برخه
تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 1339
۲۰۲۲/۰۵/۱۸
برخه
کـه د نـړۍ ټـوله ښــکلا هـم شـي دا ســتا بـرخـه
په مـایـی څـه، چـی پکـی ونـه شــي زمـا بـرخـه
یوه پیـړۍ کیږی چی شـپه ده او تیارې خورې دي
زمـا د کـــور انـګـــړ کـی ، نـشـــته د رڼـا بـرخـه
لوټ او تالا ده ګـډه شـوې ، هـرې لار کـوڅـې کی
نـشـــتـه دا پـتــه ، چـی چـا وخــوړه د چـا بـرخـه
عجب حالت دی مینه مرې او کرکه غبرګه زیږې
غـــم رســــیـدلی دی، ټـــول مـاتـه د دنـیــا بـرخـه
په مـا یـی څـه ، کـه ســتا نړۍ له نعـمـتو وی ډکه
چـی پـه ټـول عــمـر ، درویــزه ده د ګـــدا بـرخـه
په زرکـرتـه کلـیوال دی، سـتا له خـیر توبه ګار
خـو مـه را لــیـږه ، راتـه شـــر دا نـاروا بـرخـه.
جنوری/۲۵/۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا