوبه  اقتصادی ماده پيژندل شوی او  د  دوبلن کنفرانس د اوبو د استفادی اصول وښودل. سیاستوال وایی چی راتلونکی  جنګونه به په تیلونه، بلکی په ابو باندې وي.

افغانستان د جاری (د زمکی دمخ) د اوبو د کیفیت او کمیت له پلوه په ښه حالت کی دی( زموږ د اوسنیو معلوماتو له مخې)، خو د استفادی او مدیریت کولو په برخه کی یو ډیر وروسته پاتی هیواد دی.  د کرنی لپاره همدا اوس موږ یوه ثانیه کی ۱۱۰۰مکعب مترو ابو ته اړتیا لرو، دا په داسې حال کی چی د هیواد د کرنی وړ زمکی د ټول مساحت څخه صرف ۱۱٪ دی چی له هغی جملی صرف ۱،۷میلیون هکتاره زمکه کرل کیږی، حال دا چی د کرنی وړ زمکو ساحه تر دی لا زیاته ده او کیدای شی ۵،۳ میلیون هکتاره زمکه تر کښت لاندی راولو ، خو متاسفانه تر کښت لاندی نده راغلی. یوشمیر زمکی مو شاړی شوی او نوری د کرنی له استعمال وتلی او د ښاری، مسکونی،  صنعتی، خدماتی او نورو استعمالونو لاندې راغلی دی. له دی واقعیت څخه ښکاری چی د کرنی برخه کی موږ د اوبو او زمکی استفاده کی ناکام یاستو. موږ هریو د څښلو لپاره له زرمکعب متره  تر دوه زره مکعب مترو اوبو ته اړتیا لرو  چې اوسنی نفوس مو ۳۵میلیونه دی، نو د راتلونکی لپاره دا اړتیا هم زیاتیږی. هغه هیوادونه چی د فی نفر لپاره له   ۱۰۰۰مکعب متره څخه کمی اوبه ولری، هغو ته د اوبو په کمښت اخته هیواد وایی. اوس په نړۍ کې ۲۶ هیوادونه د اویو په کمی اخته دی. سره له دی چی له فضا څخه د اوبو اندازه زیاته ښکاری، خو متاسفانه د استفادی وړ او خوږی اوبه ډیرې کمې دي.

زموږ هیواد کی د اوبو سرچینې له باران او واورو(ورښت) څخه پوره کیږي، چې دهغو له ۳۰٪ کار اخیستلای شو نورې ۷۰٪ یی یا په شګو کې ننوزی یا له هیواده بهر وځي. زموږ د جاری یا دزمکی پرمخ د روانو ابو اندازه یوه ثانیه ۷۰ـ۷۵ میلیارده مکعب مترو پوری ده، له دی سره یوځای ترزمکی لاندی اوبو اندازه مو هم همدومره یا تر دی لږ کمه ده.  تقریباً  دواړه د خوشحالی وړ مقدار دی. د بریښنا د تولید اود کرنیزو زمکو د پراخولو لپاره موږ له ۴۰۰ تر ۵۵۴بندونو پوری جوړولای شو چی دا ټول سروی شوی هم دي، خو متاسفانه موږ فعلاً ډیر کم د اوبو انحرافی او ذخیروي بندونه لرو، لومړنی بند د جبل السراج د اوبو بند دی چی د امیر حبیب الله خان پر مهال یی سروی وشوه، په  ۱۹۲۱م. کال کی د اعلیحضزت امان الله خان په دور کی جوړ شو او وروستی هغه د کمالخان بند و چی څلور کاله مخکی یی دریمه مرحله تکمیل او څلورمه یی چی د کانالونو غځول او کرنیزو زمکو ته د اوبورسول دي، پاتی ده. قوشتیپه کانال چی د اوبو بند نلری ، مګر د اوبو د استفادې یو ښه فرصت به وي، هم څوکاله مخکی  یی کار پیل او د۲۰۰۰شاخوا تخنیکی بیلابیل وسایل او ماشینری ورته موظفه شوی وه، خو اوس یی چاری ولاړې دي، په دی توګه د اوبو په سرچینو زموږ کار ډیر ځنډنی او ناکافی و. ترټولو غوره او ګټور بند د نغلو بند دی  چی ذخیروی او کنترولی رول لري او د بریښنا تولید یې ۹۷۵۰۰کیلواټه دی چی څلور توربینونه لری. د درونټې د اوبو بند دبریښنا د تولید څخه برعلاوه څلور میکانیزه فارمونه خړوبوی او په زرګونو جریبه شخصی زمکو ته اوبه رسوی، نوربندونه لکه کجکی، سروبی، ماهیپر، پلخمری، بخش اباد، چک، داله بند او نور هم لرو، خو د برېښنا د تولید یو شمېر توربینونه پرته له کوم بند څخه فعال شوی لکه د کونړ د بریښنا دتولید فابریکه او یو څو نور.

د اوبو د استفادی ډیر مهم مورد په کرنه کی دی. موږ کولای شو څلورنیم میلیونه هکتاره نوی زمکه تر کښت لاندی راولو چی دا به په استخدام او د کرنیزو تولیداتو په زیاتولو کی ډیر موثر اقدام وي. یواځې دهیواد جنوب(فراه، هرات، کندهار او هلمند) د نوی میليونه وګړو لپاره د غلی د تولید ظرفیت لري، په دې شرط چې د دغو سیمو سیندونه مدیریت شی.

بشریت له صنعتی انقلاب وروسته؛  او بیا د ساینس او تکنالوژی په پیړۍ کې  د علم او پوهې په ډګر  کی ډیرزیات بریالیبوبونه لری، ګڼ شمیر ناروغۍ اوس دعلاج وړ ګرځیدلي ، ډیرو  ته واکسین جوړ شو، حاصلات لوړ شول، د ژوند سهولتونه برابر او تکنالوژی دانسان په خدمت کې  ده، انسان د کیهان لرې څنډو ته ورسید، مکر د اوبو مهیا والی  یاwater availability هغه ستونزه ده چی بشریت ورسره د لومړی ځل لپاره مخامخ کیږی.

( دافغانستان دسیندونو او جاری اوبو وضعیت به وروسته توضیح کړو).

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.