شربت ګُلې ته په ایټالیې کې پناه ورکړله سوه

۲۰۲۱/۱۱/۲۷
ژباړن: سیدال هومان

© songchangbing/Imaginechina/AP
د ایټالیا د حکومت د مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې، د ایټالیې لومړي وزیر ماریو درَګي ، هغی نجلۍ ته څې انځور یی په ۱۹۸۵ کال کې د نشنل جیوګرافیک د مجلې پر پوښ خپور سوئ وو او وروسته مشهوره سوه، د کډوالې مرتبه ورکړه.

© د ۲۰۱۶ کال په دغه انځور کې یو پاکستانئ کتاب پلورونکئ د نشنل جیوګرافیک هغه ټوک ښیی
څې د شربت ګلې په انځور ښکل سوئ دئ.
ب. ک. بنګښ/ اسوشیتد پرس
د شربت ګلې ډیر ښکلئ انځور په ۱۹۸۴ کال کی، څې دا پښتنه یتیمه د دولسو کلو وه د افغانستان او پاکستان په پوله دکډوالو په یو کمپ کی اخستل سوئ وو او یو کال وروسته خپور سو. گُله څو لسیزی وروسته څې چا د هغې نوم نه پیژاند وموندل سوه څې په پاکستان کې یی ژوند کاوه.
ګلُه څې اوس د څلویښتو كلونو په وروستیو كې ده، د ایټالیې د لومړی وزیر د دفتر له راپور سره سم، روم ته راغلی ده..
د ښاغلي درَګي د دفتر خبر پاڼه وایی څې:”عکاس ستیف مک کیوری Steve McCurry دې خیر یوسی څي د ۱۹۸۵ کال نه یو کال مخ کې یی د دغې ډیرې ځوانی نجلی انځور د نشنل جیوګرافیک د مجلې د پوښ دپاره د پیښور د کډوالو په کمپ کې واخیست او “شربت گلی” نړیوال شهرت تر لاسه کړ. ان تر هغه ځایه څې د افغانستان د تأریخ په دغه پړاو کي هغه د کړاونو او ستونځو او د هر څه څې د افغانستان خلکو ګالل، په سمبول واوښته.”

اعلامیه نور بیا وایی:” د تیر اګست د پیښو نه وروسته[د طالبانو راتګ،س.ه]، د مدنی ټولنو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د فعالو غیر انتفاعي ټولنو د غوښتنو په پایله ، د شربت ګُلې درخواست څي د خپل ټاټوبی د پریښودلو لپاره یی کومک غوښتئ وو، را ورسید او صدر اعظم، په خپل مسئولیت، ایټالیی ته د هغې د راوستلو بند او بست د یو پراخ پروګرام په ترځ کې تر سره کړ څې د دولت د پلان سره سم د افغانو اتباعو د ایستلو او د هغوی د منلو او ادغام د محدوداتو په چوکاټ کې دئ.
سی ان ان د ایټالیا له حکومت څخه پوښتنه کړې چې ایا د ګُلې کورنۍ ته هم د کډوالۍ اجازه ورکړل شوې که نه؟ خو تر اوسه یې ځواب نه دی اوریدلی.
په ۲۰۱۶ کې مک کیوری د عکس په هکله سی ان ان ته داسې کیسه وکړه:” زه پوهیدم څې هغی یو ه بیسارې ښکلا او غیش ویشتونکئ نظر لري. خو زموږ شاوخوا د خلکو ګڼه ګوڼې وې، دوړې شاوخوا تاو شوې وې، او دا د ډیجیټل د کمرو نه وړاندې وه او تاسو هیڅکله نه پوهیږئ چې د فلم سره به څه پیښ شی.
مک کیوری وویل چې د فلم له پریولو وروسته . هغه پوه شو. چې انځور ځانګړی دی.
هغه زیاته کړه : ” ، کله څې ما دا انځور د نیشنل جیوگرافیک ایډیټر ته ور وښود، هغه په دوو پښوټوپ کړ او چیغه یې کړه چې”دا د مجلې راتلونکی پوښ دی. “
(یادونه: “کله څې په ۲۰۱۴ کال کې شربت ګله په پاکستان کې را څرګنده سوه ځان یی هغه مهال پټ کړ څې پاکستانی مقاماتو پر هغی د جعلی پاکستانی تذکری د پیریدلو اتهام ولګاوه او هغی ته یی د اخراج امر ورکړ . شربت ګله په الوتکی کې کابل ته ولاړه او د جمهوری ریاست په ارګ کی د جمهور رئیس له خوا ورته د یوی میلمستیا په ترځ کی د یو نوي آپارتمان کلی ورکړل سوه. س.ه. )