د پاڼــې خــور هــیـلـه:

۲۰۲۱/۱۱/۰۵
انجنیر سلطان جان کلیوال
د پاڼــې خــور هــیـلـه
زما نـوم پاڼـه ده
ز ددې لويې ونې، د يوې هسکې څانګې لور یمه
زه ډیره ښکلې یمه، دومره ښکلې
چی د خاورینې دنیا لوی واکمنان
زما لیدو ته راځي
هغوي یواځې زما دیدن نه کوی
غواړی ما خپله کاندی
او د هوس تنده په ما ماته کړی.
خو زه د هغه باغ د ونې لورېم
چی د ایمان او له غیرته جوړ باغوان لري
زه د هغه نختر سکه خور یمه
چي یی په څانګو کی بازان اوسي
او، زما د هر دعوه ګیر
له هوس ډکې سترګې
په فولادي پنجو، له کولکو را باسي.
زه خزانیږم او رژیږم هله
چی می ساتونکی او پالونکی باغوان
په چا پردیو خرڅ شی
چی د چنار او د نختر په څانګو
د باز په ځای ټپوسان ځاله وکړی.
نو زما ګلانو ورنو
ما د پردیو له لاسو وژغورئ.
نومبر/۴/۲۰۲۱
تورنتو – کاناډا