چې ربات که بنیادم یو؟

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۳۰

چې ربات که بنیادم یو؟

کله دواړه لیـوني شـو، کله دواړه شـو هـوښــیار 
کله دواړه پـه قـــرار شــو، کلـه دواړه  نـاقــرار
 عجيبه احساس دی مینه، کله ويښ کله ویده شی
کله دواړه تري مـنکر شــو، کله دواړه په اقــرار
مینه جوړهسی توفان دی، لکه اورپه سـمندرکی 
کله دواړه یـخ کـرخ شـو، کـله دواړه پـه انــګـار
کله رنګ کله بی رنګ شی، جوړاسمان د محبت
کله یـو بـل نه قــربان شـو، کله یـو له بل بــیزار
نه پوهیږم څه تاثیر دی؟ نه خُـمار یو نه نشـه یو 
رډې ګورو یو او بل ته، دي خوړلي مو کوکنار
حرکت نشته چی ولی، کلیوال ویره کی ډوب دي
لکه مـړي هــدیـرو کی، نه لـری یـو پـه بـل کـار
نخـو که بـل اشــاره وکـړی، کوو یـو په بل ګـزار
نه دوستان نه دښمنان شو، چی ربات که بنیادم یو 

فبروری/۶/۲۰۲۲ 
تورنتو، کانادا