طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین(۲)

تر دې دمه یواځې د دغه مطلب د لوستونکو شمېره: 359

۲۰۲۲/۰۷/۱۴

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)

(دوهمه برخه)

د طبیعی منابعو پیژندنه له ډیر پخوا شوی ده، څرنګه چې د انسان ژوند د ده شاوخوا سره تړلی او انسان په خپله دطبیعت یو جز دی، نو تل یې د طبیعت له برکتی او هراړخیزه عطیې څخه خپل ژوند تامین کړی دی. د تیږې له دورې څخه مخکې،  له طبیعی شتمنیو او چاپیریال سره د انسان چلند ډیر ابتدایی و، اما کلک ورسره تړلی و. طبیعت انسان سره د مهربانی او هغه ته د بخششونو ترڅنګ ځینی وخت ورته په قهر شوی هم دی؛ ځینی وخت سیلاوونو، توپانو، سړو-تودو انسان ربړولی هم دی. وروسته تر میلیونونوکلونوورو ورو انسان مدنیت جوړ او خپل چلند یې له طبیعی شتمنیو سره آګاهانه عیار کړ. دوی یو شمیر ژوي اهلی کړل، له سمڅو او ځنګلونو راووتل او د روانو سیندونو تر غاړو یی ابتدایی ګډ کلی جوړ او آن داچی په ځینو طبیعی سرچینو یی د مالکیت او د هغو د اداره کولو او تنظیم طرز زده کړ. د اور له پیژندلو او د یو شمیر ژویو  له اهلی کولو وروسته دولس زره کاله مخکی انسان د زمکی کولبه کول او د تخم کرل شروع کړل. په دې توګه د طبیعت له موسمونو سره سم یی کار او پلان عیار کړ. دوی ډیر ژر د یوشمیر طبیعی شتمنیو پلټلو او زیرمه کولو ته ځیر شول، مالګه یی وڅکله، بیلابیلی تیږی یی وپیژندلی او یو وخت یی وسپنه او الیاژ رامنځته کړ. دوی په دې هم پوه شول چی د طبیعت قیمتی هدایاوی تل او په هر ځای کې برسیرنې نشته، بلکې باید وپلټل شي. پیړۍ واوښتې چې انسان یو شمیر طبیعی منابع پروسس کړل  او د صنعت پړاو پیل شو. بیا هم څونورې پیړۍ واوښتې او انسان ترخپل منځ د کمیابه طبیعی شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره سیالي پیل کړه، جنګونه وشول او بالاخره یې د طبیعی منابعو حقوق وپیژندل، خو بیا هم لویه ستونزه د عادلانه توب، مساواتو، تبادلې، معقولی استفادی اوساتنې پوښتنې وې. تر ډیره پورې د استعمار انګیزه همدا د طبیعی منابعو ترلاسه کول و. اوولسمه او اتلسمه پیړۍ کې انګلیس، پرتګال، فرانسه او ځینې نور ملکونه  طبیعی منابعو پسې تر اوسنی امریکی ، هند، آسترلیا او افریقا ورسیدل.

په تازه وروستیو کلونو کې له طبیعی منابعو څخه نوی درک او شناخت ترلاسه او د ځینو سرچینو د قحط او کمښت اندبښنه پیدا شوه.  د منابعو حیاتی ارزښت او د هغو قحط او کمیابي، د سرچینو لپاره د علمی مطالعاتو، پلان جوړونی، پانګونې او پلټنو اړتیا را پېښه کړه. دغه دنده او مسئولیت اداري او ورسره علمی مراکزو ته وسپارل شو. نن ورځ په هرهیواد کې د طبیعی منابعو د ساتنې، مدیریت، پلان، اکتشاف او ګتې اخیستو ادارات او دهغو د څیړنی لپاره روزنیز- علمی مراکز شته.  د نړۍ نامتو پوهنتونونه د طبیعی منابعو د مطالعې او دې برخو کې د مسلکی –متخصصو کارکوونکو د روزنې لپاره ځانګړی دیپارتمنتونه او پوهنځی لري.

د طبیعی منابعو د مطالعاتو په هکله د امریکی متحده ایالات او په دوهم ګام کې د طبیعی منابعو او چاپیریالی مسایلو په اړه آسترلیا لوی او مجهز علمی مراکز لري. اروپا کی هم یو شمیر ادارې اوعلمی مراکز د دې موخو لپاره ایجاد شوي دي. دملګرو ملتونو سازمان دی برخه کی یو شمیر تخصصی موسسات لکه د چاپیریال ساتنی پروګرام( UNEP/United Nation Environment Program)، د اقلیم  نړیوال سازمان(WCASP )، د وحشی ژویو نړیوال صندوق( WWF)،(IIED)او نور موسسات لري. په ترتیب سره؛ ملګرو ملتونو کې د طبیعی منابعو او فرهنګي میراث اداره جوړه شوه، ټولی نړۍ د طبیعت او دطبیعت دشتمنیو دساتنې لپاره نړیواله اساسنامه   (World Charter for Nature) تصویب کړه. په دې توګه طبیعی ثروت ته لومړیتوب او ورته ځانګړې پاملرنه رسمی او زیاته شوه. په معاصرو اقتصاد پوهانو کی(ریچارد.تی ) او بیا ,(Barnett)، (Morse) او(J.E.Stglitz) د طبیعی منابعو په هکله علمی څیړنی وکړې اود دغو کمیابه سرچینو د محدودوالی دشدت د ارزونې لپاره یې شاخصونه وسنجول. د لویدیځوالو اقتصاد پوهانو ترڅنګ سوسیالیستی اقتصاد پوهانو ځنګل، اوبه، څړځای او کانونه د دولت(ملی) شتمنی وبلله او د آزاد بازار اقتصاد پوهانو هم دغه سرچینی په بیلابیلو برخو وویشلی چې د ډیرو اداره او پلان یی د دولت (عامه سکتور) واکونه وبلل. په طبیعی شتمنیو د اقتصادی فعالیتونو داغیزی منحنی چی کوزنیت وښود او د (Kuznets curve) په نوم مشهور شو، اقتصاد پوهانو ته ټکان ورکړ.  له طبیعی منابعو څخه د استفادی قواعد د هتلینګ له خوا وضع شول چې د( Hotelling-Rule) په نوم پیژندل کیږي او حکومتونو ته یی له دغو کمیابه منابعو د استفادې  لارې وښودې (Solow,1974- Hartwick,1977) له طبیعی منابعو څخه استفاده، ثبات لرونکی پرمختیا سره وتړله او راتلونکو نسلونو ته یې د سالم سپارلو او د هغو د نه زیانمن کیدو مسئله  مطرح کړه. په دې ډول سره د اقتصاد بیلابیلو علماوو او اکاډمیکو مراکزو دغی برخی کی ژورې او نوې څیړنې وکړې.

په افغانستان کې د کابل دپولیتخنیک پوهنتون د معدن څانګه لري، چې پخوا یې لایق مسلکی فارغان لرل، له دې پرته  په شپیتمه لسیزه کې د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی ته هدایت ورکړل شو چی د طبیعی منابعو داقتصاد( Natural Resources Economics) مضمون دی خپل نصاب کی شامل کړي، همدارنګه د اقتصاد پوهنځیو ته د چاپیریال د اقتصاد دمضمون سپارښتنه وشوه. د کرنی پوهنځی کی د لومړی ځل لپاره پوهندوی ص.شریف دچاپیریال اقتصاد د تدریس دنده په غاړه واخیسته، وروسته بیا پوهنوال دوکتورمحمد حسن کامران د دغه مضمون تدریس په غاړه درلوده او دغه قلم دوه کاله ورسره اسیستانت(علمی همکار) و. همدارنګه په همدغه لسیزه کی د ځمکپوهنی د پوهنځی په مستقلانه تاسیس سره دې برخه کی یو بل ګام اوچت شو چې اقتصادی جغرافیه او فضایی بُعد کی دهیواد ملی منابع، دسیندونو جریان او نور مسایل تدریس او څیړي. د افغانستان د علومو اکاډمی هم پخوا د طبیعی علوموانستیتوت کې دطبیعی منابعو او معادنو برخو کې لایق څیړونکی او استدان لرل. د کانو اوصنایعو پخوانی وزارت اوبیا وروسته د معدن او پترولیم وزارت دی برخه کی اکتشافی چارې پرمخ بوتلې او د کادستر او سروی، جیودیزی او کارتوګرافی  اداراتو ګټورې نقشې چمتو کړی. په ولایاتو کې د کانونو او پترولیم د وزارت دوهمي تشکیلاتی واحدونه(ریاستونه) دي. د کانونو او پترولیم د وزارت ترڅنګ، د اوبو او زمکو لپاره دوه نورې ادارې موجودی دي. څړځایونه او ځنګلونه د کرنی وزارت پورې اړه لري. خو باید ووایو چی  افغانستان د بډایه پنځیزو سرچینو،زیرمو او شتمنیو سره سره لازم اداری مجهز او وړ ادرات او علمی – روزنیز مراکز نه لري. او تر دی هم بدتر داچې، دغو برخو کی دعلمی څیړنو، پلان او برنامو او مدیریت نظام او تدابیر هم نه لری. کله چی دزمکو اداره(اداره اراضی) جوړه شوه، هیلی وغوړیدې، خو له بده مرغه دغه اداره څو ځله د تشکیل له ړنګ اوبیرته رغاونې او کله مستقله او کله یوه او بل وزارت پورې د تړل کیدو له امله په خپلو چارو کې بریالۍ نه وه، همداسې هم کله چی د اوبو ملی اداره د اوبو او بریښنا له پخوانی وزارت څخه جلا شوه، د اوبو د مدیریت هیلې وغوړیدې، خو دغې ادارې ته  دکار نور وخت پاتې نشو. په ملی شورا کې د طبیعی منابعو کمیټې هم لازم درایت او مسلکی پوهه او وړ غړي نه درلودل.  له دې ټولو سره سره په ۱۳۹۶ل. کال کی د آلمان دهیواد په مرسته کابل پوهنتون کی د( RUB) دپوهنتون په مرسته د( AMEA/ Academic Mining Education in Afghanistan ) ترعنوان لاندی یو ورکشاپ دایر شو چی موخه یی دافغانستان د کانونو مطالعات او د افغانستان له علمی مراکزو سره دې برخه کی مرستې کول و، متاسفانه دغه سلسلی هم دوام ونه موند. د دغه بحث راتلونکو برخو کې به په پوتانسیل او حللارو خبرې وشي.

(دوام لري)

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.