جــا هــــله!

۲۰۲۱/۱۲/۱۴
انجنیر سلطان جان کلیوال
جــا هــــله!
هم دی په ځان هم دی په مونږ جوړ کړی
دلــتـه په دې دنـیــا قــیـامــت جــا هــله !
شـر جـوړول خـو د ابـلــیـس دنــده ده
سـتا ولی خـوښ شـو شـرارت جـاهـله !
که مـیــنه نـه پـیژني مـه یی کـوه خـو
مـکــړه د بــل مُـــخــالـــفت جــا هــله !
سـلـطـنت کـیږی په نـرمـۍ په زړونـو
نه شي په زور په زړه حکومت جاهله !
تمـیز د ښــه او بـد پـه پـوهـه کــیـږی
پـه ټوپک نه شـی قـضـاوت جـا هـله !
نـه ده دنـیـــــا ټـوله د چـا دښـــــمــنــه
چی نه وی څوک ډیر ملامـت جاهـله !
ټول بنیادم چی کوم شریک شی لری
د هـغـه نـوم دی انـسـانـیـت جـاهـله !
ځان دی له دی صفه خارج که کړلو
ټولګی ته ځي د حـیـوانیـت جـاهـله !
د خدای ج په حکم ځانته ورکړه تغیر
لا هم لـری کافـی فـرصـت جـاهـله !
دنیـا ښـایسـته ده او ژوند دی امانت
خیــانـت نـکړی امـانـت جـا هـله !
دِسِمبر ۲۰۲۱/۰۸
(اجکس – تورنتو – کاناډا)