په دوستۍ کی دښمنې 

د لوستونکو شمیره : 399

۲۰۲۲/۰۲/۲۳
انجنیرسلطان جان کلیوال

په دوستۍ کی دښمنې 

داسی ډیر لیدل شویدي چی ځنی وخت یا په ناپوهۍ کی او یا هم په اګانه توګه ځنې کسان د قدرت خاوندانو ته ( ممکن د څه امتیاز  او ګټې د لاس ته رواړنې په لحاظ به وی) څه داسی مشوری ورکوی چی د قدرت د خاوند نه احمق جوړ کاندی او داسی عمل کولو ته یی و هڅوی چي د زوال سبب یی  و ګرځی. زه فکر کوم ډیرو مثالونو ته به اړتیا نه وی یواځی همدا به کیفایت وکاندی چی په دی وختونو کی په افغانستا کی د طلوع او د آریانا د تلویزیونۍ شبکو سره د ځینو په نامه کارپوهانو سیاسی مرکی په دقیقه توګه واورو او و ګورو چی دوی د طالبانو زعامت ته څه ډول مشوری ورکوی او څنګه دوی دی ته تشویقوی چی هم د خپلو ولسونو  او هم د نړۍ د هیوادو نه لری او په فاصله کی پاتی شی؟ 

زه ډیر کرت د دی ښاغلو د خولو نه اورم چی وایی : « طالبان دی ته ضرورت نه لری چی یا د خپل ملت نه او یا د نړیوالې ټولنې نه مشروعیت تر د لاسه کاندی، دا مشروعیت دوی د نړۍ د ستر زبرځواک امریکا او د هغه د ناتو د غړو په مقابل کی د مقدس جهاد نه ، د تیرو شلو کالو په اوږدو کی تر د لاسه کړی او د هغوی پوز یی ورمات کړی دی، هغوی دا مشروعیت د یوی میاشتی نه په کمه موده کی د ټول افغانستان د خپل تسلط لاندی د راوستلو نه تر د لاسه کړیدی، هغوی دا مشروعیت د خپل هغه حقانیت نه تر د لاسه کړیدی چی نن د دوی سره په چګړه کی ښکیل قوتونه په خپلی اشتباه او ستراتیژیکی ماتی باندی اعتراف کوی، او په لسګونو داسی نورې خبرې.» له د ی خبرو او ډیرو غولونکو د لایلو نه وروسته بیا دوی طالبانو ته داسی جرئت ورکوی: « تاسو د حق په لاره روان یاست، د دنیا هیڅ قدرت ستاسو په لاره کی خنډ نه شی جوړولی، تاسو د غُرٌا محمدی (ص) شریعت لاره نیولی ده او دا هغه پاکه لار ده چی دا مسلمانه ټولنه به انشاء الله منزل مقصود ته رسوی، بی ویری او بی له تشویش نه خپلی لاری ته ادامه ورکړی.» 

شاید همدا د کارپوهانود نظریاتو تاثیر به و چی د طالبانو محترم رئیس الوزرا  وفرمایل چی « مونږحلک ته د رزق یا ډوډۍ رسولو مسؤلیت نه لرو»، یوه بل مشر یی و فرمایل چی « واښه وخورئ» او یوه بل سیاسی مشر یی په لوړ آواز و ویل چی : « په دنیا کی یو ابر قدرت امریکاده چی مونږ ماتی ورکړه او بل ابر قدرت مونږه یو» 

خو د دی تر څنګ هغه هیواد او هغه خلک چی نن ورځ طالیبان ورباندی حاکمیت لری او حاکمان یی ځانونه د ټولی نړۍ قهرمانان بولی ، د نړۍ تر ټولو فقیر او مجبور هیواد دی او (۹۵٪) وګړی یی وږی او بیکاره دی، په لکونو خلک ورنه و تښتیدل او لا هم د تښتې لاری لټوی، ټولې نړۍ ته یی د ګدایی لاس اوږد کړیدی، هیڅ هیواد یی په رسمیت نه پیژنی او د خپل رعیت فریز شوی پیسې نه شی تر د لاسه کولی، د دنیا د بل هر ملک نه په سیاسی انزوا کی ژوند کوی، په ټوله سرپرسته کابینه کی یی یو مسلکی وزیر نه لیدل کیږی، ټولی تجارتی لاری  او پردی سمندری بندرونه یی په مخ تړلی دی او بلاخره داسی یو هیواد ورنه جوړ دی لکه د دی ځمکې برخه چی نه وی. خو بیا هم دا ښاغلی کارپوهان ورته مشوری ورکوی چی ستاسو لار حق ده چی په هیڅ وجهه پکی تغیر را نه ولی، نه په هیواد کی دننه مخالفتونه ستاسو مخه نیولی شی اونه نړیوال. 

اوس اساسی سوال دادی چی دا ښاغلی چاپلوس مشوره ورکوونکی د طالیبانو دوستان دی که دوښمنان؟