د هنر جنازه

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۲۶
انجنیر سلطان جان کلیوال

د هنر جنازه

رباب سنګسار شو ارموینه په اور کی وسوځیده
غیـچکه مړه شوه  سرینده په اور کی و سوځیده

ډُول د غضب غونډاري و خوړل په دواړو سرو
د مفـتون غـیږ کی دنبوره په اورکی و سـوځیده

سـتار بی تاره شـو په دار شو د تکـبیر په نـاره
ډکه له شـور مسـته طـبـله په اورکی و سـوځیده

منـګی ټـوټـې شـو چی یی و لـیـده په دار ســتار
د مات منـګی له غـم کـوزه په اور کی وسوځیده

چی د انګـریز سـره غـزا  ته یی را بلل افـغانان
د ننـګ نه جـوړه نـغـاره په اور کی و سوځیده

چی یی بلـله مـوســیقې د روح غـذا تـر پـرون
نن د ژونـدون دا فـلـســفه په اورکی و سوځیده

چی جنازه د هـنر پورته شوه تکمـیل شو جهـاد
د هـنر مـند د زړه کـعبه په اورکی و سـوځـیده
جنوری/۲۱/۲۰۲۲

جنوری/۲۰۲۰/۲۱
ایجکس – انتاریو – کاناډا