خبردار!

د لوستونکو شمیره : 2237

خبردار!

پـرونـۍ مـیــنه په کــرکې شـــوه بـدله 

یارویشـتلی يار په زړه دی په څو ځله

تیر وتنه له هرچا کیږی کوم وخت کی 

تا به هـم کړې وي نور ګَـرَمـوی څله؟

د غـرور په نیلي سـور کلی کی کرځی 

دا کار ښـه دی چی یی ته کوی  پاګله؟

ته د کوم کمال خاوند یی چی نور نه دي 

ته چی نه وی دا جـونـګـړه چا ســاتـلـه؟

چی ذلـت د نورو غـواړی ذلیـل کـیږی 

ځان دی و سـاته له دی حا لـت پخـپـله

کوم هدف چی حاصلیږی په نیـکۍ کی 

په نـفـرت نه راِځـی لاس ته زما ګـلـه!

دغه لار ځـی جـهـنُـم ته خــبردار شـه 

و به نه رسـی په دې لار تـر کــابـلـه

کړه په میـنه  کلیوال  د ځان مـلګـري 

درنَــوَی، څـلـه پـه زور د نـفــرتـلـه؟
دسمبر/۲۰۲۱/۰۵

ایجکس – کاناډا