د افغانستان لپاره د پولي سیاست اهمیت(۲)

د لوستونکو شمیره : 801

۲۰۲۱/۱۲/۱۱
پوهاند محمد بشیر دودیال

تېر بحث کې مو زیاتره  د پرمختیایی هیوادو؛  په دی کې بیا د افغانستان په پولی مسایلو خبرې وکړې. په دغه ډول هیوادو کې چارواکي د اقتصادی کفایت پرځای تر ډیره سیاست ( قدرت او حاکمیت) ته پام کوی او آن دا چې د مرکزی بانک چارو کی لاسوهنه کوي. کله چې دوی اقتصادی کفایت ته ځواب ونشی ویلای؛ ملت ورڅخه مخ اړوي، په دې توګه یې په وړاندې راپاڅیږی او آن حاکمیت یې ورچپه کوي.

له علمی پلوه، د چارواکو دا ډول چلند هم د دوی او هم د ټول ملت په زیان دی او دغه ډول هیوادونه به اقتصادی استقلال تر لاسه نکړی او نه به ټولنیزی هوساینی ته ورسیږی. دوی باید پوه شی چې د پولی غوره پالیسی ترڅنګ ورته مالی پالیسی طرح  او تطبیق کول هم مهم دی. یعنی د یوه لوی اقتصاد دوه برخو ته توجه په کارده. په دې توګه دوی د اقتصاد دوه مهم اړخونه نشی بشپړولای. دلته به ډیره ښه وی چی په ټول اقتصاد کی د مالی او پولی  برخو په پالیسی خبری وکړو:

اول به کوشش وشي چې مسلکی ژبه یې ساده شی، مثالونه دومره عامیانه کړو چې ټول لوستونکی ورباندی پوه او ورته دلچسپه شی. دا ځکه چې د اقتصاد په ډیرو مبادیو باید هر څوک پوه وي. سینګاپور او جنوبی کوریا خپلو ټولوخلکو ته د اقتصاد ځینی مسایل ورښودل، نو ځکه یې اقتصاد ښه وده وکړه. دغه هیواد (د پوهې اقتصاد Knowledge Economy) اصطلاح وکاروله، له دې څخه موخه دا وه چې یواځې عاید مطرح ندی، بلکې مصرف تر دې هم مهم دی. او مصرف ټول عوام کوي. کله چې عوام په معقول ډول مصرف کوی، سپما هم کوي، نو هغه اقتصاد ښه کیږي.

بالعموم دوه ډوله معلومات ټولو ته ضرور دي: یو د روغتیا او دژوند دچاپیریال او بل اقتصاد.

موږ به هم د اقتصادی موضوعاتو عمومی ټکي یوڅه روښانه کړو:

پولي او مالي پالیسیګانې د ملي اقتصاد هغه لومړني وسايل دي  چې حکومتونه د هغو په واسطه ټول اقتصاد کنترولوي. د اقتصاد نورو برخو کې به هغه وخت پالیسیګانې کامیابه وی چې په مجموع کې پالیسی او خصوصاً اقتصادی پالیسی وپیژنو.

اقتصادی پالیسی د ټولو هغو هڅو هاندو، اقداماتو او تدابیرو مجموعه ده چې په یوه ټاکلی سیمه (هیواد)کې د اقتصادي پېښو، حوادثو او جریاناتو د ټاکلو او تر نفوذ لاندې راوستلو او تنظیم په خاطر تر لاس لاندې نېول کېږي.

یا: اقتصادي پالیسی د پرمختیا د هدف د تحقق په خاطر په یوه سیمه (هیواد)کې د ټولو اقتصادي جریاناتو تر نفوذ لاندې راوستل، رهنمایی او تنظیمول دي.

پولی پالیسی او مالی پالیسی کی یوڅه توپیر شته، خو دواړه یی تر ډیره مالی موسساتو(بانک، د مالیی اداراتو، دتقاعد خزینی، د بیمې اداری، پور ورکوونکو ګروپونو، پولی بازارونو او نورو ) پوری اړه لری. د پولی او مالی پالیسی بل ګډ خصوصیت دادی  چې دواړه د اقتصادی پالیسی مهم اجزا دی، خو خپل منځ کی یو څه توپیرونه لری. زموږ بحث تر ډیره حده پورې  د پولی پالیسی په هکله دی.

د لوی اقتصاد یا ملی اقتصاد پالیسی هغه ده چې دولتونه یې د ټول هیواد په کچه؛ په ټولو اقتصادی  ساحاتو او سکتورونو کې ټاکی او هغه تعقیبوی، لکه مالیات او مالیه ټاکنه، بودجه جووړول، بانکی چارې او د پیسو عرضه، مالی بازارونه، سوداګری، استخدام، دتصدیو مدیریت او نورې ساحې.

مالی پالیسی صرف هغه برخه ده چې  مالیه ټولول او له دې مدرکه  د ترلاسه شویو عوایدو  او لګښتونو دتنظیم او استفادې لارې- چارې  ښيي.  په دې پالیسی کې د ټول ملی اقتصاد لګښتونه، د مالیاتو اندازه  او له عوایدو څخه  د بوودچې ترتیبول پکې شامل دي، خو پولی سیاست د یو هیواد او مرکزی بانک له خوا  د پیسو دنشر حجم او دعرضه کولو عیارول او کنترول کول دي. حال  دا چې پولی پالیسی د يو هېواد اقتصاد د متاثره کولو سياست او کړنلاره ده. د دې معنا داده چې دا پالیسی باید دومره قوی او اغیزمنه وي، چې ټول اقتصاد ته سمون ورکړي.  په دې سره د يو هېواد اقتصاد په نوموړي هېواد کې د بانکدارۍ سيستم د ذخايرو په تغيرولو سره کوم چې په نوموړي هېواد کې د پيسو په عرضه او د کرېډيټ  شتون باندې اثر غورځوي، او دپیسو دخرید قوه متاثره کوي. دغه متاثر کول یو عمدی او آګاهانه اقدام دی چې موخه ورڅخه دپیسو د پیرودنی یا خرید د توان اوچت ساتل او د بیو ثبات وي. دا هغه ټکی دی چې همدا اوس افغانستان ته ډېر مهم دی.

د مالی پالیسی  او پولی پالیسی توپیرونه

policy  Monetary پولي سياست هغه وسیله ده چی مرکزی بانک له پولي مقدارونو  او د پيسو دسيستم  له کنترول څخه کار اخلی، د بېلګې په توګه ځينې وخت دولت غواړي بيې ثبات ومومي،ياد استخدام  کچه لوړه شي، بهرنیو ورکړو کې توازن راشي، نو ددې موخو لپاره ځانګړى پولي پاليسي غوره کوي :  د پيسو عرضه ، خلکو ته پور ورکول  او د زیرمو جوړښت کې بدلون راوستل، د پانګونې هڅونه ، له سعرسره چلند او داسې نور ګامونه چې د پيسو په ذريعه  پرمخ ځي په دې پاليسيو  کې راځي. خو مالی پالیسی Fiscal policy هغه ده چې دولت د خپلې بوديجې  د تنظيم او د اقتصادي فعاليتونو  په لړ کې د عوايدو او لګښتونو ترسره کولو په برخه کې  مالي اجرات  تره سره  او طرز یې وښيي. مثلاً:  د عوايدو له لوړېدو  سره وار په وار د مالياتو لوړول د پرمختيايي  هېوادو  يوه مالی پاليسي ده ، چې د خپل اقتصاد  او تمويلی چارو په برخه کې ورته په دوامداره  ډول بدلون ورکوي،  خو عموماً مالي پاليسي  د دولت دعوايدو  ( د مالياتو  ټولولو اونورو مالي سرچينو )  او د هغو د لګښت   (عامه  مصارفو )  توازن ته وايي. په دې توګه ګورو چې پولی پالیسی د یوشمیر محدودو او په خاصه توګه دپیسو په حدودوکی د مرکزی بانک له خوا طرح کیږی، خو مالی پالیسی یوڅه پراخه او د مالیی وزارت له خوا طرح کیږی، دواړه مهمی دی او دواړه خپل اهداف او وسایل لری.  د نوموړو پالیسیو څخه مالي یې د هر هېواد د ماليې وزارت په واسطه او پولي پالیسی یې د هر هېواد د مرکزي بانک په واسطه تنظيمږي چې د پولي سياست تنظيمول په افغانستان کې د افغانستان بانک  (DAB) په واسطه صورت نيسي او دا چې د افغانستان بانک څنګه پولي سياست تنظيموي او له کومو وسايلو څخه استفاده کوي، په همدی بانک پورې اړه لري.

متاسفانه افغانستان کې یا اقتصادی پالیسیګانی( مالی او پولی) په علمی توګه ندی جوړې شوي، یا کله چې جوړې شوي، پوره تطبیق شوی ندي. زیاتره وخت پرله پسې بحرانونو  او د رژیمونو بدلونو هم د پالیسیو په نه تطبیق بد اثر کړی دی. زموږ  اقتصادی وده به  ترهغو پوری تامین او ډاډمنه نشی ترڅو چی له بحرانونو ونه وځو او سیاسی – اجتماعی ثبات ونه مومو. دا به هغه وخت کیږی چی په سیاسی او اجتماعی باثباته وضعیت کی غوره پالیسیګانی جوړې او هغه تطبیق کړو.

لوی یا ملی اقتصاد، پولی سیستم اوپولی پالیسی

باید دقت وشی چې دلته دری سره تړلی موضوعات  یا مفاهم شته دي:

  • ټول ملی اقتصاد؛
  • پولی سیستم؛
  • او پولی پالیسی

ټول یا ملی ااقتصاد باندې پوهیږو چې د یو هیواد مجموعی اقتصادی مسایلو سره سروکار لری، لکه استخدام، بهرنی تجارت، انفلاسیون او دیفلاسیون او نور، خو هغه څه چې پولی پالیسی یی په دننه کې تطبیقیږی، هغه پولی سیستم دی، نو آیا پولی سیستم څه دی؟

دیوه مملک پولي سیستم د مالي مؤسساتو په شمول یو د بل سره په ارتباط کې وي چې د دغو مؤسساتو څخه تنظیم شوي یا Organized او بعضي د هغوی څخه ناتنظیم شوي یا Informal وي. پرته د یو څو ګوتو په شمار هېوادونو لکه (لیبریا، پاناما او بعضي افریقایې  وروسته پاتی ممالکو لکه هغه چې دالرو او فرانک پورې وابسته دی) نور هیوادونه او له هغی جملی خوشبختانه آزاد او مستقل سرلوړی افغانستان خپل پولی سیستم لری، چې ډیره ښه او ځلانده تاریخچه لری(متاسفانه دی وروستیوکی کورنیو جګړو هغه زیانمن کړ). په دې سیستم کې افغانۍ زموږ ملی کرنسی او دټولو افغانانوملی مشترک ارزښت دی.د یو مملکت د پولي سیستم په هسته یا راس کې مرکزي بانک قرار لري چې د پیسو(Moneyپول) د عرضي کنترول او د تنظیم شویو پولي مؤسساتو د عمومي نظارت مسؤل دی. زموږ مرکزی بانک، دافغانستان بانک( DAB) دی. علاوه له دې څخه تجارتي بانکونه د پولي سیستم مهمه برخه تشکیلوي. دغه بانکونه امانتونه قبلوي او لنډ مهاله پورونه عرضه کوي او په عین وخت کې ځیني نور خدمات خپلو مشتریانو ته عرضه کوي، خوشبختانه موږ هم خپل هیواد کی دا ډول بانکونه لرو. علاوه پردې په پولي سیستم کې د پس انداز بانکونو، د بیمي کمپنی، دتقاعد خزینه او دلوړ عایداتو لرونکې صندوقونه(فنډونه) د سرمایه ګذاری بانکونه او نور شته.

د مدرن او تنظیم شوی پولي مؤسساتو په خوا کې غیر تنظیم شوي Informal پولي مؤسسات هم وجود لري لکه د ګروي چارې، پولي محلي دلالان، صرافان، دکوچنیو قرضونو موسسات او کریدیت کوپراتیفونه. د دې سیستم دننه  پولي سیاستونه ټول هغه تدابیر دي چې دبیو ثبات، اقتصادی وده، دپانګې ګټه اوچتول، د پس انداز تشویق او د سرمایوې او پولي بازار انکشاف او کریدیت، له اقتصادی منابعوښه ګټه اخیستل اوکفایت او د پولي سیستم تنوع متاثره کوي. په لنډ ډول وایو چی پولی پالیسی د پولی سیستم دننه او پولی سیستم د ټول ملی اقتصاد دننه کې دی. ( بحث دوام لري).