دغویی پینځمه ( داپریل ۲۵مه) د مطبوعاتو ورځ

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 1479

۲۰۲۲/۰۴/۲۵

دغویی پینځمه ( داپریل ۲۵مه) د مطبوعاتو ورځ

د آلمانی یوهانس ګوتنبرګ (۱۳۹۸-۱۴۶۸م.) له خوا دچاپ د ماشین اختراع، یو لوی فرهنګی انقلاب و چې د خلکو پر ژوندیی ډیر ژور اغیز وکړ. البته ترده ۴۰۰کاله مخکې په چین او بیا کوریا کې د چاپ د ساده تخنیک لپاره هڅې شوی وې، خو ګوتنبرګ د چاپ وسیله یوه نوی پړاو ته ورسوله. په چین کې داسی پاڼې وموندل شوی چې په ۸۶۸م. کال کې طبع شوې وې. دګوتنبرګ ماشین پیچلی او له ستونزو ډک و، توري یې بی سایزه او کلکول یی سخت کارو، خو بیا هم دچاپ په صنعت کی یو پرمختللی ګام و. ده دلومړی ځل لپاره په دغه ماشین د انجیل د کتاب څو پاڼې طبع کړې.

 سره له دې چې پخوا د مطبوعاتو کلمه زیاتره د طبع او نشرصنعت ته استعمالیده، خو اوسنی وخت کی میډیا، رسنیو او دې ته ورته اصطلاحاتو دهغی ځای نیولی دی چې مفهوم یی ډیر پراخ دی. نن ورځ موږ د دیجتل چاپ او ورسره د بریښنایی طبع او نشر عصری تکنالوژي لرو.

د کتاب اومطبوعاتو د ځانګړی اهمیت له مخې اود اطلاعاتی – تنویری، فرهنګی او نورو ژورو تاثیراتو له امله مطبوعاتو ته یوه نړیواله ورځ وټاکل شوه. دغه ورځ هرکال بیلابیلو هیوادو کې؛ له هغې جملې د یونسکو له خوا لمانځل کیږی. ملتونو ته د مطبوعاتو د  ارزښت ښودلو په موخه؛ په یو هیواد کې مطبوعاتو ته د نورو دریو عناصرو (حکومت، پارلمان او قضا) ترڅنګ د څلورم رکن حیثیت ورکړ شو.

کتاب اومطبوعاتوته، د اذهانو تنویر، فکري توليد ، د هنرمندانو د ایجادیاتد دانعکاس، دنوښتګرو تخلیقاتو او دپوهانو او استادانو د علمی آثارو د خپرولو مسئولیت ورپه غاړه دی.  دا ټول د پوهی صنعت هغه ارزښتمن آثار  دی  چی هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته  رااوښتی  وی .  دچاپ صنعت اوتولید هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکی صنعت دي چې د لارښوونکی – ژورتفکر او معنوي ارزښتونو په توګه د ورځپاڼو، اخبار، کتابونو، مجلو او نور بڼو باندې خلکو ته وړاندې کيږي .

له نیکه په افغانستان کې د سراج الاخبار او شمس النهار د تاسیس له وخته تراوسه؛  د مطبوعاتو له برکته زموږ خلک هم د نړۍ له نویو  پرمختګونو څخه خبر شول، خو دکتاب تذهیب او طباعت له تردې ډیر مخکی موجود و. په تیره بیا؛ له تیرو شلو کلونو رادیخوا ځوانان وهڅیدل او ګوتې یې قلم ته وروړې، لیکلو ته یې پام وکړ او مطبوعاتی هڅی ګړندۍ شوی دی. یو شمیر نوښتګر ځوانان په انترنیتی پاڼو، چاپی رسنیو  او نورو عامه رسنیو کی نوی کتابونه ګوري او نوي فکرونه  بیانوی ،  چی په هیواد کی  د ویښتیا  او مثبت بدلون  نښه بلل کیدای شی.د دوی په هڅو او هاند  مدنی خوځښت  ګړندی شو او د هرې ادارې او ارګان خپرونې را میدان ته شوی. دکتاب دچاپ وطبع صنعت، دپوهې او معنوي شتمني د ودې ، غنا او کیفي بهبود لامل کيږي . مطبوعات  په ټولنه  کی د ترقی، کیفی او کمی تحول او فرهنګی تعالی ستن  او قوت  دی. سره له دې چې دمطبوعاتو لمن ډیره نده خپره، لاهم ډیر خلک تیاره او د اوهامو لومو کې بند دي، خو موږ هیله لرو چې زموږ ځوانان د فکری مالکیت لرونکی شي او د کتاب او مطبوعاتو د ورځې په ویاړ په دغې موضوع فکر او ور باندې بحث وکړو.

      ډیر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و او پخوا وختونو کې د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومې مادي ګټې هيله نه لرله . په هغو وختونو کې د هغو کوم قانوني ملاتړ هم نه و موجود او چا د ” Intellectual property ”  یعنې معنوي شتمني او

Intellectual property rights”  په نوم څه نه پيژندل، خو نن ورځ د هغو قانوني ملاتړ کيږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو ، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته شوي دي، بازار لري ، مالکیت (مال) ګڼل کيږي ، لږ وخت کې نورو هېوادونو ته خپريږي او د بشریت په خدمت کې واقع کیږي.

     مطبوعاتی آثار د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات ، د کار حاصل او تخلیقات دي چې د خپلې کسبي پوهې، څېړنې او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړی وي.

ددغو فکری ملیکتونو خاوند د خپلو اثارو د ملکیت حق لری، چی دی ته ( copy right) ویل کیږی. له دې امله چې دغه ډول پوهه او صنعت ته ضرورت دی او د بشري ژوند په ګټه دی ، نو ځکه يې مالک او ایجادګر ته یو شمېر حقوق ورکړل شوي دي لکه د طبع او نشر حق ، بل چاته يې د تفویض کولو حق او داسې نور ، نو له دې امله چې حق هغه اقتدار دی چې قانون يې وګړو ته وربښي.

      په افغانستان کې دکتاب د خطاطی،تذهیب او طبع په دوام؛ معاصر مطبوعات د شمس النهار، سراج الاخبار، امان افغان او دې ته ورته نشراتو څخه پیل او بیا دوهم پړاو کې داعلیحضرت محمد ظاهر شاه دوره کې نوي پړاو ته داخل شول، په تیره بیا د لومړنۍ روښانه او ځلنده لس کلنې دیموکراسی دوره  اوبیا دتیری  لمریزی پیړۍ له څلویښتمو کلونو  د شپیتمو کلونوتر پای پوری(۱۳۴۳-۱۳۷۰ش.) د مطبوعاتو د ترقی ښه بیلګه ده. د دې بهیر لومړي پړاوکې د مشروطه غوښتونکو او دوهم پړاو کې یې د ویښ زلمیانو رول رغنده او مخکښ و. دغه دواړه دورې په هیواد کی دمطابعو او نشراتو د نشر ځلانده دورې وې.

له کتاب او مطبوعاتو سره دټولنی باسواده اومنور قشرسروکار لري. دمطبوعاتو د مادي اړخ په پرتله د هغو معنوي ارزښت ډیر اوچت دی . په یوه ټولنه کی  هغه استعدادونه او کادرونه چې طباعتی ارزښتونه رامنځته کوي د” Scientific Elitesیا علمي نخبګانو په نوم نومول شوي دي. مولفین، لیکوالان اوڅیړونکي هغه بې تبعیضه د فکري خلاق ثمر لرونکی خلک دي چې د کار ، کسب ، سیاست او ادارې د نخبه ګانو په پرتله يې د خدمت او فعالیت ارزښت اوچت دی او معمولاً  د پوهې اونوی  فکر خپروونکی ګڼل کیږی، چې د دوی د تولید او خلاقیت آثار د ټولنو د نن او سبا ورځې په نیکمرغي کې ټاکونکی رول لري .   په دی وروستیو کې موږ د اوږدې مودې  جګړې له امله د دغه ډول نخبه ګانو له کمښت سره مخامخ شوي یو او یا هم  دوی په کاري چاپېر یال کې له ستونزو سره مخامخ دي او که ډير لږ شته هم په لازم دریځ کې نه دي ، حال دا چې په نخبه سالاري “ Elitism  “کې د علم ، پوهې ، ادارې ، سیاست اقتصاد او نورو ګټورو برخو معنوي کادرونه او د نوی فکر لرونکی   او مستعدودماغونو لرونکودريځ او چت وي. په نخبه سالارۍ نظامونو کې د دغې خلاقانه او علمي ځواک آزادي او حقوق ډير اوچت، خوندي او ډاډمن دی او استقلالیت یې تأمين دی، خو په دې وروستیو کې دچاپ او نشر د بازار سوړوالی موږ ته دمایوسی او خپګان لامل شو .

       مطبوعات په ټولنه کې د پوهې د خپرولو او بشریت ته د معنوي خدمت مهم وسایل دي . دا دتکنالوژي په برخه کې د پوهانو د مفکورې عملي لاره ده.

مطبوعات او  فرهنګي او معنوي حقوقی آزادي په مدني آزادیو کې شمېرل کيږي ، چې دا په خپله او چت ارزښت لري چې د یوې دیموکراتیکې ټولنې د خوځنده ژوند يوه برخه ده . له نېکه مرغه د علمي او اکاډمیکو آثارو د رامنځته کېدو آزادي د رنسانس له دورې څخه راوروسته تقریباً په هر ډول سیاسي نظامونو کې وه ، آن دا چې تر ټولو دکتاتورو نظامونوکې، چې هلته سیاسي آزادي ته اجازه نه وه ، هم ورته اجازه ورکړشو ی وه . دا شرط نه ده چې هر فکري تولید دې په بشپړه توګه نوی وي ، دا ځکه چې هر فکري تولید خامخا له پخوانیو علمي میراثونو سره تړاو لري ، یعنې نوښت پکې نسبي بڼه لري .

      د بیلابیلو  ټولنو او هیوادونو د صنعت او پوهې په پراختیا او د هېوادونو تر منځ د هغو د تبادلې په برخه کې د یونسکو سازمان ځانګړی دريځ لري ، دا نه یواځې پرمختللو هېوادو کې ، بلکې د آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا د هېوادونو علمي مرکزونو ته يې هم پاملرنه کړی ده چې افغانستان يې په ۱۹۴۸ م.  کال کې غړيتوب ترلاسه کړی دی، علمي څيړنو ښودلې ده چې تر اوسه پورې په سلو کې ۹۵ د پوهې او صنعت بازار د نړۍ په سلو کې ۳۰ هېوادونو پورې اړه لري ، حال دا چې وروسته پاتي هېوادونه په دې برخه کې لږ ونډه لري. پرمختللي صنعتي هېوادونه لکه د امریکې متحده آیالات ، انګلستان ، روسیه ، جاپان ، او يو شمېر نور د خپلې ملي بودجې په سلو کې ۶۰ څخه زیاته برخه علمي څېړنې او دصنعت او پوهې تولید ته وقف کوي، حال دا چې زمونږ په شان وروسته پاتي هېوادونه دې برخه کې له بشپړې بیوزلی سره مخامخ دي. باید صادقانه اعتراف وشي چې په افغانستان کې ځينې وخت د ذات البیني تضادونو ، سیاسی ملحوظاتو اوشخصي کينې او نورو لاملونو له کبله ځینی وخت  مثبت نوی او رغنده فکر، په مطبوعاتو کې مترقی  طرحې او یا هم  علمی مفید تصنیف ځینو ستونزو سره مخامخ کیږي او د تشویق پرځای خنډونه ورته جوړيږي . حال دا چې  دا ډول  عمل  زموږ په نوی فکر او معنوی تولیدی  پروسه  باندې بده اغېزه کوي، خوډیره ضروری  ده  چې ملی او اسلامی ارزښتونه وپالل شي، منحرف او ملی وفاق ته زیان اړوونکی، دپردیو د ګټو ساتونکی او مبتذل نشرات اومطبوعات ډیر ژر اصلاح  او مخنیوی یې وشي،دکاپی رایت د حق درناوی دې وشی، د تقلید مخنیوی او د نوښت هڅونه ،  نوی فکر ته لاره هواروي، دې ټکی ته  د ټولو پاملرنه حتمی ده، ځوانان باید مطبوعاتو کې ګډون او  مطالعی ته  وهڅول شی، دکتاب لوستول دود دې ترویج شي. دمطبوعاتو پلوشې باید له ښارونو څخه تر کلیو پورې خپرې شی  او هیڅوک له مطبوعاتو څخه د استفادې له حق څخه محروم پاتې نشي.

د درنو لوستونکو د پام وړ!
ډیر قدرمن هومان صاحب، السلام علیکم    سهار مو په خیر!
بالکل موافق یم  د یونسکو له ښودل شویو ورځو هم خبر یم، د کتاب او کاپی رایت له ورځو هم.  خو مشکل دادی چی:  زموږ هیواد کی د مور ورځ د جوزا ۲۴مه وه، بیا دښځو ورځ د مارچ اتمه به ډیرو د مور  د ورځې په شان لمانځله !! همداسی هم د معلم ورځ ، ځینی ورځې چې ټول بشریت یی په ګډه لمانځي لکه د زمکی ورځ  زموږ کلیزو کې بالکل نشته  او بیا  دا دی اوس  دا څو کلونه کیږی زموږ په کلیزو کی د ثور پنځمه د مطبوعاتو (نه د آزادو مطبوعاتو کوم چی یونسکو ښودلی)، دغه و رځ  لیکی. بله یی دا چی د کتاب او کاپی رایت هم ورسره ډیره نږدی ده، کاشکی دا موضوع د اطلاعاتو او کلتور/ فرهنګ وزارت رڼه کړی   او ټولو ناشرانو ته ووایی چی  کلیزی نشروی موږ یې هم حیران کړی یو. همدا اوس هم کابل کی ډیرې کلیږی وګورئ  د ثور پنځمه کی یې  لیکلی :  د  مطبوعاتو ورځ( نه د آزادو مطبوعاتو ورځ) یعنی دوی  له یونسکو هم  تیره کړی.  بله خبره دا ده چی زما مقاله کی د کتاب،  کاپی رایت او مطبوعاتو ؛  یعنی دری مسایلو ته اشاره شوی  او دا سره تړلی دي،  مقصد می داو چی   د دغو دریو په اړه څه ناڅه  لیکنه ولرو  اما ستاسو نظر سره بالکل موافق  یم  په هغه شیبه چی ما دا مقاله درلیږله هم دی  باریکی ته متوجه وم   او عجیببه ده نور هیچا سوال ونکړ  فکر کوم نور  همدی  انجړ خبرې ته متوجه دی  ستاسو کلیز ډیر معیاری  دی، خو د هیواد دننه  د ورځو په اړه   ډیر  توافق نشته  آن داچی  ځینی ورځې خو د امارت له خوا مردودې وشمیرل شوی  دایې لا بله.  مخکی تردی چی د کتاب او مطبوعاتو ورځ مردوده او حرامه شی  له موقع به استفاده کوو. فکر کوم فرهنګی ارزښتونو او فرهنګی مناسبتونو کی هرج- مرج (تشتت) راغلی  ،خو څه وکو په څه ډول یی بیرته کوشیر  او یو واحد تجلیل لاندی راولو؟
زه به بل  ایمل کی د هغی جننتری (کلیز)  د ثور د میاشتی عکس در واستوم چی د مطبوعاتو ورځ یی پکی ښودلی ده او دا کلیز ټولو دفترو کی د میزو پر سر او دخلکو جیبو کی شته لطفاً  یی یوځل وګورئ    درناوی
معزز او منلی پوهاند صاحب د ما احترامات هم ومنۍ،
ستاسو له معلوماتو نه د اروا ښاد نوری صاحب په خبره “یو افغانستان” مننه. په خوا شینی سره د أفغانستان  کالهنداره له ډیرو کلونو را هیسی له همدغه درکه څې تاسو پری گوته ایښې ، ستونزمنه ده. د شخصی، حزبی، ایتنیکی، مذهبی او نورو خاصو علایقو او سلایقو له  کبله ، ډیر بی مسئولیتی لاسوهنی  په کې سوی دی. په أفغانستان کی د “مطبوعاتو ورځ” د یونسکو  د ټاکل سوې نیټې نه، څې د مې د میاشتې دریمه نیټه ده  او د اپریل پنځه ویشتمې ته بدله سوې د همدغو لاس وهنو نتیجه ده.  په دی هکله د لوستونکو د اذهانو د روښانه کولو  په موخه ستاسو توضیحات د قدر وړ دی. ، د دی تر څنگ، نن ورځ  په میدیا او مطبوعاتو کې د خلاس لاس لرل  د د ی لامل سوئ څی  د مطبوعاتی موازینو څخه  ډیری سرغړونې وسی. ما څو کاله مخ کی په دی اړه،  خصوصاً د معلم د ورځې او د مور د ورځې  د لمانځلو په هکله  یو څه لیکلی  وو، خو په خواشینی څې له مینځه تللی. ستاسو د نورو همکاریو په هیله،
 هرکله ځلاند اوسۍ.
تأکید به مو هر کله پر کیفیت وی نه کمیت
سیدال