دطبیعی منابعو آفت

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 683

۲۰۲۲/۰۹/۲۷

د طبیعی منابعو آفت

“Natural Resources Curse”

 په بیلابیلو هیوادو کې د طبیعی شتمنیو په هکله علمی اداری فعاله دي. یو شمیر پرمختللو هیوادو کې د دوی په سلو کې تر شپیته بودجه د علمی څییړنو په هکله ده، د دوی راز راز پرمختګونه او ترقیات د علمی څیړنو له امله دي. څیړنو وښوده چې د یوشمیر منابعو او کانی توکو د قحط ویره شته. همدا اوس د نړۍ په کانونو کې مس، قلعی او کدمیم یواځې د څو کلونو لپاره پاتی دي. په دې کې هیڅ شک نشته چی صنعتی هیوادونه د کانی توکو لپاره خپلو ستراتیژیو کی نوری جغرافیاوی (هیوادونه) هم په پام کی نیسی او آن د زمکی له اتموسفیر بهر د منابعو په لټه کې دي. اصلاً د “ستراتیژیک عمق ” اصلی ټکی شتمنی ترلاسه کول او په اقتصادی سیالیو کی بری موندل دي. د انرژی د بحران په دی شرایطو کې ځواکمن هیوادونه د بیلابیلو طریقو او لارو څخه د ضعیفو هیوادو منابع لوټي. بیځایه نده چی (Amartya sen) د پرمختیایی هیوادو په ننګه پاڅید او د ملګرو ملتونو د  UNCTAD کنفرانس په نړیوال تجارت کې د پرمختیایی هیوادو د خامو موادو د بیو په هکله د عدالت او مناسب قیمت ټاکنې غوښتنه وکړه.  که چیرې ضعیف او د مدبر مدیریت نه لرونکی هیوادونه له دغو قضایاوو بی خبره وی یا ورته اهمیت ونلری، که څومره هم د طبیعی شتمنیو لرونکی وي، خو دا شتمنی به د عطیې او برکتونو په عوض ورته آفت وګرځي. دلته به یی یو څو مثالونه ووایو:

  • یو شمیر هیوادو کې دطبیعی منابعو پروسس چاپیریالی ستونزی رامنځته کړی دی، هغه هیوادونه چی زیات نفت او د ډبرو سکاره تولیدوی، د دغو کانونو استخراج د سیمی هوا د لوګی او ناوړه ګازونو اود  لیږد پر مهال یې ثقیله ترانسپورت دوی ته ګواښ پېښ کړی، آن دا چی دآسترلیا د علمی څیړنو مرکز ویلی چی  د دی هیواد کانګروګان چی د دوی یوه شتمنی ده، خو د معدی د ګازاتو له امله یی هواته د ککړتیا ګواښ پېښ کړی دی.
  • د یو شمیر خامو توکو لوړ صنعتی ارزښت، د سیمی خلک دی ته هڅولی چی په دغو منابعو هجوم وروړی او په نتیجه کی ایکو سیستم ته زیان واړوی، د بیلګی په توګه د کبانو د یوځانګړی ډول  د غوښې لوړه بیه د دی لامل شوه چې د دغو کبانواندازه بیخی کمه شی، زموږ هیواد کی د لرګیو اوچته بیه او بیلابیلو ضروری او غیر ضروروی اړتیاوو ته یی مصرفول ددی لامل شوی چی دهیواد د ځنګلونو له نیمایی زیات مساحت لوڅ او ځنګل له منځه ولاړ شی، د دی په پایله کی لوی طبیعی آفتونه لکه سیلاوونه، بیدیا کیدل، د اورښتونو کمښت، د هوا تودیدل او د میوه لرونکو ونو له منځه تلل یی یو بل مثال دی،
  • یو شمیر هیوادو کې د دوی یوی شمیر سرچینو سیاسی ستونزی را منځته کړی لکه په افریقا کی د نیل سیند چی نه یواځې ایتوپیا (حبشه) او مصر، بلکې څو هیوادونه یی سیاسی کشمکش ته اړ ایستلی، یا هند او پاکستان. ممکن کال په کال د اوبو قلت دا ډول ستونزی سیند لرونکو هیوادو ته چې قانونی اوحقوقی چوکاټ یی لا ندی جوړ کړی او لازم مدیریت او زیربناوی ورته نلری، دوی ته به راتلونکی کی په آفت واوړی،
  • یو شمیر هغه هیوادونه چې د خپلو پریمانه طبیعی شتمنیو د استخراج او پلورلو له امله پوره بډای شوی دی، د بشپړې عیاشی او غفلت په لوری  تللی دی. دوی د نړۍ د نویوکشفیاتو، اختراعاتو، ادبی پنځونو، هنری خلاقیت، کلتوری لاسته راوړنو، په نړیواله کچه سیاسی لابیګری، په ریښتنی معنا مطبوعاتو، تخنیکی او صنعتی تولیداتو، علمی تجربو او دې ته ورته مسایلو کې ډیر وروسته پاتې او ګوښه شوي دي، که څه لری هم، د نورو هیوادونو د متخصصینو د استخدام او د نورو  هیواو د تولید شوی تکنالوژۍ له برکته دی. په دې برخه کې سعودی عرب یو مثال کیدای شی چې د بیخرته پریمانه پیسو او شتمنیو په لرلو سره سره، په پورتنیو مواردو کې  د اسرائیلو،جاپان، سنګاپور، کوریا…په شان  کوچنیو او بی سرچینو هیوادونو تر بریده نشی رسیدلای ، حال داچې شک نشته چې د عناصرو د تعویض  یا هم د ځمکې له اتموسفیر بهر د نویو انرژیکی منابعو په کشف سره ممکن د دوی د یواځنی منبع(نفتو) ارزښت ډیر ټیټ یا حتا له منځه ولاړ شی، بیا به دغه ډول هیوادونه  دتش لاس له امله، په ټولو ساینسی او سیاسی  برخو کې نورو ته  اړ  وي.  له دې پرته  د دوی د شتمنو خلکو یو شمیر بوختیاوې ډیرې شرموونکی دي. پورته برخو کې ممکن د غفلت یو شمیر نور لاملونه هم وي، لکه جغرافیایی او اقلیمی شرایط، تعلیم او فرهنګی ماحول، تیر میراث او نور، خو یو عامل یې په طبیعی قیمتی منبع ډډه لګول دی.
  • په یو شمیر هیوادونو کې د دوی پریمانه او قیمتی سرچینې د دې لامل شوی چی د ضعیف مدیریت او بی برنامې ادارې له امله ونشی کولای خپل ملی یووالی تامین او له منابعو ترلاسه کیدونکی  عواید،ټولو سیمو کې، په مساویانه او عادلانه ډول  عمرانی پروژو کې د ټول هیواد د وګړو په ګټه ولګوي. د دې مثالونه د جنوبی او شمالی عراق د سیمو د خلکو یو دبل په وړاندې دریدل او دنفاق رامنځته کیدل، په ۱۹۶۰ کې له کانګو هیواد څخه د دغه هیواد د یوه ولایت(کنګولیس) جلا کیدل (کله یې چې د جلا کیدو زیان ولید بیرته ورسره یوځای شو)، د نیجریا له هیواد څخه د دغه هیواد د یوی نفت لرونکی سیمې(بیافرا)جلاکیدل په ۱۹۶۷ کې او بیرته خپل هیواد سره یوځای کیدل و، چی د ډیرو فرصتونو د له منځه تګ او د ولسونو تر منځ د تشویش، زړه بدوالي او ناندریو لامل شو. په سیرالیون کې (۱۹۹۲-۲۰۰۲م. پورې ) د طبیعی منابعو پرسر کشمکش د۷۵۰۰۰تنود مړینې، د۲۰۰۰۰تنو د معیوبیت، د دوه میلیونو د مهاجرت اود ماشومانو د اوږدې روحي ناروغۍ لامل شوه چې د الماسو دفاجعی په نوم ونومول شوه؛
  • که د منابعو سم مدیریت ونشی، د سیمو د اوسیدونکو ترمنځ د پیغورونو او اختلافاتو لامل کیدای شی؛
  • د یو شمیر قیمتی طبیعی سرچینو لرونکو هیوادو تجاربو ښودلی چې د وخت په بهیر کې هغه کسان لوړو مقاماتو او  سیاسی واک ته رسیدلي چې په یو شکل نه په یوشکل یې له قیمتی منابعو ناوړه استفاده کړې او په تاوتریخوالی سره د واک په ګدۍ ناست دي او وار په وار یې د ولس په وړاندې له مسئولیتونو ځان ژغورلی (لکه یو شمیر عربی او افریقایی هیوادو کې)؛
  • د ضعیف، بی کفایته او کاواکه حکومت په حالت کې ستونزه  هغه وخت په افت بدلیږی چې د منبع سیمه د مافیا، قاچاقچیانو یا جګړه مارو لاس ته ولویږی، یا د محل بومی خلک په غیر فنی او ناقانونی ډول هغه تر استفادې لاندې راولی. ځینی وخت آن د هیواد دتجزیې خطر رامنځته کوي؛
  • ملی ارزښتونوته غیر وفادار حکومتونه او قشری حاکمیتونه ملی منابع دخپلو نامشروع ګټو او ډلګۍ په موخه یا وړیا پلوری یا یی جریانی منابع له لاسه وځي، زیاتره وخت د ضعیفو هیوادو خام منابع په ارزانه بیه پلورل او بیرته یی پروسس شوی اجناس په لوړ قیمت ترلاسه کول دوی ته آفت جوړیږی،
  • ځینی وخت دولت د طبیعی منبع په عوایدو ډیره ډډه لګوي او په عاید لرونکو وګړو مالیې ته چندان پاملرنه نه کوی، دا علت د دې سبب ګرځي چې مولدین او متشبثین د مالیې له امله( په تیره بیا د لوړې مالیې له کبله)د لوړ عاید او زیات تولید خواته و نه هڅول شي، او داخلی تولید ته انګیزه کمه شي، نو ځکه د یو شمیر طبیعی بډایو منابعو لرونکو هیوادو دوه پر درېیمه برخه خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي.
  • ځینی وخت د طبیعی منابعو له مدرګه مقاماتو یا بومی اوسیدونکو ته د زیاتو عوایدو په ترلاسه کیدو سره مالی فساد رواج مومی؛
  • د یو هیواد(په تیره د پرمختیایی او وروسته پاتې هیواد) دطبیعی منابعو لوی  آفت د دوی لوري ته دښکیلاکګرو ځواکونو ورماتیدل دی، اصلاً د نوی  استعمار یا new colonialism مفکوره له همدې عامل څخه را پیدا شوې ده، یو شمیر یې لکه په افریقااو منځنی ختیز کې ، خپل خام منرالی طبیعی ثروتونه اومنابع په ډیره ارزانه بیه پلوري، خو خپله صنعت نلری، له بلې خوا بهرنیو تولیداتو سره خو بیخی سیالی نشی کولای، مثلاً د بولویا، مکسیکو او پیرو اقتصاد او ټول ژوند یواځې د دوی د خامو موادو صادرولو پورې تړلی دی ؛
  • دغه ډول هیوادونه د  دوی د خامو موادو د استخراج پر مهال پورونه اخلی، خو کله چی بحران واقع شی او خام مواد یې بازار ونلری، بیا نو مجبور دی چې د اخیستل شویو پورنو ربح ورکړی،  دا حالت دوی ته تر ټولو دروند تمامیږی؛
  • په عادی حالت کې دوی د خپلو خامو موادو په صدور ډډه لګوی او د استراحت په حال کې وي، کومه احتیاطی برنامه نلری، ذخایرو ته پاملرنه نه کوي، بیمې ته پام نه کوي، پرعایداتو تصاعدی مالیاتو ته یې پام نه وي او موثر بانکی سیستم هم نه لري، نو ځکه د رکود په پېښېدو سره پریشانی سره مخامخ کیږی؛ 
  • په دغه ډول یو شمیر هیواو کې د دوی دیر لګښت په نظامی برخه باندی وی مثلاً سعودی عربستان د خپل ملی عاید څخه په سلو کې لس اضافه مصرف په وسلو باندې کوی، حال دا چې په امریکې او ګڼ شمیر اروپایی هیوادو کی  د دوی  د ملی عاید صرف ۳-۴ سلنه په نظامی برخو کې لګیږی.

له  دې بحث او دلایلو څخه موخه دا نده چې  طبیعی منابع و رټو او د چلیپا کرښه ورباندی وکاږو، یا یې خامخا یو هیواد ته  خطر ، زیان یا افت وبولو، بلکې مهمه  داده چې طبیعی منابع دثروت او د ولسونو د نیکمرغۍ په توګه وپیژنوو هغه باید مدیریت کړو، پالیسی او ستراتیژي ورته ولرو او د هغود مالکیت او د راتلونکی مسئولیت منلو احساس موجود وی، له هغو څخه د یوې پانګې په توګه استفاده وشی، پرته له دی چې له کمی یا کیفی پلوه زیانمنې شي. یعنی د پانګی له ګټې باید استفاده وشی، خو اصلي پانګه باید سالمه او ثابته راتلونکو نسلونو ته محفوظه پاتې شي. دا مسایل مو تیرو شپږو برخو کی یاد کړل.

هغه هیوادونه چې خلک یې د ویښتیا او روڼتیا پړاو ته رسیدلي او د ملی شعور کچه یې اوچته ده، دوی ته د دوی منابع افت نه، بلکې شتمنی اوهوساینه ده. اصلاً دغه بحث په اقتصاد، سیاست، پالیسی جوړونه او حقوقو کې د ملی شتمنیو په هکله د خبر ورکوونکی او انګیزه ورکوونکی بحث په توګه مطرح کیږی. پرمختللو هیوادونو منابع د خپلو هیوادونو د راتلونکو نسلونو یو امانت بللی او هغوی ته یې په صحیح او سالم ډول دسپارنی دنده منلې ده. وروسته پاتې ټولنو نه یواځې دا چې د خپلو طبیعی منابعو په هکله مطالعات او څیړنې ندی کړي، بلکې په دې برخه کی بی توپیره دی. دوی خپلو خلکو ته په دې برخه کی کوم  احساس او انګیزه نده ورکړی او نه یې هم دمدیریت  کولو لپاره مهارتونه روزلی دی. یو شمیر هیوادونه لکه ناروی، مالیزیا، استرلیا، بوڅوانا، اندونیزیا او چیلی  دې برخه کی ډیر کامیاب ګامونه اوچت کړی دی. دوی له فساد سره د مبارزی بنسټونه فعاله کړي، د طبیعی منابعو د شتمنیو د ساتنی مسئولیت یې منلی، ښه مدیریت او ملی ماهر کادرونه یې ورته روزلی، دخلکو پوهاوی کی یې زیار ګاللی ، مطبوعات یې موظف کړی، طبیعی منابع یې د قانون نظم لاندی راوستی دی او دهغو ساتنه یې خپله وجیبه بللې ده.

افغانستان د خپلو طبیعی شتمنیو له پلوه یو بډای هیواد دی. دغه هیواد  نه یواځې د کانونو له پلوه (چې ارزښت یې تر درې ترلیون ډالرو تخمین شوی)، شتمن دی، بلکې د اقلیمی او وحشی ژوند دتنوع، دلمر دوړانګو، باد، سیندونو او خوږو اوبو، کرنیزې ځمکې، څړځایونو او ځنګلونو له پلوه یو بیساری هیواد بلل شوی دی. افغانستان د مندلیف د جدول تقریباً ټول  عناصر لري. یواځې د تیږو ډولونه یې له ۲۰۰ ډولو څخه زیات دی. په کال کې ۲۷۰ ورځې لمر لری !! او د سیندونو جریان یی یوه ثانیه کی تر۷۰میلیارد مکعب مترو اوړی.  افغانستان به  شاید د خپلو نورو منابعو لکه کانونو، ځنګلونو، څړځایونو، لمر، باد، وحش اوزمکو له لحاظه لعن او ګواښ سره مخامخ نه وی،  خو د راتلونکی عصر د تر ټولو قیمتی اقتصادی مادې، یعنی روانو اوبو او سیندونو او دفنی کدر او د استخراج د ناتوانی له کبله به یی کانونه له  لوی خطر سره مخامخ  وي. که دافغانستان حکومت او ملت په دې هکله ځان بیدار او هوښیار نه کړي، نوپه ډیر نازک حالت کی دي.  له دې پلوه  افغانستان د یو، دوه نه، بلکې تقریباً د دوه نیمو ګاونډيو له خوا برید لاندی دی او اوبو او کانونوته یې  سترګې نیولی. دغه ترټولو قیمتی اقتصادی منبع هغه وخت ورڅخه ترلاسه کولای شی چې دا هیواد په اوږدو جنګونو، د خرافاتو تر وریځو، د لوږې تر تهدید، د جهل زولنو، د اوهامو او خرافاتو تر تیارې لاندې او د نفاق او تعصباتو په توپانونوکی را ګیر وي. خلک یې له تعلیم بی برخی او حکومت بی کفایته وي، د ملی خوځښتونو او د شعور د ویښیدو مخه ونیسی، د تطمیع، تخدیر، تبلیغ، تهدید، تحقیر، تکفیر، تذویرله وسایلو کار واخلی او ملت دتباهی کندې ته وغورځوی. حال دا چې دا یو هم د ثواب لپاره نه، بلکې د دوی د سرچینو لپاره دی. په دې ډول د هوښیارو ملتونو په لاره تلل به مو د نیکمرغی خواته بوځي، خو غفلت به مو له خپلو طبیعی منابعو را ته افت جوړ کړی( خدای پاک دې داسې ورځ نه روالي او که راغلی وي، خدای دې ژر تیره کړي).  موږ ډاډه یاستو چې اوس دافغانستان نوی نسل یو هوښیار او بیدار نسل دی، دوی خپلې منابع مطالعه کړي او دهغو په ارزښت پوهیږی، د هغو مدیریت ته  ځان چمتو کوی او پالیسی او ستراتیژی ورته زده کوی. د دوی په همت به د دغه هیواد دغه منابع آفت نه،  بلکی افغانانو ته نعمت وګرځي. هغه قشری حاکمیتونه چې ادارې یې له  مسلکی او تخصص لرونکو کارکوونکو تشې دي، د ملی شتمینو ساتنه او مدیریت نشی کولای، دوی نباید نړیوالوسره د قرداردونو یا رسمی ناستو وړ  وبلل شی، دا ځکه چې د پنځیزو زیرمو او طبیعی  شتمنیو په هکله هره پریکړه، د قرارداد لاسلییک کول یا د معاهداتو لاسلیک کول ځانګړی پوهه او درایت غواړی، دغهه ډول درایت په قشری حاکمیت کی نشته، بلکې د راتلونکی لپاره یو آفت ګرځي.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.