باور

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۱۸
انجنیر سلطان جان کلیوال

باور

زه باوري یـم تیـارې ځې، رڼا راځـي خامخا 

زه به یا یم او یا به نه یم، دا به شـي خامخا

ته به هم و کاږی تـوبه د ګنـاهـو له تکـرار 

نن که سبا وی عقل سرته ستا راځي خامخا

عفوه به غواړی له هغو چی زورولی دی تا 

داپه تا حق دی دابه کړی او دا به شي خامخا

انصاف د ظلم سره جنګ کی دی پیړۍ پیړۍ 

انصاف به شي او عدالـت به هم راځی خامخا

خو بیـړه وکـړه کـرکه و باسـه د زړه له کوټې 

ټول انسـانۍ زړونه یو کیږی دا به شـي خامخا

د  کلــیـوال خــبره واوره بیـا ارمـان به کـوی 

ورځ د حـسـاب او د کتـاب سـبا راځي خامخا 

جنوری/۱۴/۲۰۲۲ 

ایجکس – کاناډا