آیا عدالت همداسې وي؟

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۱۲
انجنیر سلطان جان کلیوال 

ایا عدالت همداسي وي؟
( د افغانستان د کنګل شوو پیسو برخلیک )

 زه دا یو څو ټکی د امریکا د متحده ایالاتو ټولو هغه اتباعو او اوسیدونکو ته لیکم چی د خپل هیواد د سیاسی، اقتصادی او ټولنیز زعامت د ټاکنو د پاره په آزادانه توګه، په معین وخت کی د ټاکنو مرکزونو ته ځي او هلته د خپلی خوښې کاندید ته رایه ورکوی، چی بیا همدا د ټاکنو ګټونکی د دوی د هیواد د رهبری کولو صلاحیت لری ، د پرمختګ او د نړۍ د نورو هیوادونو او انسانی ټولنو سره د اړیکو د ساتلو یا نه ساتلو پریکړی کوی، او د مسؤلیت له مخی دخپلو پریکړو نه خپلو وطنوالو ته خبرورکوی. 

زه پوره یقین لرم چی د امریکا ټول اوسیدونکی به د جمهور رئیس جوبایدن د وروستی پریکړی نه  چی د افغانستان د کنګل شوو پیسو د سرنوشت په هکله یی کړیده، چی (۳،۵) بیلونه ډالر به د افغانستان د خلکو سره د بشری مرستو د تدارک د پاره د فریز نه آزاد کړی او په همدی اندازه یعنی (۳،۵) بیلونه ډالره به د سپټمبر د (۱۱) غمجنی پیښی د قربانیانوپه ورثه و باندی د غرامت په نوم و ویشی خبروي. 

اوس نو د جمهور رئیس جوبایدن د دی پریکړی د تطبیق صلاحیت د دی هیواد د قضایی قوی   په مقاماتو پوری اړه لری چی تطبیقوی یی او که ردوی یی؟ مونږ باوری یو چی د امریکا قضای قوه به  له ژورو حقوقی څیړنو پرته دا پریکړی ځکه عملی نه کاندی چی: 

اول – د امریکا په څیر یوه هیواد ته چی کلنې بودجه یی د لسکونو ټریلیونو نه هم زیاته ده، دا دری نیم ملیارده ډالره د دی هیواد د پاره دومره پیسې نه دی چی دومره لویه غیر حقوقې بدنامی په غاړه واخلی او د داسی یوه هیواد د انسانانو حق د غاښو لاندی کاندی چی همدا اوس د همدوی د دولتی زعامتو د تیروتنو او یا لجبازیو له کبله یی (۹۵٪) انسانان د ولږی سره لاس او ګریوان دی او ماشومان یی د خوارځواکې د لاسه د مرګ کندو ته ور ولیږی. 

دویم – مونږ باوری یو چی د امریکا قضایه قوه  د هغو قوانینو په رڼا کی فیصلی کوی چی د دوی د مذهبی او مدنې ګډو اصولو نه جوړ او بی له هرډول قصد، کینی او انتقام جوی له تاثیر پرته د هری کشالی عادلانه ختم پری را تللی شی. له همدی کبله دا لویه قضای قوه باید دا په پام کی ولری چی:
الف : اسامه بن لادن چا افغانستان ته ولیږه او د چا د زمامداری په وخت کی؟
ب : د سبټمبر د (۱۱) پيښې به سرته رسولو کی چی یو افغان تبعه هم پکی ګډون نه درلود، ولی دا له هرڅه نه بی خبر مظلوم ملت ګرم و بلل شی؟ 

دریم – ایا اسامه بن لادن د دی پيښې نه وروسته  د ستم او متروکو لاندی افغان ملت ساتلی و، که د هماغه وخت د تالیبانو واکمنې؟ ایا د تالیبانو ډله د ټول افغانستان د ملت د نماینده په توګه د امریکا دولت ته قبوله ده؟ که احیاناً د تالیبانو د وخت مشرانو د القاعدی د شبکی سره په دی پیښه کی رضایت هم ښوولی وی (چی تالیبان یی په کلکه ردوی)، ایا د دی رضایت مسؤلیت د ټول افغان ملت په غاړه دی که د هماغو یو څو تنو په غاړه؟ او تر ټولو مهمه دا ، کله چی تالیبانو هماغه وخت امریکا ته د بن لادن له ورکولو نه انکار وکړ، ایا امریکا د همدی نه ورکړی په مقابل کی د تالیبانو دولت نسکور نه کړ، ایا پوره شل کاله یی د افغانستان د چارو سمبال په خپل لاس کی وا نخست، ایا په لسونو زرونو بی ګناه افغانان یی چی له هیڅ نه  وو خبرپه کلو او بانډوکی و نه وژل، ایا د بمونو مور یی د همدی بی وزلی هیواد په بی ګناه خلکو و نه ازماوه، ایا د شپی په توره تیاره کی د دی مظلوم ولس ماشومان، ښځې، سپین ږیری او رنځوران یی له تیغه تیر نکړل او ایا په لسکونو زره افغانان یی د افغانستان په دننه او د ګوانتانامو په دوزخی زندان کی د لسګونو کلونو د پاره د غیر انسانی شکنجو لاندی و نه نیول؟؟؟؟ ایا دا ټول ظالمانه تلفات او لوی مالی تاوانونه د غرامت مستحق نه دی؟ 

څلورم – د ستمبر د ناوړه او ضد انساني پیښی تورن د القاعدی مشر اسامه بن لادن د جمهور رئیس اوباما د واکمنې به وخت کی د امریکای پوځیانو له خوا په کوم ځای کی ونیول شو او و وژل شو؟ په افغانستان کی په د پاکستان په ایبټ آباد کی؟ ایا په پاکستان کی د هغه ساتنه د افغان ملت ، د افغان طالبانو له خوا کیدله که د پاکستان د (آی،اس،آي) داداری له خوا؟ 

پنځم – ایا دغه د امریکا په بانکونو کی د افغانستان پرته او کنګل شوی سرمایه د افغانستان د مظلوم ملت سرمایه ده که د تالیبانو او د القاعدی د ډلې؟ 

دلته داسی نوری په لسګونو حقوقی پوښتنی شتون لری چی باید د امریکا د دولت قضایه قوه، د دی د پاره چی د نړی د ددموکراسۍ، ټولنیز عدالت او د بشری انصاف ستر دعوه ګیر قدرت (د امریکا د متحده ایالاتو دولت) د نړی د نورو لویو او ړو هیوادونو او ملتونو په منځ کی د یوه رنځور او شیخ فانی جمهور رئیس د بیمار ذهن له کبله بی ارزښته نه شی او نړۍ کی یی  له مخکی نه زیانمن شوی حیثیت نور هم زخمی نه شی، په کار ده چی په دی غیر عادلانه او ناروا پریکړه باندی دقیق غور و کاندی ترڅو د همدی وړو وړو تیروتنو نتیجه بلاخره دا را ونه و ځی چی  ځانته په بی زوال طاقت قایله امریکا یوه ورځ د زړې بریتانیا  او یا د پخوانی شوری اتحاد په څیر څانګې څانګی د ځمکی په سپیره قشر را نسکوره  شی او خپله جنازه په خپلو ګناه ګارو اوږو پورته کاندی. مونږ په دی باور یو چی د هر ظالم د ظلم کاسه نسکوره ده او هر فرعون ته یو موسی پیدا کیدونکی دی.  

د امریکا  عوام باید د خپل هیواد د قضایه قوی سره مرسته وکاندی ترڅو  د امریکا  او د نړۍ د خلکو انساني حقوقو ته په پاملرنې د بایدن 

غوندی عجولانه فیصله و نه کاندی او د افغان ملت د مظلوم آه اوریدونکې شی. پای 

فبروری ۱۱/۲۰۲۲  تورنتو – کاناډا