د استاد ایوب د وفات یو کال وشو

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 681

۲۰۲۲/۰۷/۲۷

د استاد ایوب د وفات یو کال وشو

استاد محمدایوب په ۱۹۲۶م.=۱۳۰۵ ل. کال کې د ننګرهار ولایت  سره رود په ښایسته اوشنه هنرپروره  او علم پروره ولسوالۍ، د چهارباغ په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

پلار یې محمد یعقوب نومید، چې هغه هم هنری استعداد درلود او د کلیوالیو خوښیو کې به یې ګډون کاو ، د ده یو ماما (منګل) هم سندرغاړی و. په دې توګه هنر او موسیقی سره مینه او بوختیا د دوی کورنۍ کی له پخوا موجوده وه. ده د سیمې  له علمدوسته خلکو څه ناڅه سواد هم زده کړ، ورسته یې د خپل ژوند زیاته برخه موسیقی ته وقف کړه. دا هغه وخت و چې ارواښاد محمد امین (ملنګ جان) نوموړی راډیو ته معرفی کړ. ده له استاد اولمیر، زاخیل، لالا، سنډول خان، سپین بادام، ښایسته ګل، شمین ګل او ثمین ګل سره آشنایی لرله. په دوی ټولو کې ښایسته ګل ده ته دهارموینی او سندرو په ویلو کی ډیره لارښوونه کړې ده. یو شمیر ځوان هنرمندان لکه رحیم غمزده او محمد شاه  یې دموسیقی په برخه کې شاګردان دي، خو په سیستماتیک ډول  یی نور شاګران ندی روزلی، ځکه چې د ده ژوند له هره پلوه پریشان و، خو ډیرو  ځوانو هنرمندانو د ده سبک تعقیب کړ. دغه ذکر شوی  کسان هغه وخت دمشرقی نامتو موسیقاران وو. نوموړی د پښتو په موسیقی کې یو ځانګړی سبک ایجادکړ. ځینو عوامو دغه سبک ته  (ملنګ جانی) نوم ورکړی و،  دا ځکه چې  ایوب د ملنګ جان زیات شعرونه پکې ویلی و، خو غوره ده دا په پښتو غزل موسیقی کې د هارموینی  له غږ سره ځانګړی سبک وبولو.  ایوب استاد په پوره ریاضت او پوره دقت سره خپل هنر ټولنی ته معرفی او لږ موده کې یی  زیات محبوبیت وموند.  دی یو ولسی سندرغاړی و. وروسته یی راډیو او  تلویزیون کی زیات شمیر سندری ثبت او ضبط شوی  چی کوزه او بره پښتیخا کې مشهوری شوی.  نوموړی به په ساده او کلیوالی جامو کی  راډیو ته راته، چی چا ورته چندان پام نه کاو، خو د ده د هنر محبوبیت او د سندرو جادو او په هارموینه باندی کامل تسلط(وروسته تر زاخیل) راډیو او د پروګرامونو پرودیوسران دی ته اړ ایستل چی  ډیرو پروګرامو کی  د ده سندرو ته ځای ورکړی، په تیره بیا د راډیو افغانستان دفرمایشی سندرو پروګرام کی به خامخا  د زیات شمیر فرمایشونو له امله د ده یوه سندره وه. د ده د ژوند ډیره برخه په خپل کلی کی تیره شوه، خو کله چې تنظیمی جګړې پیل شوې ( له ۱۳۷۲ تر ۱۳۸۱) پورې پېښور ته مهاجر شو او هلته یی هم هنری فعالیتونه ترسره کول. پېښور کی یې له سیدعالم سره د خلکو  دخوښیو مجلسو کې، په تیره بیا د کوزې پښتیخا د هنردوسته خلکومجالسوکی برخه اخیسته او یوشمیر کسټونه یی هم هلته ثبت کړل چی دهغو سندری د راډیو آرشیف کی نشته، یو شمیر یی د راډیو سندری  دوباره  کسټو کی ضبط  کړی،  په دې توګه یی هنری فعالیت ته دوام ورکړ. وروسته تر ۱۳۸۱ ل. کال هم زیاتره  خپل کلی کې له خپلو وریرو سره اوسید،  د ده یوه لور چې واده شوی ده ، له خپلی کورنی سره د مهاجرت له وخته تر اوسه پینډۍ کی اوسي. زوی یې مخکی وفات شوی، د زوی له خوا لمسیان لری چې په کسب او کار او آزادو پېشو بوخت دی، دوی  د هنر په لاره ګام ندی ایښی، خو د لور له خوا یو لمسی یی (کیهان ایوب) سندری وایی او خلک یی د خوښیو مجلسونو او ودونو ته غواړی.  راډیو افغانستان په ۱۳۸۹ل. کال کې د راډیو افغانستان په لوی تالار کې د پخوانیو هنرمندانو په درناوي یو پروګرام جوړ کړی و. دغه پروګرام ته زیاتره پخوانی هنرمندان دعوت شوی وو، لکه استاد مهوش، سیما ترانه، ولی محمد، ماشینی، ایوب استاد، بیلتون او یو شمیر نور.  دوی ټولو کی ځوان هنرمند احمد مرید و چی له بهر څخه راغلی و. له دی امله چی ایوب استاد ناروغ و،  خو بیا هم د حاضرینو په ډیر ټینګار، په خورا زحمت سره ستیژ ته پورته شو او صرف یوه  سندره یی  وبلله. حاضرین ورته ودریدل او ډیر تود هرکلی یی وشو او ټولو ورته  لاسونه پړکول.

دایوب استاد ژوند په بیوزلۍ کې تیر شو.  د ژوند په وروستیو کی ډیر کلونه ناروغ و. مقاماتو تر پایه کومه پاملرنه او مرسته ورسره ونه کړه. باید وویل شی چی ملی سوداګر حاجی صاحب نجیب الله ضراب څو ځله ورسره نقدی کمکونه کړي دي. په راډیو او تلویزیون کی د ایوب استاد ۱۳۲سندری ثبت دی. مشهوری سندری یی  دادي:

د اوښکو رود مــې په ګــریوان راغی
خاونده بیا زما په یاد مخ د جانان راغی

راشه جانانه ،  شه مهربانه
لیونی کیږم، ستا له هجرانه

وخت مازیګر دی ، جینکی ګودر ته ځینه
وخت مازیګر…

زمـا ځوانی ډول  کـوی له پښـتونوالی سره
زه په پښتو او پښتونوالو باندی سر ورکوم

لیونی مینی کړم آشنا له بیابانه سره
پریږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو

او ډیری نوری.  

استاد ایوب د ۹۵کلونو په عمر، په ۱۴۰۰کال کې  د خوارۍ او نادارۍ په حال کې له نړۍ سترګی پټې کړی، الله (ج) دی جنتونه ورته نصیب کړي.  یاد او خاطرات به یې تل ژوندي وي. ایوب نه هیریدونکی نوم دی اود ده هنر د ولسونو زړونو کې ځای لری او هیر به نشی.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.