مدرسه، مکتب  او پوهنتون

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 1376

۲۰۲۲/۰۹/۲۸

مدرسه، مکتب  او پوهنتون

ځینی وختونه زموږ هیوادوال د هغوکلماتو او نومونو په جال کې ګیر او د هرې یوې د مانا په موندلو کې سرګردان شي چې مضری او حرامې ندي، په دې کې ځینی دوی ته ډیرې (بی رواجه) او ځینی ورته آن مقدسې بریښي. یووخت کوپراتیف دومره د خلکو بد ایسېد چی بالکل یی د کفر معادله ګڼله، حال داچې ایران کې دی ته تعاونی وایی او هغه هم اسلامی نظام دی. یا بیرق، وطن، عسکر، ملی سرود چې یو شمېر یې غیراسلامی بولي.مشکل دا دی چی دحکومتونو چلند باید سم او د خلکو په خوښه او د دوی له پوهې سره برابر وي. سیاسی قدرتونه که تر نیک او ښه شعار لاندی هم په ولسونو ظلم وکړی، هغه ښه شعار هم خپل اهمیت له لاسه ورکوی. وېره او اندېښنه دا ده چې ورو ورو ترقی، تکنالوژی، سواد، مکتب او دې ته ورته بی ضرره کلماتو سره زموږ خلک حساسیت پیدا نه کړی. په دې کې مکتب، مدرسه او پوهنتون هم راځي.

مدرسه یعنی د درس ځای. هغه محل چې ماشومان او ځوانان پکی درس وایی. د ایران اسلامی جمهوریت کې مکتب ته مدرسه وایی. د مکتب کلمه عربی ده چې له ورایه ښکاری چی د کتاب او لیکنی ځای دی او پوهنتون، یعنی هغه ځای چی پوهه پکی زده کیږی، پوهه ورکول کیږی، پوهه زیاتیږی او مسلکی- علمی څیړنی پکی کیږی. په یوشمیر هیوادو کی د دی ترڅنګ وړکتون  او دتربیت بدنی انستیتیوتونه هم شته چی دهغو موخه هم روزنه ده؛  توپیر دادی چی وړکتون د ډیرو کوچنیو ماشومانو لپاره ده او ترتبیت بدنی د ورزش او سپورتونواو تکړښت ځای دی.

 دا ټول د ټولنی په خیر او د ارزښت لرونکی دی. اوس په نړۍ کې اسلامی پوهنتونونه دي، چې د فقهی او شرعی مسایلو په اړه څیړنی کوی، کتابونه خپروی او ځوانان د دین په برخه کی تربیه کوی، زموږ په هیواد کی هیڅ داسې مکتب نشته چی دنیات او قراکریم پکې تدریس نشی او مدیران او ښوونکی یی ټول لله الحمد مومن، متقی او مسلمان هیوادوال دي. مدرسې اوپوهنتونونه مو هم له محمدی غرا شریعت او دلوړو زده کړود موسساتو له قانون سره سم فعاله دی او کوم مشکل نلرو، خو یو شمیر کسانو بی سنجشه دا خبره مشهوره کړی چی ګویا مکتب او مدرسه یو بل سره جوړ ندی!!

ځینی بیا وایی چی تیرو حګومتونو مدرسو ته هیڅ پام ندی کړی، خو مکتب ته ډیره توجه شوی ده. دوی وایی انجنیرانو، ډاکترانو، فارمسستانو، د زارعت متخصصانو او نورو ته د حکومت له خوا مقررواستادانو درس ویلی او لیلیه ورته مقرره او میزوچوکی یی لرلی، خو مدرسی میزوچوکی او لیلیه نلرله. دځینو نورو شکایت دا دی چی د عصری علومو رشتو کی ډیر کسان روزل شوی، خو شرعیاتو کی لږ. حال داچی واقعیت د دې سرچپه دی.  پوهنتونونه هرکال ټولو پوهنځیو ته په مساوی  تعداد او دظرفیت له مخې محصلان جذبوی، د شرعیاتو دپوهنځی سهم تر نورو زیات وی خو کم نه، دمرحوم ظاهر شاه له مهاله د شرعیاتو پوهنځی ترټولو ښه تعمیر کې و او خپله مجله یی لرله، په دې وروستیو کې یې د طب پخوانی تعمیر شرعیاتوته ورکړ.  هیڅ څانګه کې افغانستان ډاکتر ندی فارغ کړی، خو شرعیاتو کی لله الحمد موږ د دوکتورا برنامی  لرو. له بلی خوا شرعیاتو ته هم عمومی فارغان او هم د مدارسو فارغ جذبیدای شی. دشرعیاتو له فاکولتی پرته، موږ له ډیر پخوا کابل کی عربی دارالعلوم او د ابو حنیفه مدرسه او په هر ولایت کی مدرسی لرلې. په دې توګه دلته کومه بی عدالتی نشته. هماغه امکانات چی نورو محصلانو ته مهیا دي، دشرعیاتوپوهنځی ته هم مهیا دي. د شرعیاتو د پوهنځی تشکیل ترډیرو نورو پوهنځیو وسیع دی د افغانستان د علومو اکاډمی کی د اسلامی ثقافت او علومو د معاونیت تشکیل د نورو دوو په پرتله دوه ځله زیات دی، د مکتب متعلم ته والدین لګښت ورکوی، خو مدرسی ته د طلبه و لګښت د دوی د والدینو څخه برعلاوه هم حکومت او هم ولس ورکوي. مدرسې هم د حکومت په بودجه او هم د ولس په اعانه (چنډه) جوړیږي. که د شمیر له پلوه وګورو؛ هرکال موږ د مدارسو زرګونه فارغان لرل، خو د طب، ساینس فزیک، فارمسی برخه کی ایله موږ سل فارغان لرل. بعضی ضروري رشتې لکه هایدرولوژی او نوری بیخی لرونه.

د دغو مجبوریتونو له مخی به زموږ خلکوغاښ ایستل، سنتګری، د دانو(تومور)ایستل او ډیر نور کارونه د ډیرو دردونو په زغملو او د صحی خطرونو په منلو سره د محل دسلمانی په لاس اجرا کول، کرنیزی او دمالداری نارووغی به یی د سپاندو د ګیډۍ اوسرو ټوټو په تړلو د علاج وړ بللی، د اوبود بندونو او ویالو ایستلو، کولبی او د ژوند د ډیرو نورو کارونو لپاره یی تخنیک او تکنالوژی نلرله. یعنی زموږ ټولنه د مسلکی متخصصینو له کمښت او قحط سره مخ وه  او ده، خو لله الحمد د طلباوو له کمښت سره مخ نه وه او نه ده. زموږ خلک له پخوا تراوسه د ساینسی او عصری علومو په برخه کی د مسلکی تعلیم یافته ګانو د نه لرلو له امله ډیرو ستونزو سره مخ و او دي. په دې ترتیب که چیری موږ یو څو د ګوتو په شمیر د مکتب فارغان لرل، دا باید داسی ونه انګیرو چی مکتب ته توجه شوی او مدرسی ته نده شوی، بلکی برعکس مکتب ته لا هم توجه زیاته په کار ده. په پنځوسو اسلامی هیوادو کی مکاتب او پوهنتونونه  شته او ښځې او نارینه پکی علم زده کوی چی په دواړو فرض ده. د دوی فراغت دینی چارو ته هیڅ زیان او خطر ندی پېښ کړی. مکتب څخه انجنیر فارغیږی چی دمدرسی ودانی جوړه او خلکو ته دبریښنا بندوبست وکړی، مکتب موږ ته د زراعت متخصص تربیه کوی چې خلکو ته میوې دانې وروزی، ډاکتران مو معالجه کوي، فارمسست دوا راته جوړوی، کمپوترکار راته تیلفون کمپوتر او نور وسایل ترمیم او راښيي، دمکتب فارغ راته بانکی چاری پرمخ بیایی او عمرانی چاری راته سمبالوی …لنډه دا چی عالم اسباب کې دا ټول ضرور دی. اسلام د عزت دین دی، نه د ذلت. عزت پوهه او ښه اقتصاد کې ده، ذلت په فقر کی دی. د مکتب هیڅ شاګرد د مدرسی له طالب سره مشکل نلری. آن دا چی ډیرو مکتب لوستیو دینی علوم هم لرل او د مسلکی پوهې ترڅنګ ډیر ښه په شرعی مسایلو آګاه وو.اما شاید د یو شمېر لمسونونو له امله به د مدرسی فارغ په پټو سترګو له مکتب سره مخالف و، همدی مخالفت یو څه ستونزی پیدا کړی وی، د دی مشکل د حل لپاره باید ذهنونه روښانه شي، ورځ په ورځ مکتب ته د لیوالتیا له امله یو شمیر داسی انګیری چی د مکتب فارغ د مدرسی مخالف دی، حال دا چې هیڅکله داسی نه و او نه دي. نو په دې خاطر چی  د علومو په زده کړه کی مو فرض او فرض کفایی دواړه ادا کړی وي، له عصری علومو سره پخلاېنه پکار ده. شاید یو شمیر مغرضین زموږ د ملت د غلام ساتلو او د دوی د شتمنیو دلوټ په خاطر په عمدی ډول دی ډول مصنوعی تضادونو ته لمن ووهی، خو افغانان د خپلې راتلونکی او خیر په هکله اوس ډیر هوښیار شوي دي. ما خپله له جومات شروع کړی،سیپاره، پنج کتاب شروط صلوة او نور دینی کتابونه مې ولوستل بیا می مکتب هم ووایه، مکتب کې مې د دینی ارزښتونو په وړاندې کومه ستونزه ونه لیدله. نن چې نور ملکونه آزاد، ماړه او پرمختللی دي، ټول د تعلیم برکت دی.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

n[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.