غصه(۲)
تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 2212

۲۰۲۲/۰۴/۱۵
غُصه
(دوهمه برخه)
غُـصـه مـکــړه جـانـانــه، غُـصـه کلــي ورانوي
غُـصـه د زړه چـنـجی دی او دښـــمنه ده د عـقل
غُـصــه د دوزخ لـــورده، مینه اورکـی سـوزوي
غُصــه د شــیطان خورده، غُصه مورده د نفرت
غُـصــه لـکه خــزان دی، ســره ګـلـونه ریـژوي
غُـصــه راوړي هوښــیارتــه، بـد خبرد لیونتوب
غُـصــه د هــرعـاقـل نه، لیــونی ســـم جــوړوی
غُـصــه د غضـب نښــه ده، وجــود کـی د انسان
غُـصــه په بـی رحــمۍ، د زړونــو لارې بـیلوی
غُـصــی نـه کلــیـواله، ځـان ســاتنـه ده په کـار
غُـصــه د مُـحـبت، د ونــې څــانــګــې و چــوی
دسمبر ۷ ، ۲۰۲۱
تورنتو- کاناډ