د ژوند خوند

۲۰۲۲/۰۹/۲۷
د ژوند خوند
وګوره، واوره او ژوندون و کړه
ړانده، کاڼه، د ژوند خوند نه پیژنی
پريږده خویونه د وړو او زړو
واړه، زاړه، د ژوند خوند نه پیژنی
ډیروږی مه شه او ډیر موړهم مه شه
وږی، ماړه، د ژوند خوند نه پیژنی
مه شه ډیر ګرم، مه شه یخ هم ډیر
تاوده ، ساړه، د ژوند خوند نه پیژنی
چی وی ظالم چاته په غاړه ایښــئ
توره چاړه، د ژوند خوند نه پیژنی
د ولس په منځ کی په پښــو روان شه
په آس سپاره، د ژوند خوند نه پیژنی
کور نه زندان جوړ شی چی مینه نه وی
پکښی واړه، د ژوند خوند نه پیژني
کلیوال مه خوره! د خوړلو نه دي
سړي خواره، د ژوند خوند نه پیژنی
سپټمبر۲۰۲۲/۲۲
ایجکس ــ تورنتو ــ کاناډ

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
[email protected] او یا [email protected]
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.