طبیعی منابع د پرمختیا ماشین(۶)

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 572

۲۰۲۲/۰۹/۲۰

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

اقتصادی پرمختیا او پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen

(شپږمه برخه)

دطبيعي منابعو مدیریت

مدیریت  او د مدیریت علم د نن ورځې د ټولو لوري ورکوونکو او اجراکوونکو مهارتونو مجموعه ده چې د ژوند هره برخه کې چارې سمبالوي. د مدیریت اووه دندې ( POSDCoRB) اوس کلیدی اصطلاح ده. د طبیعی منابعو مدیریت ځکه مهم ده چې دا د د یوې ټولنې د مادي شتمنیو او حیاتی اقتصادی زیرمو په کارولو، ساتلو او دوام پورې اړه پیدا کوي. په ټولو اقتصادونو کې د طبیعی منابعو ډیره برخه (سیندونه، ځنګل، کان، قیمتی ډبرې،…)عامه ثروت دی. اقتصادی جغرافیه پرته د طبیعی منابعو له بحث بل څه نلری او د یوه هیواد بشپړه پیژندنه دهغه د طبیعی منابعو له مخې کیدای شی. د طبیعی منابعو په ښه مدیریت سره، منابع عطیه ده، خو د ناپوهی او نه مدیریت په صورت کی آفت دی. نایجریا د طبیعی منابعو د لرلو له امله ډیر بډای دی، خو مدیریت یی ندی کړی، اما استرلیا د طبیعی منابعو دمدیریت برخه کی بریالی هیواد (براعظم) دی. که مدیریتی مهارتونو ته ځیر شو، جاپان او سنګاپور د طبیعی منابعو له پلوه بډای ندی، خو د ښه مدیریت او مهارتونو له امله ډير پرمختللی دی. که منابع له مهارت سره یو ځای شی، د یو ملت  نیکمرغی تضمینوي.

د طبیعی منابعومدیریت  د محیط او چاپیریال له ژوندیو او نا ژوندویو موجوداتو سره د کاري فعالیتونو د همغږۍ کولو پروسه ده،  ترڅو له ټولنې سره یوځای او د نورو په واسطه  د منابعو د ښه کارولو، د راتلونکیو نسلونو د امانت په توګه د هغو د ساتنې او د چاپیریال او حساس فرهنګی میراث د نه زیانمن کیدو اهدافو ته ورسیږو.د طبیعی منابعو مدیر هغه څوک دی چې د خپلې ادارې اوخپل ټیم د اجرااتو مسئولیت ور په غاړه وي. دمدیرانو مهمې دندې پلان جوړونه، سازماندهي، استخدام، رهبري او کنټرول کول دي. ښه مدیر د مدیریت په علم او هنر پوهیږي او کولای شي د چاپیریال د زیرمو او طبیعی شتمنیو کارول او ساتنه، دطبیعی منابعو له خصوصیاتو سره سمه پر مځ بوځي او د طبیعی منابعود تنظیم لپاره خپل ټول ترلاس لاندې غړي (ټیم) په سازماني بڼه رهبري کړي. د طبیعی منابعو مدیریت یعنی د چاپیریال د شتمنیو په اړه تدابیر او تصمیم نیول.  د طبیعی شتمنیواداره او مدیران هغه په رسمی توګه په دنده ګومارل شوی دفترونه اومدیران دی چې د طبیعی زیرمو کارول اود چاپیریال ساتنی دندې ور په غاړه دي. دوی خپل کاری  ټیم ته دندې سپاری، پلانونه ورکوی، له هغوی راپور غواړی، فعالیتونه ارزوی، دچاپیریال ساتنی بودجه تنظیموی، د ژویو او بوټود ساتنی رضاکاران تنظیموی، د منابعو د ښې ساتنی تبلیغاتی کمپاینونه چلوی اودخپلو پرسونلو مهارتونه اوچتوی. څومره چې دې موضوع کې دخلکو ګډون او لیوالتیا زیاته وي او تصامیم روښانه، د پوهیدو وړ او اهداف ښودل شوی وي، نتایج به یې غوره وي. دطبیعی منابعو ادارات اومدیران یې دنده لری چې له طبیعی منابعو څخه د استفادې، دهغود ساتنې او دوامداره څارنې لارې- چارې ارزیابی او پالیسی څخه ځان خبر او لازمی سپارښتنې ترسره کړي. دوی د دې سپارښتنه هم کوی چې ایا د طبیعی منابعو کومې برخې باید د دولت(عامه سکتور) له خوا او کومې برخې د خصوصی سکتور له خوا اداره شی.  دوی د خصوصی سکتور، اشخاصو او افرادو په واسطه د طبیعی منابعو په اړه د دولت د پالیسی د تطبیق څارنه کوی.  دوی د یوې مشخصې منبع د اندازې، وخت او نورو په هکله تصمیم نیسی. دوی د پلان جوړونې له ادارې (دپلان وزارت، دپلان جوړونی دولتی کمیټې) سره په ګډه کار او مشوره کوي .

د طبیعی منابعو مدیریت یو څه ځانګړی ستونزی او له نورو مدیریتونو سره توپیر لري. په دې برخه کې لاندې څو ټکی ډیر مهم دي:

الف) د فعاله ادارو،علمی پلانونو او ماهرو نوښتګرومدیرانو لرل،

ب) په طبیعی منابعو (سرچینو) کې پایښت اوثبات ته لومړیتوب ورکول؛

ج  ) سیاسی ثبات او غوره حکومتولی؛

د  ) ټولنیز ملاتړ ؛

هـ   ) د اقتصادی پایداری (دوام او ثبات) ډاډ،

و  ) د طبیعی منابعو دمدیرانو پیاوړی ملی او وګرنیز احساس.

دې برخه کی ډیر ښه مرسته کوونکی  او د پاملرنې وړ سند، د زریزی اهداف ( MDGs) دی.

افغانستان کې له ۱۳۳۳-۱۳۳۶ وروسته فرانسویانو د طبیعی منابعو؛ په تیره د نفتو او ګازو برخه کی مطالعات پیل کړل، دا په داسې حال کې چې موږ دې برخه کې متخصص کادر او وسایل نلرل. وروسته یو شمیر شوروی متخصصین دعوت شول او همدارنګه یوې امریکایی کمپنی او یوو شمیرآلمانی متخصصینو دی برخه کی کارونه پیل کړل. زموږ خپلو حکومتونو له ۱۳۳۵-۱۳۶۵پورې  پوره دیرشو کلونو کې څه ناڅه د خپلو ملی ادارو په مټ دی برخه کی د پام وړ کارونه وکړل. دې برخه کی د لومړنیو پنځه کلنو علمی اقتصادی- اجتماعی پلانونو رول  دیادولو وړ دی. دغه هڅې د سردارمحمد داود خان د صدارت پرمهال پیل او ګړندۍ شوی. وروسته په ۱۳۵۴ل. کال د اووه کلن اقتصادی پلان په ترڅ کی بیا هم د طبیعی منابعو مدیریت ته پام شوی و، په ۱۳۶۵ل. کال یو بل پنځه کلن پلان طرح شو، خو متاسفانه نه اووه کلن او نه دغه وروستی پنځه کلن پلان یو هم تطبیق نشول. په دی توګه موږ د پورتنیو اوو لومړیتوبونو د نه لرلو له امله د خپلو طبیعی منابعو مدیریت او له هغو څخه کار اخیستو کی ناکام یاستو او اوس هم دا ناکامی اود (آفت) تر بریده رسیدلو سره یی مخامخ یاستو.

کله چې د مدیریت مهارت او تخصصواکی( adhocracy) نه وي، ټول فرصتونه (وخت، پانګه، باور، دثبات ترلاسه کول، د صنایعو ږده او دکرنې او مالداري دسکتور دګټو اعظمی کول…. ) له لاسه وځي. په اوسنی دوران کې د فرصتونو له لاسه ورکول، دملتونو تباهی ده.

 (دطبیعی منابعو آفت “Natural Resources Curse”  به اوومه برخه کې له نظره تیرکړو).

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته . هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.